لیکوال : صدیق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه(۹)

پروين ملال؛

د درد او ښځينه احساساتو انځورګره

 سفر

په الوتكه كې

څنګ ناستې مسافرې

رانه وپوښتله

 لكه، چې څوك دې نشته

داسې يوازې

په سفر، چې درومې؟

ما ويل نه!

خو يو وخت داسې نه وو

داسې يوازې نه وم

هغه

په داسې په سفر لاړ،

 چې بيا راستون نه شولو.

دا د پښتو شعر وشاعرۍ د معاصرې دورې، د هغې درنې څېرې هستونه ده، چې د خپلو پر سوزه شعرونو له بركته د درد ملكه ګڼل كېږي. دا درنه شاعره پروين فيض زاده ملال ده، چې پخپل هر شعر كې ښځينه احساسات په هغه خپله رښتينې او صميمانه بڼه انځوروي او شعر د يو مخصوص حالت زېږنده ګڼي: (( شعر د يو داسې مخصوص حالت زېږنده دى، چې په انسان باندې راځي. احساس ورته ووايم كه عاطفه ورته ووايمه، خو د يو حالت مولود دى، چې په خاص انسان باندې راځي، نه په عادي انسان.))

پروين فيض زاده ملال د ارواښاد حاجي عبدالشكور خان پوپلزى دراني لور د ۱۳۳۶ لمريز كال د سلواغې په يوولسمه په كندهار كې يې خپلې زده كړې پاى ته رسولې دي. شپاړس كلنه وه، چې شعروشاعرۍ ته يې مخه كړې، پخپله په دې اړه وايي: (( دومره مې يادېږي، چې له ډېر وړوكوالې څخه مې له شعرونو سره مينه درلودله. كله كله به مې د سندرغاړو سندرې د درس په كتابچو كې ليكلې.))

 دا هغه وخت و، چې طلوع افغان په كندهار كې خپرېده او د ښځو شاعرانو د شعرونو د خپرولو زمينه يې مساعده كړې وه. پروين ملال همدا، چې خپل لومړنى شعر وليكه، هغه يې همدې ورځپاڼې ته وركړ او چاپ شو: (( زما اول شعر، چې اوس مې هم په ياد دى، ډېرې نيمګړتياوې درلودلې، هغه ما هغه وخت په كندهار كې د طلوع افغان خپرېدونكې ورځپاڼې ته ورووړ او هغوى چاپ كړ. زه اوس دا نه شمه ويلى، چې هغه شېبه څومره خوشاله وم، ځكه هغه خوشالي ما په ټول ژوند كې نه احساس كړې وه او نه به يې بيا احساس كړمه.))

  پروين ملال، دغې ورځپاڼې ته د خپلو شعرونو او ادبي ليكنو لېږلو ته دوام وركړ او د همدې همكارۍ او د خپل ښه استعداد او پوهې له كبله په ۱۳۵۴ لمريز كال د طلوع افغان د هنري او ادبي پاڼې مسووله وټاكل شوه او تر ۱۳۵۷ پورې يې دا دنده ترسر ه كړه. په ۱۳۵۹ كې افغانستان راډيو ته راغله او پوره لس كاله يې د دغې راډيو په بيلابيلو څانګو كې د پروډيوسرې په توګه دنده ترسره كړه. په ۱۳۶۸ لمريز كال كې پېښور ته او له هغه ځايه كراچۍ ته لاړه او دا دى ترننه هلته اوسي. پروين په ۱۳۶۲ لمريز كال كې له ليكوال او كره كتونكي ارواښاد سيد جان ملال سره واده وكړ، خو د دغه ژوند سفر ډېر كم و، ځكه په ۱۳۶۸ كې سيدجان ملال په ناڅاپي ډول ومړ او دا يې د درد سيوري ته يوازې پرېښوده. پروين فيض زاده ملال هم شاعره ده او هم ليكواله، ګڼ شمېر مقالې او شعري كتابونه يې چاپ او خپاره شوي دي. په ۱۳۶۶ كې يې د اوښـكو تصوير وكېښ، ورپسې يې د هجرت په شپو كې تبجنې سپوږمۍ ته وژړل او بيا يې سپوږمۍ په ځنګل زار كې انځور كړه. دا چې د شعر مينه وال يې ډېر او دا درې كتابونه يې په بازار كې نه پيدا كېدل، نو د خزان پر طلايي پلونو يې پل كېښود او درې سره ټولګې يې د خزان طلايي پلونه په نامه ټولګه كې سره يو ځاى كړې. دا ټولګه دانش خپرندويه ټولنې په ۱۳۷۹ كې چاپ او خپره كړه. پروين ملال، كيسه ليكواله هم ده او د سپينې پاڼې په نامه د كيسو يوه ټولګه يې د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده. د پروين ملال شاعري، د درد شاعري ده، هره مصره او هر بيت يې د درد يوه كوكه ده او ډېرى شاعران له همدې كبله هغه د درد ملكه بولي، پيرمحمد كاروان هم پروين ملال د درد ملكه راپيژني او وايي:(( پروين ملال، په داسې وخت كې هجرت كړى و، چې له يوې خوا يې خپل محبوب وطن پرې ايښى و او دا چې ښځه ډېر نرم احساسات او باريك عواطف لري، خپل وطن پرېښودل هغه هم د يوه شاعر انسان لپاره، ډېره لويه علميه ده، له بل لوري له دې هجرت سره جوخت د ژوند ملګرى يې په ابدي بېلتانه ترې بيل شوى دى، چې دا يې دويمه علميه ده، نو دا دواړه علميې د دې په شعر كې سره نغښتې دي، څه د وطن جدايي او څه د ژوند د ملګرې جدايي، دې دواړو علميو د دې شعر ته يو ډېر عجيب او تغزلي درد وربښلى دى، چې زه خو ورته د درد ملكه وايمه.))

 كاروان ته د پروينې په شاعرۍ كې، چې څه خوند وركوي، هغه همدا درد دى: (( د دوى شاعري، نه يوازې په ښځينه شاعرانو، بلكې په ټوله پښتو شاعرۍ كې ډېره څرګنده او ډېره ښكلې شاعري ده. د دوى په شاعرۍ كې، چې زما څه خوښېږي، هغه درد دى. لكه څنګه، چې د دوى په ژوند كې ډېر دردونه او كړاوونه راغلي دي، هغه درد په صميميانه او ډېر عاطفي انداز په شعر كې يې راغلى دى، چې شعر ته يې يوه ځانګړې ښكلا وربښلې ده.))

 زلمى شاعر جيلاني جلان هم د پروين ملال په شعر كې د درد او سوز د ښكلا يادونه كوي: (( د پروين فيض زاده ملال شعرونه مې ځكه خوښېږي، چې د دې په شعرونو كې يو داسې درد، چې مايوسيت په كې نغښتى موجود دى. دا ډېره جالبه ده، چې پروينه پخپل شعر كې مايوسيت په شاعرانه انداز رانغاړي.))

دا هم د پروين ملال هغه شعر، چې سوز او درد نه ډك دى:

د غم كوڅه

غم ته مو د غم كيسه لا پاتې ده

شپې ته د تورتم كيسه لا پاتې ده

زما په وچ ګريوان پسرلى رانغى

سترګو ته د نم كيسه لا پاتې ده

دلته د ترنك څپو بندۍ كړمه

هلته د صنم كيسه لا پاتې ده

يو بېلتون د مينې بل د وينې دى

زغمه د ستم كيسه لا پاتې ده

نن د هاجرې شونډې بيا وچې دي

دشت ته د زمزم كيسه لا پاتې ده

ژوند دى تېروو يې د اغزو په سر

دم ته مو د دم كيسه لا پاتې ده

بيا د وخت توپان سترګې سرې كړې دي

نوح ته د بل چم كيسه لا پاتې ده

 په پښتو شعر كې د ښځينه احساساتو او عواطفو څرګندونه هغه مساله ده، چې ډېرۍ ښځو شاعرانو ورته ډېره توجه نه ده كړې، ډېرى ادبپوهان په دې نظر دي، چې تر ډېره بريده د هغه علت په ټولنه كې د مسلطو دود او دستورونو موجوديت دى. زموږ ډېرۍ ښځينه شاعرانو تل هڅه كړې، چې د خپلې ټولنې دستورونو ته د درناوي پخاطر، پخپلو شعرونو كې د خپلو احساساتو له څرګندولو ډډه كړې، خو يو كم شمېر ښځينه شاعرانو، دغې مسالې ته په پام سره، خپلې ويناوې په پرده كې نغښتې دي. پروين ملال هم يو له هغو كم شمېر ښځينه شاعرانو څخه ده، چې شعرونه يې دغه خصوصيت لري. نوموړې دغه احساسات لكه يوه پښتنه په حجاب كې نغښتي دي. اسدالله غضنفر يې د دغه كمال ستاينه په دې ټكو كې كوي: (( يوه ورځ ما له پروين ملال خور نه پوښتنه وكړه، چې د زنانه شاعري په حصه كې څه نظر لرې؟ ما ورته وويل، چې ځينې شاعرانې وايي، چې موږ نه شو كولى خپل ښځينه فطرت په شعر كې بيان كړو، ځكه چې دا ټولنه ډېره عجبه ټولنه ده، د فكر ازادي په كې نشته. دې راته وويل: زه اصلا د ښځينه او نارينه فطرت په نامه څه نه پېژنم، ټول انساني فطرت دى. دا خو د دې نظر و، مګر زما په خيال د دې په شعر كې د ښځينه فطرت ډېرې نښې وينو، چې دا د دې د شعر يو ډېر ښه خصوصيت دى. مثلا وايي: ته شاهى شاه جهان وې زه ملنګه د جـــهان شوم سجده مې ستا په در او په دربار وكړه ويده شوم په حقيقت كې دغه شعر راته وايي، چې دا د يوې ښځې شعر دى، زما په خيال دغه پښتو لنډۍ، چې اكثره ښځو ويلي دي، ځكه ښځينه فطرت يې په كې بيان كړى دى، نو ځكه نه يوازې د پښتو بلكې د دنيا د ادب په شان كارونو كې حسابېږي.))

 جلان هم ورته نظر لري او وايي: (( د دې په شعر كې د ښځينه احساس څرګندونه ده، دا خپل ښځينه احساس په ښه ډول په شعر كې څرګندوي، چې تر ډېره نورې ښځينه شاعرانې يې نه شي بيانولى.))

 نورالحبيب نثار، پروين ملال په دريو وروستيو لسيزو كې د پښتو يوه استازې شاعره ګڼي او وايي: (( د زركې له شاعرۍ نه وروسته، د پښتني ښځو محسوسات او مكنونات، چې دي د پروين ملال، خصوصا د يوې بېلتون ځپلې ښځې په شعرونو كې ډېر څرګند دي. د دې شعرونه په هر قالب كې يې، چې ويلي دي ډېر ښكلي دي، كه هغه ازاد دي او كه مقيد، هم د شاعرانه ژبې له لحاظه او هم د شاعرانه خيال او فكر له لحاظه ډېر په زړه پورې دي. زما په فكر له دې اړخه په تېرو دوه درې لسيزو كې پروين د افغاني شعر و ادب استازې شاعره ده.))

 په رښتيا هم پروين ملال پخپل هر شعر كې د ښځو ژوند او ښځينه احساسات انځوروي، د كونډې په نامه شعر يې ټول او ټول همدغه احساسات رانغاړلي دي:

 كونډه

زما د مړ مېړه ه له مړينې

څلور مياشتې او لس ورځې تېرې

مور مې بيګاه راته ويل

تېزې جامې مه كوه

په حويلي كې په لوړ غږ باندې خبرې مه كړه

شونډې دې وچې ساته

وېښته څپوله پرېږده

لار دې راسته وباسه

د باندې چا ته د بهر چې ننداره ونه كړې

پام چېرې سترګې په رانجه چې نه كړې

هغه دې نه دي اورېدلي چا نه

كونډه، چې سترګې توروي

زړه يې مېړه غواړي

***

پرونمې سر له ديواله اوچت كړ

خواښې مې وښكنځلم

د خپل ماشوم په لټون

تر دروازې ولاړمه

لېور په غټو كاڼو باندې وويشتمه

خسر مې ټولو ته اختر لپاره

د ښار نه ښكلې جامې راوړلې

زه چا پرې نه ښودم، چې لاس وروړمه

نندرور مې ويل لالا مې مړ دى ته جامې څه كوې؟

 ***

اوس به اختر، برات، روژه

 لكه پردي تېرېږي

اوس به ماښام

زما د كوټې لاټين په اوښكو بل وي

***

خسر مې وايي

چې د كونډې ډېوه مړه شوې

چېرې شيطان يې ننداره ونه كړي

چېرې د مړ مېړه په بڼه يې تر خوا ور نه شي

***

مور مې ويل، چې سترګې تورې نه كړې

كونډه چې سترګې توروې زړه يې مېړه غواړي.

 د ښځينه احساس او د ژوند د واقعيتونو په څرګندولو سربېره د دغه شعر يوه ښكلا دا هم ده، چې شاعرې د موضوع د بيان لپاره د داستاني رنګ ترڅنګه مناسب كلمات او رښتنې مكالمه هم كارولې ده، په تېره كله چې د كونډې د مور په ژبه غږېږي او وايي: لار دې راسته وباسه. له موضوع سره تړلي د داسې مكالمو كارول، پر شاعرانه صميميت دلالت كوي. پروين فيض زاده ملال يوه هدفمنده شاعره ده، هر شعر يې يوه موضوع او يوه محتوا افاده كوي، خو سربېره پر دې د خپل شعر شكلي او ښكلاييز جوړښت ته هم پوره پاملرنه كوي. اكثر شعرونه يې انځوريز او له تركيبونو مالامال دي، هغه هم نوي او حسي تركيبونه، غضنفر يې د شعر دې ښكلا ته داسې نغوته كوي: (( د پروين فيض زاده ملال په شاعري كې، يو شى، چې هميشه زما ډېره توجه جلب كړې ده، هغه تركيبونه دي. دا معمولا شاعرانه تركيبونه ډېر او ښه يې جوړوي. مثلا وايي: د تاك په ذهن كې انګوري خيالونه، انګوري خيالونه په پښتو ادب كې يو ښايسته او نوى تركيب دى. پروين ملال بل ځاى وايي: كوثري پيالې د تاك په غېږ كې وركړې- شاړ باغونه مو له سره انګوري كړې دلته دا د باغونو انګوري كېدل يا كوثري پيالې نوې او په زړه پورې تركيبونه دي.))

 غضنفر وړاندې وايي: (( زموږ په پخوانۍ او كلاسيكه يا ديواني شاعرۍ كې تركيبونو ته ډېره توجه نه كېده، خو په شلمه پېړۍ كې دغه شي ته توجه وشوه، چې زما په خيال دا د شعر په ښايست او د ښايسته شعري جملو په جوړولو كې او د نويو خيالونو په انځورولو كې لويه برخه لري. پروين ملال په دې برخه كې ډېره كاميابه ده.))

 كاروان يې شاعري پښتنه او په حجاب كې نغښتې ګڼي: (( كوم دردونه- كړاوونه او كوم ښځينه احساسات، چې دي، دې په ډېر حجاب او نغښتي انداز پخپلو شعرونو كې راوړي دي، يعنې ډېره بې باكه او بربنډه شاعري يې نه ده كړې، بلكې پښتنه شاعري يې كړې ده. د استاد الفت په وينا لكه څنګه، چې ښـځه په حجاب كې ښه ښكاري، دغسې خبره هم په حجاب كې خوند كوي. زه چې ګورم د دوى ټول تغزل او شعريت په پرده كې نغښتى دى. په ټوله معنى سړى ويلى شي، چې پروين ملال يوه پښتنه شاعره ده.))

دا هم د پروين ملال هغه شعر، چې پورته يادې ښكلاوې په كې ځل وهي:

 لونګينه په څنګ څنګ راواوړه

د سيند اوبه د ورا سندره بولي

د سپوږمۍ وړانګو د رڼا په ژبه

د ساحلونو د ښكلا قصيده ولوستله

د چنارونو پاڼو

د چا د ګڼ كميس

د سپين پالو په شانې

ورسره ښكلي اتڼونه سر كړه

***

ماښامنۍ وږمه په غېږه كې خپل

د سيند د هغې غاړې

د مست اتڼ مسته سندره راوړي

لونګينه په څنګ څنګ راواوړه

په څنګ راواوړه، چې دې وشمېرم خالونه

***

د سيند په هغه غاړه

زما د ورور واده دى

شپې ته خو وينې كه نه؟

څه بې مثاله ستا شېبې دي هلته

زما د پلار د كلا هسك برجونه

د اسمان ستوري پخپل څوكو اخلي

زما د ورور د لاس نكرېزې په شپه

د مازيګر سره شفقونه راوړي

شمله يې هسكه ده تر هسك نښتره

د سپين نرګس په شانې

ښكلو جامو كې لكه زيرى د سبا

ځلېږي مخ ته يې اس ولاړ دى

پښه په ركاب كې ږدي

بابا پګړۍ كې ورته ګل ټومبي

ښكاري، چې درومي او له بر كلي نه ناوې راوړي

 ***

د سيند په هغه غاړه زما

د پلار كاله كې

ښكلي او رنګينه شپه ده

د سيند په دغه غاړه

په ما بدمرغه شپه ده

سپوږمۍ ته وينې كه نه؟

چې زه د دوو قومونو

د تاريخي بديو

د نسل نسل ځنځيرونه

په ورېښمينو پښو كې

څنګه وړمه

 زه د بديو بدل

زه د بدۍ قرباني

زه د مېړه زه د خاوند زه د واكدار نارينه

د امر حكم بندۍ

د نسل نسل د مينځتوب انځور

د نسل نسل د كړيو زولنو عروج

زما ژوندون دى د واكدار نارينه

د يوه نه په حد كې

د يوه نه په پولو

د يوه نه تر حكمه

د دغه نه او نه باران كې زه

د ورور واده ته نشمه تلى.

 كوم شاعران، چې نوې او خپلې خبرې كوي او خپلې تجربې بيانوي، ادبپوهان يې لوى شاعران ګڼي. په شعر كې د شاعر له خوا د خپلو تجربو او نويو خبرو څخه يوه موخه دا ده، چې لوستونكي په اسانه كولى شي، هغه وخت او مكان په ساده ډول وپېژني او په يو ډول د تكرار مخه ونيول شي. د پروين ملال شعرونه دا كمال هم لري، غضنفر د پروين ملال د شعر د دغه كمال يادونه داسې كوي: (( زما په خيال هر ښه شاعر، هر تكړه شاعر او هر لوى شاعر بايد هغه خبرې ونه كړي، چې په نورو كتابونو كې راغلې دي. هغه څه، چې خوشال بابا ويلي دي، هغه څه، چې رحمان بابا ويلي دي، كه اوسني شاعران هم هماغه څه ووايي نو دا به لويه شاعري نه وي، كه بيا هم شاعر راولاړ شي او ووايي، چې سترګې دې د نرګس غوندې دي، دا به زړه خبره وي مګر دا چې يو نوى اړخ په كې پيدا كړي. له دغې سرېزې مې اصلي مقصد دا دى، چې معمولا د هغه شاعر شعر ارزښت لري، چې د شاعر له خپله ژونده الهام اخيستى وي، كه شاعر له خپلې تجربې راته خبرې ونه كړي، نو زه د ده كتاب ولې ولولم، زه خو د لوستونكي په صفت د ده كتاب ځكه لولم، چې دى له خپلو تجربو راته غږېږي، او په دې ډول ادبيات غني كوي.))

 د غضنفر پر دې ځانګړتيا ځكه ډېر ټينګار كوي، چې د يوه شاعر له خوا د خپلو تجربو په بيانولو سره لوستونكى د هغه له ژوند سره اشنا كېږي او تجربې يې پراختيا مومي: (( هر انسان يو ژوند كوي او د هر انسان ژوند له بله بېل دى.نو زه ادبيات( كيسه او شعر) ځكه لولم، چې د نورو له ژونده هم خبر شم. د نورو په ژوند كې هم د خيال له لارې شركت وكړم او خپل خيال، خپل ژوند او د خپل ژوند تجربه غني كړم، چې د ژوند په حصه كې مې بصيرت او معلومات ډېر شي.))

 غضنفر دا كار پر ادب يوه اضافه ګڼي: (( پروين فيض زاده ملال پخپلو ډېرو شعرونو كې د خپل ژوند تجربه راته بيانوي، په كومو شعرونو كې، چې دې د خپل ژوند له تجربو الهام اخيستى، زما په خيال هغه يې ډېر اوچت او عالي شعرونه دي. مثلا د كونډې په نامه د دې يو شعر څو ورځې دمخه ما ولوست، په دې شعر كې دا وايي، چې خواښې مې راته وويل، چې آيينې ته مه درېږه، چې ته كونډه يې، يا مور راته وايي، سترګې مه توروه ځكه چې ته كونډه يې، پروين خور، چې په خپل ژوند كې هم كونډه ده، نو د يوې كونډې د ژوند تجربه يې او د يوې كونډې احساسات يې پخپل دې شعر كې ښه منعكس كړي دي، دا په حقيقت كې په ادب يوه اضافه ده.))

د پروين ملال دغه شعر همدا ځانګړنه لري:

 دوهم واده

 كه راته وبښي ټول ستوري د لمرو په شانې

 او اوبه راكړي د سپوږمۍ د چينو

جامې مې جوړې د حرير او شبنم

شونډو ته رنګ د مرجان

د سترګو تور مې وي د يو زرو شپو

لاس ته باهو د هالې

شور د كونګرو د جنتي سندرو

مخ ته رڼا د نور د غره ځينې

د غاړې هار مې د بوډۍ له ټاله

د غوږ لښتۍ مې د پروين او د زهرې له څوكو

***

كه راته وبښي ادم ټول له غلمانو سره

تندي د جام د كوثري پيالو

بستر مې جوړ وي د فردوس

د اووه رنګه ورېشم

تلتك د خوب او د نرمۍ له ښاره

بالښت د ناز او لطافته ځينې

پالنګ مې وي د سرو ياقوتو خرمن

د خونې چت مې د سكندر د آيينو تصوير

پردې د وړانګو او څپو كه وي

كه راته وبښي محل د تاج محل نه جوړ

د فوارو د تن يې سپينې چينې د الماسي ځلونو

ګلان د مينې طراوت سمبول

د ونو پاڼې زمرودي خوبونه

لارې يې په لار يې د سرو او سپينو

چمن چمن واښه يې ښكلي د جانان له خياله

هسك هسك برجونه يې د جنت منارې

اسمان ټټر يې لاجوردي كانونه

زه به دې ټولو باندې څه وكړمه

زه به دې تولو ته تفسير څنګه شم

د دغو ټولو د ګلو حسن به څوك وستايي

زما د هستۍ زما د ښايست بها به څوك وټاكي

زما خاوند زما مېړه زما تفسير د حسن

بيګاه د بل چا په پالنګ ختلى

او ما ته نه راګوري

ځكه هغه

دوهم واده كړى دى.

 همدارنګه پروين ملال په خپل شعر كې د هجرت د شېبو انځورونه هم كړې ده. د افغانستان د ناورين په كلونو كې زموږ ډېرى شاعران بهرنيو ملكونو ته په كډې كولو اړ شول او هلته يې په پردي ديار كې د مساپرۍ سختې شپې وګاللې. پروين ملال هم يو له همدغو شاعرانو څخه ده، چې د هجرت سخت ژوند يې زغملى او لا هم مساپره ده. د مساپرۍ د سختو شېبو انځورونې د دې شعر ته يوه خاصه ښكلا وربرخه كړې ده، غضنفر همدا خبره كوي: (( څو كاله كېږي، چې پروين خور له وطنه بهر په كراچۍ كې اوسي. دې دغه د مسافرۍ تجربې او له وطنه د يوه لرې شوي انسان تجربې په ښه ډول پخپلو شعرونو كې منعكسې كړې دي. دغه راز په وطن كې په تېرو كلونو كې جنګونه وو، لويې بدمرغۍ وې، دغو جنګونو او بدمرغيو تل د دې شعرونو ته لاره كړې، دغه تجربې، چې د دې له ژوند او چاپيريال سره تعلق لري، د دې شعر ته يو خاص هويت، طرز او يو بيل مضمون وربښلى دى.))

  جلان هم په لنډو ټكو كې د دغې ځانګړنې يادونه كوي: (( دې د هجرت د ژوند پېښې پخپل شعر كې په انځوريز ډول انځور كړې دي، دغو تجربو د دې شعر ته خاصه ښكلا وربرخه كړې ده.))

 غضنفر د پروين د شعر يو بل خصوصيت دا راپه ګوته كوي، چې په شعر كې خپل ځانګړي كلمات او مفاهيم لري: (( پروين خور ځينې داسې كليمې او مفاهيم لري، چې د دې د شعري سبك په رامنځته كولو كې برخه لري، داسې شيان دي، چې دا ورسره خاصه دلچسپي لري، د دې په هغو كلمو كې، چې دا ورسره دلچسپي لري، يوه هم د سپوږمۍ كلمه ده، زه چې د دې په هر بيت كې د سپوږمۍ كلمه او ذكر ووينم خوند ترې اخلم، ځكه چې سپوږمۍ قدرتي ښكلې ده او يوه رازداره ښكلا لري. تاسو وګورئ په اسمان كې ستوري هم شته خو په پښتو ادب كې سپوږمۍ ته د خپل ښايست پخاطر د اسمان پېغله وايي.))

 غضنفر په داسې حال كې، چې وايي د پروين ملال شعر د سپوږمۍ له ذكره مالامال دى، هيله څرګندوي، چې يو ځوان څېړونكى راپيدا شي او د دې هغه بيتونه راجدا كړي، چې سپوږمۍ يې په كې ياده كړې ده. وزن او موسيقي د شعر هغه توكي دي، چې د شعر ښكلا يو په دوه كوي، د شعر وزن د كلماتو پر خپل ځاى او سمې كارونې پورې تړاو لري، كه شاعر پخپل شعر كې كلمات سم ځاى په ځاى كړي نو يو ډول تناسب به يې رامنځته او خپل شعر ته به يې سم وزن ور په برخه كړى وي. پروين ملال دغه اصل ته ډيره توجه كوي او په شعر د كلماتو اوډون ته ډېر ارزښت وركوي. كاروان د پروين ملال په شعر كې يوه ښكلا د هغه وزن او موسيقيت بولي: (( د دې په شعر كې موسيقي په ډېر ښكلي انداز راغلې ده، كه چېرې د اتڼچې په نوم شعر يې وګورئ وبه وايئ، چې لفظونه د ښاپيريو په څېر ډول ته ناڅي، دغسې يو رقصان حالت په كې دى. په نورو شعرونو كې يې هم موسيقيت او ترنم په ډېر ښه او ښكلي انداز راغلى دى.))

 نثار، چې موسيقي د ښځينه شاعرۍ خصوصيت ګڼي او په دې ګروهه دى، چې په عمومي صورت د ښځينه شاعرانو په شعرونو كې موسيقي ډېره زوروره وي، وايي: (( تاسو وګورئ! په ټپه كې څومره درد دى، څومره سوز او څومره موسيقيت دى، ټپه اصلا د ښځو ايجاد دى، نو د دې په شعر كې ښه مستانه طرزونه، ښه آهنګونه او ښه ترنمونه شته دي، زه يقين لرم كه د دې شعرونه په كمپوز كې وويل شي، د هغه سوز او درد به يو په دوه شي.))

شعر ته له كره كتنې څخه عمومي موخه دا وي، چې د هغه ځانګړتياوې او نيمګړتياوې په ګوته شي. په نړۍ كې حتى هيڅ يو داسې لوى شاعر به هم نه وي، چې يو نيم شعر يې له نيمګړتياوو خالي نه وي. كيداى شي يو شاعر پخپلو شعرونو كې ګڼې ښكلاوې رانغښتې وي، چې حتى كېداى شي د هغه د سبك په رامنځته كولو كې ونډه ترسره كړې وي، خو دا هم كېداى شي، چې ځينې نورو ښكلاوو ته نه وي ځير شوى. د پروين ملال په شعر كې كومه داسې خاصه نيمګړتيا نه تر سترګو كېږي، خو غضنفر په دې نظر دى، چې پروين ملال له شعر سره ډېر ذهني برخورد كوي او حسي موضوعاتو ته يې توجه كمه ده: (( موږ د شعر د لوستلو پر وخت له هغو مسايلو او موضوعاتو سره ډېره دلچسپي لرو، چې احساس يې كړى شو، چې عواطف مو ورسره وپارېږي، چې د پنځه ګونو حواسو په ذريعه د لمس امكان يې ډېر وي، البته د خيالي لمس. پروين ملال دغو مسايلو ته ډېره توجه نه كوي، دا له ذهني تصويرونو سره ډېره علاقه لري، چې البته دا د شاعرۍ سبك دى، ځينې شاعران داسې دي، چې له ذهني تصويرونو سره يې ډېره جوړه وي.))

 د پروين ملال شعرونه ځينې نورې ځانګړنې هم لري، چې د ډېر بحث غوښتنه كوي. كيداى شي زموږ ځوان ليكوال د غو ځانګړنو په رابرسيره كولو سره د دغې درنې شاعرې، د شعر وشاعرۍ په لا ځلونه كې خپله ونډه ترسره كړي.