ومان نيازى؛ په متناسبه ژبه، د كليوال ژوند انځوروونكى
ادبي ګزارشي ليكنه(۸)
ومان نيازى؛
په متناسبه ژبه،
د كليوال ژوند انځوروونكى
شعر يوه غير عادي وينا ده؛ په ظاهره خو دا يوه ډېره ساده جمله ښكاري خو د معنى او مفهوم له مخې د يوې ډېرې ژورې خبرې څرګندويي كوي او دا راته وايي، چې د شعر او عادي وينا ترمنځ ژور واټن او توپير موجود دى. د شعر او عادي وينا ترمنځ توپير په دې كې نغښتى، چې په عادي وينا كې ډېر اثر، نظم، تناسب او د ژبنيو جوړښتونو توپير ته ډېره توجه او پاملرنه نه كېږي.
شاعر هڅه كوي، چې پر لوستونكو او اوريدونكو د يوه ځانګړي اغېز پرېباسلو پخاطر، پخپله وينا كې يوه ځانګړې موخه د ښكلو لفظونو په اوډون سره راونغاړي او هغه فكر كولو ته اړباسي. د اكثرو ادبپوهانو په قول په كومه وينا كې، چې دغه قوت موجود وي، هغه شعر دى، اوبه رنګه همداسې يو كلام دى:
اوبه رنګه
د جنت رڼا ته جوړه
د جنت په اوبو ولې
تر خامچكې مڼې سپينه
تر هوا پستې څنګلې
هر ايت يې په سرو شونډو
د باران شنه ترانه ده
په كې هر لمونځ روا كېږي
د محراب غوندې سينه ده
اوبه رنګه شان غرڅه ده
ګردې ګردې رڼې سترګې
توتكيو غوندې رېږدي
كه دې ګوتې كړې ورغبرګې
د ژوندي زيارت په څېرېې
په ګومبزو كې درزا ده
نه يې خال شته نه يې زخه
كليمې ته ورته زما ده
كوم مئين چې يې په زړه وي
څانګه څانګه وغوړېږي
اوبه رنګه په دې نه ده
چې په چا به روا كېږي
دا شعر د هغه شاعر دى، چې معمولا پخپلو شعرونو كې د كليو منظر كشي كوي او خپله متناسبه ژبه ورسره كاروي.
دا شاعر ښاغلى ومان نيازى دى، زموږ د روان ادبي بهير هغه شاعر، چې شعر يې خپل جلا كيف او خوند لري او د زرګونو شعرونو په منځ كې پېژندل كېږي او دا هغه وياړ دى، چې په هر عصر كې، په ډير مشكل د چا په برخه كېږي.
ومان هغه شاعر دى، چې شاعري يې د سترګو او هغه هم د ملالو سترګو په انځورولو پيل كړې ده: (( له طنزيه شعرونو وروسته لومړنى بيت، چې ما وليكه او زما په خپله هم خوښ شو، هغه، هغه و، چې وايي:
زما له قبره به باڼه ټوكېږي
ملالو سترګو ته مې ډېركتلې
ما ويل لكه چې لاره همدا ده او شاعري مي په ملالو سترګو پيل كړه.))
ومان، چې بشپړ نوم يې عبدالرحمن ومان نيازى دى، په ۱۳۴۸لمريز كال د غزني د اندړو ولسوالۍ د شمشي په كلي كې، د ښاغلي عبدالغفار په كاله كې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. همدا، چې اووه كلن شو، د ښوونځي پر وره ورننوت او اوس د پوليسو اكاډمۍ د حقوقو د څانګې استاد دى.
ومان لا ډېر تنكى و، چې د شعر ښاپيرۍ يې د خيال په جونګړه كې دېره شوه. د ده د شاعرۍ عجيب او خوندور پيل دى: (( زه، چې درېيم، څلورم صنف كې د مكتب وم، رسمونه به مې ايستل، معمولا د خلكو څېرې به مې رسمولې، له هغه وروسته مې يو وخت له لنډيو سره علاقه پيدا شوه، بيا مې د رسامۍ په دوام طنزيه شعرونه وليكل او زما شاعري دغسې پسې پيل شوه.))
د ومان شاعري، د اويايمې لسيزې په نيمايي كې ګل وكړ او ډېر ژر يې د ښكلې ارايې له كبله، د ډېرو زړونو واكمني خپله كړه.
د ومان د شعرونو يوه ټولګه په ۱۳۸۶ لمريز كال له چاپه راووته، چې دا څراغ درسره واخله نومېږي.
ومان د تجدد او نويوالي پلوى شاعر دى او ډېره هڅه كوي داسې څه راوپنځوي، چې له مانيز او ښكلاييز پلوه خپل نويوالى ولري او دا هغه څه دي، چې نوښت بلل كېږي.
يو نوښت، چې د ده په شعرونو كې ډېر ترسترګو كېږي، هغه له موضوع سره د متناسبې ژبې كارونه ده، اسدالله غضنفر، د ده په شعر كې همدې ښكلا ته ځير شوى: (( دى، چې كومه موضوع بيانوي، هغه د كليو منظركشي ده، معمولا د غزني د خوا د كليو منظرې دي، چې موږ يې ننداره كوو. دى له همدغو منظرو سره يوه متناسبه ژبه لري، د دې ژبې او محتوا ترمنځ يو تناسب شته دى او دا تناسب يوه ښكلا رامنځته كوي. د ومان د شعر يوه لويه ښكلا همدا ده.))
نذيراحمد نذير هم په همدې نظر دى او وايي، چې ومان د كليوال ژوند انځورونكى شاعر دى: (( تل يې دا هڅه كړې، چې نوي كليوال انځورونه په نوي انداز په خپلو شعرونو كې راوړي، چې دا يې يو ستر برياليتوب دى او هغو كسانو، چې په كليو كې ژوندى كړى دى، دغه انځورونه يې په زړه ښه لګېږي، ښايي عادي پېښې به وي، خو د ده كمال په دې كې دى، چې هغه داسې انځوروي، چې د سړي زړه ته ورلوېږي.))
عبدالغفور ليوال، چې په شعر كې د اشنا موقعيتونو هنري انځورول كمال په ګوته كوي او د شاعرۍ لوى امتياز صميميت راپېژني، وايي، چې ومان اشنا موقعيتونه په هنرمندانه ډول انځوروي. ليوال د ومان د شعر دې ښكلا ته د اشنا ذهني موقعيتونو د انځورولو نوم وركوي: (( موږ ډېرځله په شعر كې د اشنا ذهني موقعيتونو په لټه كې يو، ځكه چې موږ له داسې موقعيتونو سره يو ډول ذهني رابطه لرو او ومان نيازى داسې موقعيتونه ډېر ښه تصويروي، ومان كلي تصويروي، زيارتونه تصويروي، هغه چاپيريال تصويروي، چې موږ په كې لوى شوي يو. موږ ناخوداګاهي تاريخ په كې لرو، نه يوازې موږ بلكې زموږ نيكونه او زموږ ټول قام او ټول تاريخ په هغه چاپيريال كې تېر شوى دى.))
ليوال وړاندې د اشنا موقعيتونو هنري انځورول، چې تكراري بڼه و نه لري، د شاعر كمال په ګوته كوي: (( په شعر كې د اشنا موقعيتونو هنرمندانه تصويرول يو كمال دى، خو نه په مبتذل او تكراري شكل، بلكې شاعر ته ښايي، چې دغه انځورونه د نويو نويو كلماتو، جملو، سمبولونو او تصويرونو د كارولو په مټ تر سره كړي.))
ليوال د ومان نيازي د شډل اشنا د شعر، چې په هغه كې دى د خپل ماشومتوب د دورې له يوې همزولې سره خبرې كوي، يادونه كوي او ومان د ځانګړي سبك خاوند شاعر راپېژني: (( د دغه شعر ټول حركت له پيل نه ترپايه پورې په داسې يوه محيط كې ترسره كېږي، چې موږ هغه پېژنو خو د ده رابطه له خپلې همزولې سره، د ده مينه له خپلې همزولې سره او هغه پېښې، چې پېښېږي، ټولې تازه او ابتكاري دي. نو په داسې يو اشنا، صميمي او موږ ته ګران محيط كې د نويو، په زړه پوريو او مينه ګركو تصويرونو، حالاتو او پيښو تمثيلول د ومان د شاعرۍ كمال دى، چې زه فكر كوم په دې برخه كې ومان يو ډول سرلارى او په دې برخه كې د يوه ځانګړي سبك او دود خاوند شاعر دى.))
دا هم د ومان د شډل اشنا په نوم شعر، چې د پورته ځانګړنو پر شتون سربېره، د سيمه ييزې او كليوالې ژبې كارونې، چې له موضوع سره ښه تناسب په ليدل كېږي، بېله ښكلا وربښلې ده:
شډل اشنا
شډل اشنا ښه شو چې راغلې په خېر
د مېږو پوڅه مې ساتلې درته
شينكي بادرنګ مې دي له خپل پا لېزه
هغه غړكه له شړومبو ډكه ده
((نوين))شړومبى به ترې ښه ډېر و څښو
ابۍ كټوه په ځاى كړې چېرې
ها د جوال شا به څه ولټوو
ماته ابۍ هره ورځ ((گاړه))ساتي
هغه نن ته وڅټه
د غرمې خوب به راځه
د هغه توت سيوري ته ورسوو
كه دې ذكات څه د سندرو باسې
نو مازديګر به يو څه لوړ و خېژو
يوه غرنۍ به ښه په شرنګ ووايو
سږ كال مو غر وطنه! ډېر سپېره دى
پرې چې په غره كې ازانګې راشنې شي
هسې اشنا د چا راپام خو نه دى
دې ګريوانو ته به غبرګ لاس واچوو
د زړه خواله به سره وكړو راځه
چې د ماښام چلم مو وڅكول
بيا به پښې را پسې و كښوو
تا به له سپو نه څه په څنګ تېر كړم
زموږ كېږدۍ نه به پېلوځى واخلې
ماته يوه لنډه نرۍ لار معلومه
چې ستاسو كلي ته ځي
ډاكټر منقادالرحمن رودوال، د ومان د شعر يوه ځانګړنه، دا په ګوته كوي، چې سيمه ييز مسايل په كې په خپله اره بڼه، په پوره صميميت او صداقت رااخيستل شوي دي: (( يو څيز، چې د ومان په شعر كې استثنا ده، هغه دا ده، چې دى خپل فلكلوريك، سيمه ييز او محلي مسايل لكه څنګه، چې دي هماغسې را اخلي او دى د خپلې سيمې د فلكلور، كلچر او ولس يوه رښتنې استازولي كوي، چې دا كار د ده شعر ته يوه استثنا وربښي، خو همدغه كيفيت د ده شعر ته يوه بله استثناهم وربـښي، چې هغه د ده سيمه ييزه ژبه ده.))
رودوال وړاندې دا هم وايي، چې ومان پخپل شعر كې خپلې ځانګړې ځانګړتياوې لري: (( ومان په خپل شعر كې ډېر داسې څه لري، چې هغه يوازې د ده ځانګړتياوې دي، دې كې هيڅ شك نشته، چې ومان په خپل شعر كې نوي مسايل لري، داسې مسايل، چې پخوا چا نه دي ويلي. كه په دې برخه كې يوازې د ده د شعري ټولګې نوم ته، چې "دا څراغ درسره واخله!" نومېږي، تم شو، په دغه نوم كې په خپله يو پيغام نغښتى دى، سره له دې، چې دا څراغ درسره واخله يو پيغام وركوي، ضمنا دغه جمله داهم وايي، چې حالات داسې دي، چې څراغ ته هم اړتيا شته دى. يعنې تياره ده. كه د كتاب انځور ته وګورو، انځور داسې دى چې اصلا څراغ دى، انسان دى او هغه څراغ، چې دى يو ډول له انسان نه روښانېږي. په حقيقت كې انسان په خپله يو څراغ دى. معنى دا، چې څراغ د انسان پر سر دى يعنې روښنايي يو افاقي څېز دى. دغه انسان بيا ناست دى، سر يې په زنګانه ايښى او چرت وهي، او دا هر څه د دې څرګندويي كوي، چې د ومان شعر له سره تر پايه فكري غنى څخه برخمن دى.))
د ومان د شعر يوه ښكلا په دې كې نغښتې، چې له فلكلوريك ادب سره ژور تړاو او پيوستون لري او د دې ښكارندويي كوي، چې ومان له فلكلوريك ادب سره ډېر اشنا دى او مينه ورسره لري. غضنفر دې پيوستون ته په اشارې سره وايي: (( د ومان په شعر كې د پښتو له فلكوريك ادب سره يو ډېر ژور او كامياب پيوستون موجود دى، ما چې د ده شعرونه كله لوستي او خصوصا كله چې مې د ده د شعر كتاب دا څراغ درسره واخله كتاب ولوست، يو ځل بيا په دې باوري شوم، چې موږ بايد له يوې خوا د دنيا شعرونه ولولو، نوي شعرونه ولولو، نوي زمانه درك كړو او له بلې خوا بايد خپلو ډېرو پخوانيو او ډېرو تېرو دودونو، فكرونو او فلكلور ته مراجعه وكړو، ځكه دا فلكلور زموږ رېښې دي او كه چېرې موږ له خپلو رېښو سره تعلق ونه لرو نو موږ به يو قسم پا درهوا ادبيات ولرو، هغه ادبيات بيا درېدى نه شي، لكه ونه چې بې رېښې وي. خو ومان د شعر يوه داسې ښكلې ونه درولې ده، چې د افغانستان په فلكلور او د پښتو په ولسي ادب كې ډېرې ژورې رېښې لري. زما په خيال دا د ده د شعر يو لوى امتياز دى.))
غضنفر وړاندې د ومان په يو شعر كې، چې زلزله نومېږي، فلكلوريك تړاو ته نغوته كوي او وايي: (( ومان د زلزلې ترسرليك لاندې شعر كې وايي:
شرنګ شو يوناڅاپه دړې وړې مهين جام شو - شپه وزنګېده، زنګېده را سورى بام شو
دغه د زنګېدلو دوباره تكرار يو معنوي كمال لري، ځكه چې زنګېدل يو ډول تسلسل دى او زنګېدل يو ډول اهتزازي حالت دى، نو د دې كليمې په تكرار سره هماغه حالت تداعي كېږي. له دې نه علاوه د فلكلوريك ادب يو تختنيك هم دى، په فلكوريكو سندرو كې، په فلكوريك ادب كې كه يوه كليمه تكرارېږي، دا يو قسم موږ خپلو رېښو ته ورولي.))
غضنفر، په داسې حال كې، چې دغه ځانګړنه د ومان يو لوى كمال بولي، دغه كمال ته د رسيدو او د اوچت ادب د رامنځته كېدو لپاره زلمو شاعرانو ته وړانديز كوي، چې هم دې د دنيا تر ټولو عصري ادب ولولي او هم دې د خپل ولس، ترټولو پخوانى، ولسي او بدوي ادب ولولي.
دا چې ولې د ومان شعرونه كليوالي او فلكلوريك رنګ او خوند لري، پخپله ومان په دې اړه وايي: (( ما لوست په ښار كې كړى خو خوى او طبعه مې د كلي ساتلې او شاعري مې هم له كلي نه شروع كړې ده.))
د ښه شعر او بد شعر تر منځ توپير دا دى، چې په ښه شعر كې نوى ديد او نوې تجربه موجوده وي او دا هغه ځانګړنه ده، چې د ومان شعر ترې برخمن دى. د ومان هر شعر البته له خپل ځانګړي طرز سره د هغه خپله خبره او خپله تجربه ده. ليوال هم په همدې باور دى او له همدې كبله ومان يو بريالى شاعر بولي: (( ومان ډېره ځله د خپلو شاعرانه تجربو په تمثيل كې بريالى دى، هيڅكله ما د ومان داسې شعر نه دى لوستى، چې هغه دې نه وي تجربه كړى او په خپل روحي ژوند كې يې له هغه خوند نه وي اخيستى. تصنع او تكلف په شعر كې هغه مهال رامنځته كېږي، چې شاعر هغه څه ووايي، چې تجربه كړې يې نه وي او هرڅومره، چې موږ خپلې تجربې په صادقانه ډول او په صميمي ژبه لوستونكي ته ارايه كوو، هماغومره بريالي يو او ومان يو همداسې بريالى شاعر دى.))
د ومان د شاعرۍ يو كمال د هغه ډېر انځوريزتوب هم دى، كوم انځور چې ومان پخپل شعر كې راوړي، هغه د سړي سترګو ته درېږي. ومان پخپلو شعرونو كې داسې انځورونه، په تېره ذهني انځورونه او تركيبونه زموږ مخې ته ږدي، چې د پوره درك او افادې وړ دي او كه يو رسام ته يې ور كړو، هغه رسم كړى شي. غضنفر د دې كمال شتون په دې كې ويني، چې ومان پر يو شاعر سربېره نقاش هم دى او د نقاش كار دا دى، چې دغه قوت يې په پنځونه كې موجود وي: (( دى په خپله رسام او نقاش دى او نقاش بايد يو څه سترګو ته ودروي، نقاش دا قدرت نه لري، چې له موږ سره د خپل هنر په ژبه خبرې وكړي، نقاش دا قدرت نه لري، چې يو څه راواوروي، نقاش دا كار نه كوي، چې يو څه راوڅكي، خو نقاش دا كولاى شي، چې يو څه مو سترګو ته ودروي او سترګو ته درول د شعر يو مهم كار هم دى. ګومان كوم د نقاشي هنر د ده په شعرباندې يو ژور او مثبت اغېز كړى دى. دى معمولا حتى كه يوه ډېره ذهني خبره هم كوي او كه يوه ډېره ذهني موضوع هم بيانوي، معمولا له تصويره ډكه او زموږ حواسو ته مخاطبه وي. همدا د زلزلې شعر، چې مې درته ووايه:
شرنګ شو يوناڅاپه دړې وړې مهين جام شو - شپه وزنګېده، زنګېده را سورى بام شو
د بام سوري كېدل، د مهين جام دړې وړې كېدل ټول تصويرونه دي، چې سترګو ته مو درېږي. تر اخره پورې دا شعر همداسې دى. خو يوازې دا شعر يې نه دى، ګومان كوم ټوله شاعري يې همداسې تصويري ده. نوي او له موضوع سره اړوند تصويرونه دي. ډېر كمالي او ډېراغېزناك تصويرونه.))
دا هم د ومان د زلزلې پوره تصويري شعر:
زلزله
شرنګ شو يو ناڅاپه دړې وړې مهين جام شو
شپه وځنګېده، ځنګېده را سورى بام شو
و خرسېدو خرپ شو د شاتير ملايې ماته شوه
و تمبېده خونه د هر تير ملايې ماته شوه
تورې پيشو هلته په كوترو ينه يخه كړه
اس وششنېده، ششنېده پرته يې مخه كړه
پړى يې را پرې كړ په چرګوړو كې غوا وخته
د برګ تازي كوړنچى شو په چوتره كې يې ساه وخته
تندې پسې واخيستم اوچت مې په سر واړاوه
لاس مې كړ، ګړي ته سلامت مې په سرواړاوه
بوره مېږه ناسته په ماتم د خپلو وريو وه
ټوله كلا زوږ په سر اخيستې د زاريو وه
ځاله رانه وركه هم د ځان هم د مرغيو وه
لمنه مې چې څنډ وهله ډكه له كوكيو وه
ووتې مستورې جينكۍ له ستره ووتې
چا نه وې ليدلې لكه پۍ له ستره ووتې
لوڅې پښې هر سړى ولاړ په استغفار وو
مخ مې شاته واړاوه پرته ، روان مار وو
ما بلا خوړلي هلته هېره كليمه كړله
ته راغلې او تا راسره تېره كليمه كړله
غرونو نه راغلى په هواره كې ملنګ شوم
ربه، ربه، ربه زلزلو نه دې په تنګ شوم
ومان ډېر ځله ازاد شعرونه ليكي، هغه هم ډېر لنډ ازاد شعرونه. ځينې شعرونه يې دوه يا درې كرښې وي او خپل تصوير په كمو لفظونو او كلمو كې رانغاړي. هو ايجاز د ومان د شعر يوه په زړه پورې ځانګړنه ده، ده تر ډېره هڅه كړې، چې يوه موضوع په لنډه خو ښكلې توګه راونغاړي. كه يوه موضوع په يو بيت كې په ښكلې بڼه ارايه كېداى شي، د هغې د غزل كولو او قصيده كولو تكل نه كوي. غضنفر دا د ومان نوښت په ګوته كوي او په دې نظر دى، چې نور شاعران هم بايد د ايجاز مسالې ته پام وكړي او بې ځايه دې خپله خبره نه اوږدوي: (( د ومان صاحب په شعر كې يو ډول ايجاز وينو، دى خبره نه اوږدوي، خبره چې څومره وي، هغومره يې كوي. د همدغې ځانګړنې په وجه د ده داسې شعرونه هم وينو، چې صرف يو بيت دى، يو بيت يې ويلى دى، بل بيت ذهن ته نه دى ورغلى. د ځينو شاعرانو غوندې يې نه دي كړي، چې يو ښه بيت يې ويلى دى بيا يې نو خامخا د دغه يو بيت په خاطر غزل پسې ويلى دى، ده په هماغه يوه بيت اكتفا كړې ده. زما په خيال د ومان دغه نوښت هم د تقدير وړ دى، نور هم بايد همداسې وكړي.))
ليوال، چې شعر د عيني او ذهني تصويرونو ارايه بولي، د ومان لنډ شعرونه خوښوي، خو ورسره ورسره دا هم وايي، چې: (( ځينې واړه تصويرونه يوازې خوند كوي، چې راوړل شي، اما په ازاده شاعري كې، خو په هغه قالبي شاعري كې، چې هلته اوږدوالى د يوې اړتيا په توګه پېژنو، هلته بيا موږ د خلاصه نويسي يا لنډې ليكنې لپاره كار كوو، هلته به هغه يو عيب وي. يعنې شعر د يوه مكمل ذهني يا عيني تصوير ارايه ده، كه دا مكمل تصوير موږ لوستونكي ته په پوره ډول ونه رسوو، د هغه قرضداره پاتې كېږو. زه فكر كوم، چې دغه د لنډو شعرونو ليكل ځينې يې د تفنن له مخې د هماغومره موضوع، چې په كې ځاييږي د هغه لپاره ښه ده، خو كه ډېره شي لوستونكي ته دا فكر پيدا كېږي، چې شاعر خداى مه كړه د موضوع په فقراخته دى او دا كله كله يو عيب ګڼل كېږي.
نذيراحمد نذير، چې د ومان شاعري په پوره مينه او دقت لوستې، يوه برلاسي يې دا ګڼي، چې د خپلې هرې خبرې لپاره پوخ او منطقي دليل راوړي او همدغه منطق موږ د هغه د شعر منلو ته اړ باسي: (( دى ترډېره پورې په دې كې هم بريالى دى، چې د يوه دليل لپاره بل دليل راوړي، مثلا كه چېرې دى كومه خبره كوي، هغه داسې ناشونې خبره وي، خو دى دليل ورته راوړي.
ګوره نور پاك په ليونتوب يمه زه ګومان كوم، چې راته غرونه غاپي
د غرونو غپا به چا نه واى ورسره منلې، خو دى مخكې له دې، چې غرونه وغپوي، ګوره نور پاك په ليونتوب يمه زه، نو دلته دا ښكاره ده، چې غرونو به ورته غپېږي، يعنى دى به دا احساس كوي. نو كه ده لومړى د ليونتوب خبره نه واى كړې، خلكو ورسره دغرونو غپا هم نه منله.))
نذير دا هم وايي، چې ومان هرهغه څه، چې انځوروي، هغه ته مناسب كلمات غوره كوي: (( دى ځينې د وچكالۍ انځورونه هم راكاږي، مثلا: د غره كلوختې څڼې ورژېدې، د غره كلوختې څڼې يو نوى تركيب دى، دلته د غره د واښه له كلوختو څڼو سره تشبېه كول نوى دى، په دې كې هم دى ډېر بريالى دى.))
طنز د ژوند مالګه ده او زموږ يو زيات شمېر اوسني شاعران هڅه كوي، چې خپل كلام ته يو ډول طنزي رنګ او خوند وركړي، خو تر ډېره بريده په دې هڅه كې كامياب نه راوځي. ومان يو له هغو شاعرانو څخه دى، چې طنز ته ډېره لېوالتيا او تمايل لري، خو كاميابي يې په دې كې نغښتې، چې هغه خپل طنزي بيان په ښكلو الفاظو كې رانغاړي او شاعرانه انداز او ارايه لري. غضنفر د ومان د شعر دغې ښكلا ته داسې نغوته كوي: (( ومان صاحب په عادي ژوند كې طنز ته ډېر تمايل لري، كله چې نثر ليكي، نثرونه يې له طنزونو ډك وي. ما د ده كره كتنې لوستې دي، هغه هم له طنزه ډكې دي او په شعرونو كې يې هم د طنز مالګه شته او ډېره زياته ده، مثلا: دى د شينكى اسمان په نامه شعر كې وايي:
پخپل وطن كې بې له جنګه ګوزاره نه كېده پرته له تورې له غورځنګه ګوزاره نه كېده
دا ګوزاره كول هغه حالت دى، چې سړى سازش كوي، يعنې له هرچا سره سرخوځوي، خو دى يو متناقض حالت بيانوي، وايي: په خپل وطن كې بې له جنګه ګوزاره نه كيده، زموږ په وطن كې يا كوم وطن، چې دى يې يادوي هلته جنګ يو اصل ګرځېدلى، د دې په ځاى، چې سوله د ژوند اصل واى، جنګ د ژوند اصل دى، نو نتيجه دا ده كه څوك غواړي، چې ګوزاره وكړي، كه څوك غواړي، چې سازش وكړي، نو بايد جنګ وكړي. دغسې طنزونه د ومان صاحب په شاعرۍ كې بيخي ډېر دي.))
د ومان كلام ژوندى كلام دى او شعر په نوښت ژوندى وي. په كوم شعر كې، چې نوښت نه وي، هغه يوازې او يوازې مړ كلام وي. د ومان يو نوښت د ماشومتوب د دورې، هغه هم د مختلفو مرحلو انځورونه ده، چې ډېرى شاعرانو ورته هيڅ ډول توجه نه ده كړې. كه د خپلو ادبياتو تاريخ مطالعه كړو او له دې اړخه پخپل شعر كې پلټنه وكړو، دې ته ځير كېږو، چې زموږ اكثرو شاعرانو د ژوند ځينې مرحلې لكه ځواني او زړښت پخپلو شعرونو كې انځور كړې دي، خو د ماشومتوب د دورې د مختلفو مرحلو انځورونه په كې نه وينو. خو ومان پخپلو هستونو كې دغه نيمګړتيا ډكه كړې، غضنفر په همدې نظر دى: (( د انسان ژوند مختلف مراحل لري، ماشوم وي، ځوان شي، بودا شي، خو زموږ په شعر كې معمولا د ځوانۍ په حصه كې يو څه خبرې وي او بيا د زړبودن په وخت كې هم د ماشومتوب او يا د ځوانۍ د ارمان په باره كې شعرونه وي، خو داسې شعرونه متاسفانه كم دي، چې د ژوند مختلف مراحل په كې انځور شي، چې موږ د ژوند مختلفو مراحلو ته ورولي، البته په پخواني شعر كې خو د ماشومتوب په اړه زما شعر نه يادېږي، صرف د ځوانى يو ذكر وي او كله كله شاعر وايي، چې بوډا شومه، غاښونه مې نشته، نظر مې نه ويني، داسې خبرې شته، خو د شلمې پيړۍ په شاعرۍ كې د ماشومتوب په حصه كې ځينې ښه شعرونه او ښه نظمونه ويل شوي دي، اما ژوند نور مراحل هم لري، چې متاسفانه توجه ورته نه ده شوې، په دغو مراحلو كې يوه هم د دولس كلنۍ يوولس كلنۍ موده ده، هغه عمر، چې يو هلك په كې لا زلمى شوى نه وي، خو د زلمى كېدلو په درشل كې وي.))
غضنفر وړاندې وايي: (( ارواپوهان وايي، انسان هغه وخت هېڅ نه هيروي، په هغه عمر كې، چې نه هلكان او نه نجونې نور د لويانو په كتار كې راځي او نه هم د ماشومانو كتار كې، دوى په روحي لحاظ ډېره مخصوصه ناارامي لري، ممكن دوى بالغ شوي وي يا نه وي يا د بلوغ په درشل كې وي، خو يوه ژوره ناكراري لري، ماشوم له ځان سره ژوند نه كوي، د ماشوم ژوند يوستوى دى، د ماشوم ژوند ډېرعمق نه لري، خو په دغه وخت كې د انسان په ژوند كې عمق پيدا كېږي او له ځان سره يې جنګ وي، يو قسم د ګناه احساس كوي، يو قسم فكر كوي، چې ټولنې نه يم منلى، خو له نيكه مرغه ومان يو له هغو شاعرانو دى، چې دغه عمر يې معرفي كړى دى، په ډېر كمال يې معرفي كړى دى او څو ځايه يې په خپلو شعرونو كې دغه عمر ته اشارې كړې دي.))
غضنفر وړاندې د ومان په يو شعر كې د دغه خصوصيت يادونه كوي او وايي: ((
لا مو ماټ راغلي نه وو لا سورخولي ماشومان وو
يعنې د عمر په يوه داسې مرحله كې وو، چې د بريتونو شنه كېدلو ته مو لا څه وخت پاتې و.
زما څو سكني ورونه هغه ټول ترما كشران وو
بيا وروسته د مينې يو ذكر كوي، د ده په شعر كې دا خصوصيت هم شته، چې د عمر مختلف مراحل، خصوصاهغه مراحل، چې نورو شاعرانو ډېره توجه ورته نه ده كړې، په هغو باندې ډېر كار كوي او تصويروي يې.
ومان په دې وروستيو كې د ډېرو لنډو ازادو شعرونو پر ليكلو سربېره، هايكو ليكلو ته هم، چې يو ډول جاپاني شعر دى او د طبيعت او موسم عكاسي په كې كېږي، مخه كړې ده. د ومان هايكو ګانې، كه څه هم كېداى شي د هايكو هغه پوره جوړښت ونه لري، خو د هغه د نورو شعرونو په څېر خپل خاص خوند او رنګ لري:
بيا چكړې دي
ګډ روان يو كور ته
زه او باران
***
ژوند بيا د ستنو
پيټي ته شو ورته
ژمى راغى
***
باران اوري
مرغيو خونې ته پناه راوړه
د تار كښ ځاله شوه ړنګه
***
لمر له غره سره
د هوسۍ په ښكرو كې
راوخوت
***
باران پيشو لمده كړه
خو هنداره يې
راپريوله