مركه كوونكى: صديق الله بدر

د سيمو تاريخي جغرافيه (۱۵)

ګندهارا

له علامه استاد رشاد سره مركې

        پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ او وواياست، چې د ګندهارا تاريخي بهير له كوم وخت نه راپيلېږي او دې سيمې د افغانستان څومره ساحه احتوا كوله؟

        ځواب: ګندهارا د افغانستان يوه ډېره زړه، تاريخي او پخوانۍ سيمه ده، چې په خپل وخت كې د علم او مدنيت زانګو بلل كېدله او د ګندهاري مدنيت په نامه يو مدنيت ياديږي.

        د ګندهارا يا د ګنده هار په نامه په دايره المعارف كې د يو كلي نوم ليكل شوى دى، چې دا په لغمان كې واقع دى. زه ډېر خوشاله شوم، چې د هغې لويې او تاريخي ګندهارا بقايا اوس هم په دغه سيمه كې شته، خو اوس يې ما موقعيت ونه شو ټاكلى.

        د ګندهاراوتي په نامه يو بل كلى په اوجين كې واقع دى، اوجين په منځني هندوستان كې د يوه لوى ښار نوم دى، د هغه په حواشيو كې د دغه ګندهاراوتي په نامه يوه كوچنۍ سيمه ده او هلته د هندوانو يو لوى زيارت موجود دى، چې دوى يې مهاكالا بولي.

        ګندهارا د هغې سيمې نوم دى، چې د افغانستان په شرق كې واقع او تر ميلاد ډېر مخكې يې هغه ته ګندهارا دېسه وايه. تر ميلاد ډېر دمخه دال ميكي په راماين كې دا ګندهارا وادېس بللى. د دېس كلمه د ځاى په معنا په پښتو او هندي ژبو كې اوس هم شته، لكه ګردېس او پردېس، چې په دې دواړو كې دېس د ځاى معنا لري، ګردېس يعني غرنۍ سيمه او پردېس له بل ملك نه راغلى او په بل ملك پورې د تړلي سړي معنى ښندي.

        د ګندهارا وادېس ذكر په هندي اثارو كې راغلى او د يونانيانو په اثارو كې په دې شكل نه دى ضبط شوى. سترابون، چې دوه زره كاله مخكې تېر شوى دى، هغه په خپل كتاب كې دا نوم د ګندهارا تيس په شكل ضبط كړى دى، خو تر ده دوه سوه كاله وروسته بطليموس په خپل كتاب كې دا نوم ګندهاري راوړى دى، د ګندهاري د حدودو په باب څه اختلافات موجود دي. په زړو متونو كې چې 1800 او يا دوه زره كاله مخكې ليكل شوي دي، په هغو كې داسې راغلي دي، چې له خواپيس نه نيولې تر اباسينه پورې، دغه سيمه ګندهارا ياديږي، خو نندولال ډي د خپل كتاب "ده ډكشنيري اف ده انيشنټ انډ مېدول انډيا" په 60 مخ كې له خواپيس سره كونړ ليكلى دى. يعني د ده په فكر دغه خواپيس كونړ دى، چې سترابون ذكر كړى دى، چې دا يې غربي برخه ده، زه له دې سره موافق نه يم، زه وايم دا د لغمان په غرب كې واقع غاښى (كوتل)،چې سړى بيا د سړوبي پر خوا وراوړي خواپش دى، زما په تحليل له خواپشه څخه بيا تر اباسينه پورې دا يې اوږده دي او د بونير او سوات له لمنو څخه رانيولې بيا تر كوهاټ او بنو پورې دا يې سور يا بر دى.

        هيوان څانګ او فاهيان د ګندهارا د سيمې اوږده، چې له شرق څخه غرب ته دى، زر "ليه" ښيي او پسور يې، چې د سوات له لمنو څخه بيا تر كوهاټه پورې دى، اته سوه "ليه" ښيي خو دغه اندازه، چې موږ په خپل حساب باندې را واړوو، له زرو "ليو" څخه يو سلو شپېته ميله او له اته سوه "ليو" څخه يو سلو درې دېرش ميله جوړيږي. دا ساحه دوى ګندهارا بللې او د ګندهارا شرقي سيمې يې لغمان او ننګرهار ښودلي او دا شرط هم دوى ذكر كړى، چې د كابل رود د دواړو خواوو اّبادۍ ته ګندهارا وايي او د كابل رود يې په منځ كې بهيږي.

        د دغسې سيمې مشهور ښارونه، چې سترابون، بطليموس او نورو ضبط كړي دي، يو يې پروشاپورا ده، چې هغه اوس پېښور بولو. دا سيمه د ګندهارا د پايتخت يا پلازمېنې په نامه هم ياده شوې ده. پش كلاوتي د دې سيمې بل مهم ښار دى، چې اوس خلك هغه پړانګ چارسده بولي، پړانګ چارسده په اشنغر كې واقع ده، ځينې كسان زړه پش كلاوتي اوسنى پكلۍ بولي، پكلۍ د اباسين او كشمير تر منځ واقع ده. جغرافيه نګارانو د دې سيمې بل مهم ښار اټك هنډ ياد كړى دى، چې د غزنويانو په دوره كې دغه اټك هنډ د ماى هنډ او واى هنډ په شكل اوښتى دى. د هنډ د ښار هغه پخوانى نوم، چې اټك يا اټك هنډ دى له هغې داسې استنباط كېږي، چې اكبر جلال الدين د اباسين پر غاړه يوه كلا جوړه كړه، د دغه ښار نوم يې په هغه باندې ايښى دى، كه څه هم دا ښار د اكبر په وخت كې اّباد او ودان نه و. د دغه ښار په شمالغرب كې پنځه شپږ ميله لرې يو ځاى دى، چې هغه ته يې سلاتور وايه. هغه سلاتور ته اوس د سوابۍ خلك چوټه لاهور وايي. په دغه ځاى كې د سانسكريت لوى عالم پاني ني، چې د اشټت اډهياى كتاب يې ليكلى زو كړى دى، هغه د ګندهارا له لويو علماوو څخه شمېرل كېده. پاني ني د سانسكريت د ژبي د ګرامر مدون دى، كه څه هم اروپايان د ده زمانه د درې نيم سوه قبل الميلاد په حدودو كې بولي، خو هنديان د ده زمانه تر دغه لا يو پنځه سوه كاله وړاندې ښيي، ګندهارا د دغه سړي په نسبت يو خاص شهرت درلود.

 

        د اټك نوم په پټه خزانه كې هم راغلى دى او ځينې كسان دا وايي، چې اټك خو هغه وخت جوړ نه و، نو دا نوم څنګه په پټه خزانه كې راغلى؟ زما په فكر دا خلك، چې دا ادعا كوي، په دې نه دي خبر، چې اټك دوه زره كاله مخكې دلته موجود و او له اوسني اټك څخه پنځه لس ميله لوړ په اباسين رود باندې واقع و، چې اوس موږ هغه ته يوازې هنډ وايو. په پښتو سندرو كې د هنډ د كېسې په نامه يوه چاربيته هم ضبط ده او په هغه كې ويل شوي، چې دلته كوم سېلاب راغلى و او يوه كښتۍ په كې ډوبه شوې وه.

        د ګندهارا بل ښار، چې سترابون او بطليموس ذكر كړى دى، هغه نوليب دى. د اټك له پله سره په كومه برخه كې، چې د كابل رود له اباسين سره ګډيږي، د هغه جنوبي برخې ته اوس نيلاب وايي او ګومان كېږي، هغه نوليب چې پخوا ضبط دى، هماغه اوسنى نيلاب دى. نو دا ښار هم پخوا دلته په همدغه نامه يادېده او له مهمو ښارونو څخه و خو ننډو لال ډي وايي، چې د زړو جغرافيه ليكونكو په اّثارو كې دا اباسين، چې د ګندهارا شرقي سرحد ښوول شوى دى، دا په هغه وخت كې صحيح وه خو زموږ تر وخته پورې ګندهارا تر ټيكسلا پورې رارسېدلې او ټيكسلا اوسني اسلام اّباد او مارګلې ته نژدې واقع ده او راولپنډي هم دلته نژدې واقع ده. نندو لال ډي، حتي ټيكسلا هم د ګندهارا په لويو ښارونو كې حسابوي. د ټيكسلا پخوانى نوم تكېش الا دى، چې وروسته بيا ټيكسلا شوى دى.

        پوښتنه: درنه استاده! كه يو څه د ګندهارا د مدنيت په اړه معلومات راكړئ او هم وواياست، چې اّيا په دې سيمه كې كومه واكمني تېره شوې او كه نه؟

        ځواب: د ګندهارا صنعت د باكترو يوناني صنعت په سلسله كې خورا مهم مدنيت و، دلته د صنعت يو خاص مكتب راوتلى دى، چې هغه د هډې په هغو مجسمو كې، چې پخوا وې ښكاره كېده او هغه ته د ګندهارا صنعت ويل كېده. ګندهارا خو د افغانستان د خورا لوى شاهنشاه لومړي كنشكا د ژمي پايتخت و، هغه به په ژمي كې پېښور ته ورغى او هلته به اوسېده. كوم وخت، چې كنشكا بودايي دين قبول كړ، بيا پس له هغې څخه يې دغه اختلافات، چې په بودايي دين كې منځ ته راغلي وو، د دې د رفع او دفع له پاره يې لومړۍ معلومه لويه جرګه جوړه كړه. زموږ د تاريخ لومړۍ معلومه لويه جرګه په ګندهارا پورې اړه لري، چې پنځه سوه كسه ورته راغوښتل شوي وو. دا زموږ اوسنۍ لويه جرګه هم پنځه سوه تنه وه، زه داسې فكر كوم، چې له يو چا سره به دا فكر پيدا و، چې د لومړنۍ معلومې لويې جرګې عدد هم هغه وساتي. نو كنشكا د افغانستان هغه لوى پاچا دى، چې تر بنګاله پورې د هندوستان شمالي سيمې، اوسنى افغانستان، د چېن يوه حصه ختا و ختن په كې راځي، د منځنۍ اسيا ځينې برخې او د اېران شرقي برخې دا ټولې د ده په شاهنشاهۍ كې شاملې وې او هغه ته موږ د افغانستان تر يما را وروسته داسې شاهنشاه وايو، چې خورا لويه ساحه يې تر ادارې لاندې وه. حتى زه فكر كوم، چې د يما به هم دومره لويه ساحه تر ادارې لاندې نه وه. د منځنۍ اّسيا له زړو ښارونو څخه يو دوه ښاره، چې شل كاله دمخه پيدا شول، په هغو كې هم د لوى كنشكا خورا ډيرې سكې پيدا شوې دي او مستشرقينو له هغو څخه دا نتيجه اخيستې ده، چې دا سيمه هم د لوى كنشكا په سلطنت كې شامله وه.

        د شمالي هندوستان د څلورو ښارونو نوم د رباطك په كتيبه كې راغلى دى، زما  اراده دا ده، چې پر هغه يو مضمون وليكم او په هندوستان كې د افغانستان حدود د كنشكا په وخت كې وښيم.

        پوښتنه: ګندهارا په كومې ژبې پورې اړونده كلمه ده او څه معني ښندي؟

        ځواب: دا خبره به مشكله وي، خو دومره ويلاى شم چې بطليموس په خپل ضبط كې ګندهاري ليكلي دي. هغه كسان، چې دلته اوسېدل ګندهاري بلل كېدل. سترابون هم په خپل ضبط كې ګندهاري راوړى دى، هغه هم د دغه ځاى د اوسېدونكو معنى ښندي. په مهابهارت كې، چې كوم جنګونه پېښ شوي دي، د هغه جنګونو د پهلوانانو د يوه طرف د مشر پهلوان مور ګندهارۍ بلل شوې ده او د هندوستان په تاريخ كې د ګندهارۍ په نامه شهرت لري. نو دغومره قدر معلوميږي، چې ګندهارا يا ګندهاراوا يا ګندهاروادېس د يوه قوم نوم و، ځكه د ګندهارادېس له كلمې څخه داسې معلوميږي، چې ګندهاراوا د خلكو او دېس يې د مملكت نوم دى.