مرکه: هرات
مركه: صديق الله بدر
د سيمو تاريخي جغرافيه(۱۴)
هرات

له علامه استاد رشاد سره مركې
پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ د هرات په تاريخي او فرهنګي بهير يو څه رڼا واچوئ خوشاله به شوو.
ځواب: هرات د افغانستان له زړو او پخوانيو ښارونو څخه دى، چې اوس هم يو ولايت په دغه نامه يادېږي.
د هرات ذكر د اوستا په هغو شپاړسو ايالتونو كې راغلى دى، چې د اريانا ويجې اجزا وه او هلته د هريوا په نامه ظبط دى. وايي، چې سكندرمقدوني، چې په ۳۲۹ قبل الميلاد كې پر هرات وكړله هلته يې يوه سكندريه جوړه كړه او بيا يې له هغه ځايه په كندهار باندې بريد وكړ.
د هرات تاريخي ښار، البته په يقين سره نه شو ويلى، چې دا هغه سكندريه وي او كه سكندريه په كوم بل ځاى كې د هرات په توابعو كې جوړه شوې وه.
د هرات فرهنګي وضع د اعتنا وړ ده، په دې ښار كې حضرت شيخ عبدالله انصاري او حضرت مولانا جامي غوندې فرهنګي شخصيتونه منځته راغلي دي، چې تراوسه پورې يې د افغانستان تاريخ په نامه وياړي.
حسين واعظ كاشفي د تفسير حسيني مولف هم د هرات دى او له هغو فرهنګي شخصيتونو څخه دى، چې د افغانستان تاريخ پرې روڼ دى.
پوښتنه: استاده! يو څه د هرات د فرهنګي پرمختګ په اړه وواياست، چې كله فرهنګي پرمختګ ته مخه كړه؟
ځواب: هرات د نهم قرن په جريان كې يو فرهنګي پرمختګ وكړ، دا هغه وخت و، چې د ګوډ تيمور زوى شاه رخ په هرات كې پاچاهي قايمه كړه او د ده اخلافو تر ۹۱۱قمري پورې هلته سلطنت درلود. په دې وخت كې مخصوصا د سلطان حسين بايقرا په وخت كې هرات له فرهنګي لحاظه ډېر پرمختګ وكړ.
په هرات كې د ابداليانو دولت په ۱۷ قرن كې جوړ شو او د نادر افشار د هجوم تروخته پورې يې دوام وكړ او د ابداليانو د دغه دولت وروستى پاچا د لوى احمدشاه بابا پلار زمان خان و.
هرات د پښتنو د تاريخ په لحاظ د ابداليانو د لومړي دولت د جوړېدلو مركز و او په دې لحاظ زموږ په تاريخ كې يو خاص امتياز لري.