غزل

 

چــــــــــې كـــوي مينه داسې خلك زنده ګي پېژني

دا ليـــونــــــــــــــــي پردي له ځانه بنده ګي پېژني

كــــــــــــــــه كليوال ساده مين كله له مينې پوښتې

مــــــــازيګرۍ، ګودر، جانان او بس منګي پېژني

هغــوى له ژونده هيڅ خبر نه دي او مه يې پوښتئ

چــــــــې نه په مينه سم پوهېږي نه زنده ګي پېژني

دا رقيبـــــــــان خو په والله كه په يو توت هم ارزي

راتـــــــه دې وښيي كه څوك پــه كې سړي پېژني

بـــــــــــدره زمـا چې له خپل كلي سره نه رغېږي

هــــــــــر ګناهكــار په كــې په نوم د لېوني پيژني

۲۰/۲/۱۳۶۷