مرکه: شېرپور
مركه: صديق الله بدر
د سيمو تاريخي جغرافيه(۱۱)
شېرپور

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې
پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ د شېرپور پر تاريخي بهير او ارزښت رڼا واچوئ، خوشاله به شوو.
ځواب: اعليحضرت امير شېرعلي خان د افغانستان يو مدنيت پروره او د افغانستان ترقي غوښتونكى پاچا د امير دوست محمد خان زوى و. د ۱۲۷۹ سنې د لوى اختر د مياشتې په يوويشتمه، چې امير دوست محمد خان وفات شو، پرځاى يې د همدغې مياشتې په څلېرويشتمه نېټه امير شېرعلي خان ته په هرات كې بيعت واخيستل شو.
امير شېرعلي خان په افغانستان كې دوه ځلې پاچهي كړېده، يو وارې درې كاله تر ۱۲۸۲ پورې او بل ځل لس كاله او څو مياشتې، چې له ۱۲۸۵ څخه تر ۱۲۹۶ ه ق پورې د افغانستان پاچا و. د اعليحضرت امير شېرعلي خان په دوهمه پاچهي كې د افغانستان لومړۍ كابينه جوړه شوه، چې د هغه صدراعظم سيدنورمحمدشاه كندهاري و، چې اوس په كابل كې سيدنورمحمد شاه مېنه د هغه په نامه يادېږي.
د امير شېرعلي خان له نوښتنو څخه يوه بله دا ده، چې زموږ لومړنى رسمي اخبار شمس النهار د ده په پاچهي كې په ۱۲۹۰ كې راوتلى دى. د ده په روښانه دوره كې عسكري بولۍ يا قوماندې په پښټو تنظيم او چاپ شوې. همدا راز د ده په دوره كې لومړۍ مطبعه افغانستان ته راغلې ده. لومړى حربيه مكتب جوړ شوى دى، خو د دې په څنګ كې ده د كابل ښار په شمال كې د شېرپور په نامه يو ښآر يا كلا ودانه كړله. د شېرپور كلا د بي بي مهرو د تپې په شاوخوا كې جوړه شوې ده.
په سراج التواريخ كې وايي، چې د دې غولى يا مساحت پنځوس غلبې دى، پنځوس غلبې د هغه وخت د ځمكې د پيمايش له معيارونو څخه و او هره غلبه څلوېښت جريبه كېده، چې په دې حساب د شېرپور د ښار ساحه ۲۰۰۰ جريبه راتلله خو و (history of afghnistan) ليكونكى واكرwalker چې هغه پخپله شېرپور ليدلى دى وايي: شېرپور قايم الزاويه او متوازي الاضلاع مستطيل دى، چې سور يې زر ګزه او اوڼده يې ۲۵۰۰۰ګزه دى.
د شېرپور د كلا د ديوال تيږه په ۱۲۸۶ ه ق كې د امير شېرعلي خان د پاچهۍ د دوهم كال په درشل، كېښودل شوه او د جنوبي خوا ديوال يې بشپړ شو. د شرقي او غربي خوا ديوالونه يې هم يو څه جوړ شول خو د شمالي خوا ديوالونه يې له دې كبله، چې د بي بي مهرو له غونډۍ سره مرتبط وو، هغه جوړ نه شول.
په سراج التواريخ كې ليكي، چې د دې ښار په ودانولو كې څو زرو كسانو كار كاوه او پنځه كاله د دې ښار ودانۍ دوام وكړ.
د دغه ښار د بنا مهتمم ناظر او سرپرست حسن علي خان هزاره و، د حسن علي خان پلار د پنجشېر د هزاره درې اوسېدونكى و او مور يې د چنداول له شيعه مذهبو ښځو څخه وه. دغه سړي د اميرشېرعلي خان د كابينې په جوړولو كې د افغانستان د كابينې د دفاع وزير شو، چې هغه وخت يې وزير جنګ باله، دا چې خلك وايي، چې د پښتنو په پاچهيو كې تبعيض و، تاسو ورته وګورئ د افغانستان په لومړۍ كابينه كې صدراعظم يې سيد دى، عرب دى او د دفاع وزير يې هزاره او د چندولۍ زوى دى.
پوښتنه: ايا په يادو پنځو كلونو كې د دغې كلا د بشپړولو كار سر ته ورسېد او كه نه نيمګړى پاتې شو؟
ځواب: د شېرپور پر كلا پنځه كاله كار وشو خو لا تكميل نه وه، په دې كې د عسكرو لپاره چوڼۍ جوړې شوې او پر غونډۍ ماڼۍ ودانې شولې او پر يوه غونډۍ د بي بي مهرو يو لوى ارهټ وكېندل شو، چې دغه ښار د هغه له اوبو څخه مستفيد شي او عمومي باغ او د هغه ونې او ګلان پرې اوبه شي، خو واكر پخپل كتاب كې ليكي، چې د انګليسانو عسكر، چې د ۱۳۹۶ په اخره ورځ غازيانو پسې واخيستل او دوى د شېرپور ديوالونو ته پناه يوړله او هلته كلا بند شول، د دغه ښار د شرقي خوا ځينې ماڼۍ ناتمامه پاتې وې بيا انګرېزانو دغه ماڼۍ تكميل كړلې.
د شېرپور كلا د افغانستان له تاريخي كلاګانو څخه ده او يوسلو اته دېرش( په ۱۳۸۲ لمريز كې) پخوا د دې بنسټ اېښودل شوى، پنځه كاله په كې په زرګونو افغانانو كار كړى او په دې كې انګليسانو د غازيانو د تورې له وېرې او پرتمه څخه پناه اخيستې او كلا بندۍ يې ګاللې دي. زه خپله له ملته څخه او د افغان دولته څخه دا هيله لرم، چې دوى خپل تاريخي آبدات وساتي او هغه له ورانيو وژغوري. د كابل په نوي ښار كې د هغه د شمال خواته واقع شېرپور د افغانستان له مفاخرو څخه دى.
پوښتنه: درنه استاده! تاسو وفرمايل، چې د شېرپور ښار اميرشېرعلي خان بنا كړى دى، كه وواياست چې د شېرپور په نامه كې د پور كلمه كومه معنى افاده كوي؟
ځواب: د پور كلمه دوې معناوې لري، يو پور د ظرفي لاحقې په شكل، چې اوس يې سوفكس بولي استعمالېږي، لكه په سلطانپور، نيشاپور، وټه پور، برهانپور، لايلپور او بيجاپور كې دا مثالونه موږ په هندوستان هم او په افغانستان او ايران كې هم لرو، چې د ځاى د نامه په اواخرو كې راځي او هلته د ځاى معنى لري، له دغې كلمې څخه د انګلېسي " پلېس" چې د ځاى په معنى دى له دې سره بې ارتباطه نه دى. په عربي ژبه كې دا زوړ نوم هم شته، چې هلته د بلس په نامه راځي، لكه ترابلس او نور.
بل پور په پښتو او پارسي كې د زوى معنى لري لكه په شاهپور كې يعنې د پاچا زوى. په پښتو كې په تربور كې، توربره يعنې د تره زوى، هلته د پور كلمه بور شوې ده. نو د پور كلمه دوې معناوې لري، چې يوه يې د ځاى او بل يې د زوى معنى ښندي.