مركه: صديق الله بدر

 

د سيمو تاريخي جغرافيه( ۶)     

غور

 

 

له علامه استاد پوهاند رشاد سره مركې

 

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ د غور پر تاريخي او جغرافيايي موقعيت رڼا واچوئ، خوشاله به شو.

ځواب: غور د افغانستان په منځ كې يو واقع ولايت دى، چې څلور حدوده يې په دې ډول دي: ختيځ ته يې د هزاره ګانو نوى جوړ شوى ولايت دايكندي، شمال ته يې د جوزجان او د فارياب ولايت د غرجستان سيمه پرته ده، لوېديځ ته يې فراه او جنوب ته يې د هلمند د باغران سيمه واقع ده.

د دې ولايت مركز چغچران نومېږي، چغچران د كاسې په دره كې دى، موږ په پښتونستان كې د كاسې يا كسې په نامه يو غر لرو، چې هلته پښتانه اوسي او دا غر له شماله جنوب ته له پاميره تر بلوچستانه پورې غځېدلى دى. دغه د نامه مماثلت دا ښيي، چې د چغچران دره هم يو وخت د كاسيانو د اوسېدلو مركز و او كسې غر هم د كاسيانو د اوسېدلو ځاى دى. كاسي كلمه، چې ده په اور مړي ژبه كې پښتون ته وايي.

چغچران اوس د غور مركز دى، پخوا تر دې څه نور ښارونه په تاريخ كې ثبت دي، چې هغه د غور مركزونه وو، مثلا موږ په پټه خزانه كې د منديش ذكر وينو، نه يوازې دا چې په پټه خزانه كې بلكې تر هغه پنځه سوه كاله د مخه هم د غور د مركز په حيث د مندېش ذكر او يادونه شوې ده.

مندېش د هزارمرغ د غره په لمن كې واقع ده او د هزار مرغ د غره شمال ته د سوري په نامه يو غر واقع دى، دا غرونه د غور له جګو غرونو څخه دي، غور پنځه جګ غرونه لري، چې په دنيا كې ښۀ شهرت لري او حتى منهاج سراج هغو ته راسيات العالم ويلي دي.

له مندېش څخه، چې راتېر شوو، د غور بل مركز د آهنګران په نامه و او آهنګران د هريرود  غره په غاړه واقع و.

د غور بل مركز د فيروز كوه په نامه يادېده او هغه هم د غوري پاچهانو په وختو كې د آهنګران او فيروز كوه ذكر د غور په مهمو ښارونو او مراكزو كې شوى دى.

د غور په ولايت كې موږ ۶ ولسوالۍ لرو، چې د تولك، شهرك، تيوره، لال و سرجنګل، ساغر او پساوند په نامه يادېږي.

د پساوند په اخر كې دغه د وند كليمه د بند په شكل هم تلفظ كېږي او ځينې كسان يې پسابند هم بولي. په كندهار كې د اوړي په موسم كې، چې كوچيان له كندهاره د غور خواته ځي نو هغه نه وايي، چې غور ته ځو بلكې وايي، چې سياه بند ته ځو، له سياه بنده څخه مطلب هغه بند دى، چې له هغه ځايه څخه د زنداور پر لار دوى غور ته ورشېوه كېږي. د بند كلمه په دې ځاى كې د غاښي او كوتل معنى لري، لكه په غوربند كلمه كې، چې هم دا پسوند واقع دى او هلته هم هغه غاښى ورځنې مطلب دى، چې د كاپيسا له سيمې څخه بۀ په ډېرو ډېرو وړاندېنيو وختو كې غور ته وراوښتل، پخوا د غور ساحه ډېره پراخه وه او زموږ تر دا اوسني غوربنده رارسېدلې وه، چې دايكندي او باميان دا ټول په كې شامل و.

پوښتنه: استاده! غور ډېر تارخي اثار او ځايونه لري، كه په دې اړه يو څه رڼا واچوئ.

ځواب: د غور په يادو شويو ښارونو كې ځينې مهم تاريخي اثار او ځايونه شته، چې يو په هغو كې د جام څلى دى، چې اوس يې د منار جام په نامه يادوي، دا د هريرود كيڼې غاړې يا هغه ته څېرمه واقع دى، چې دوشپيته اعشاريه درې متره يې ارتفاع ده. په هندوستان كې، چې د قطب منار جوړ شوى دى، هغه په معمارۍ كې د دغه قطب يو تقليد دى، خو د دې عمر له هغه نه ډېر وړاندې دى. د ډهلي د قطب منار، چې دى هغه تر ۶۱۲ قمري لږ وروسته جوړ شوى دى او دا هغه وخت و، چې غوريان ډهلي ته تلل او ډهلي يې ونيوه دا منار د جام موجود و، خو اوس وايي، چې د دې منار يوه څنډه لږ كېناستلې ده او د دې وېره موجوده ده، چې ونړېږي.

زموږ د دولت وظيفه ده، چې دې ته توجه وكړي او د غور دا تاريخي ابده له نړېدلو وژغوري.

بل مهم ځاى، چې دى يو بل منار دى، چې هغه يې څلى دىاو هغه په چغچران كې واقع دى، له چغچران سره يو كلى دى، چې بېدان نومېږي، په دې بېدان كې دا څلى ولاړ دى، پر دې څلي څه نومونه هم شته، دا هم د غور له ابداتو څخه دى او بل د جام د سيمې په كشكك كلي كې يوه ډېره لويه ډبره ده، چې پرې په عربي ژبه څه توري ليكلي دي او ځينې نومونه هم په كې شته، چې دا هم د ساتنې وړ آبده ده او دولت بايد د هغه د ساتنې لپاره تدابير وسن[وي.

د غور تاريخي ياداوري يوولس دولس سوه كاله دمخه موږ د اسطخري په المسالك و الممالك، د ابن حوقل په صورت الارض، د جوزجاني په حدودالعام او د بيهقي په تاريخ بيهقي كې، چې اصلي نوم يې بايد تاريخ مسعودي واى، ځكه بيهقي د يمين الدوله سلطان سلطان محمود غازي تاريخ هم ليكلى او د هغه د زوى مسعود تاريخ يې هم ليكلى و، د مسعود تاريخ څو ځله چاپ شوى خو د يمين الدوله سلطان محمود برخه يې وركه ده، وينو.

پوښتنه: غور څه معنى ښندي؟

ځواب: غور ټوله له غرو څخه جوړه سيمه ده او د هغه د نامه په باب خلك داسې نظر لري، چې د پښتو ژبې د غره له كلمې سره ارتباط لري، حتى يو ختيځ پوه ليكلي، چې دا د سانسكريت د ګېري له كلمې سره، چې اوس په پښتو كې هغه كلمه ژوندۍ ده او د غر په شكل ويل كېږي، چې په روسي او سلاوي ژبو كې ګره بلله كېږي، له هغه سره اړيكي او تعلق لري. نو دا نوم د پښتو د غره او د سلاوي د ګر او د سانسكرېت له ګېري سره مرتبطه كلمه ده.

په فارسي كې د غره لپاره د كوه كلمه له بله كړكۍ څخه راغلې ده، خو فقط په ګرېوه كلمه كې يې ګر شته. ګريوه په فارسي كې غونډۍ ته وايي او "وه" چې ده د تصغير لپاره راځي، د ګرېوې معنې غونډۍ ده، چې د تصغير " ى" يې د غونډ په پاى كې راغلې ده او د غره غونډۍ موږ ورته وايو او اوس د غره كلمه له تركيبه څخه لوېدلې او يوازې غونډۍ، چې ووايو، هماغه مطلب ورځنې افاده كېږي. ځكه نو عربي جغرافيه ليكونكو هم غور په الجبال ترجمه كړى او د غور شاهان يې ملوك الجبال بللي دي.

پنځوس كاله دمخه د غور نفوس په افغانستان كې په تخميني ډول دوه سوه پنځوس زره تنه ښوول شوى و، اوس نه پوهېږم څومره دى؟ خو دا د پنځوسو كلو مخكې احصائيه ده، د غور ساحه، چې ده غرونو نېولې ده، غير مسكوني سيمې لري او درې هم په كې دي، په درو كې ځاى نيم انسانان آباد دي، نو دوى اته ويشت زره اوه سوه اووه پنځوس متره ښودلى و، دا به البته ډېره دقيقه نه وي كه څه هم دوى خورا دقيقه ليكلې ده، خو په دغو حدودو كې به دا سيمه غولى او پراخوالى ولري. چغچران، چې دى، هغه 2250 متره د بحر له سطحې څخه ارتفاع لري.

پوښتنه: په دغه سيمه كې چې لږ و ډېر مشهورې پاتې شوې وې، ايا كومې واكمنۍ تېرې شوې دي؟

ځواب: ولې نه! امير كروړ، چې په ۱۳۹ ق كال د غور حكمرانۍ ته رسيدلى، د پښتو په ادب كې خاص ځاى لري او موږ ته د پښتو لومړنۍ معلومه منظومه د ده را رسېدلې ده. امير كروړ د امير پولاد زوى او د امير شنسب لمسى و، چې دوى هم پخپل وخت كې د غور واكمنان وو.

غور د پښتنو مركز دى او په دې ځاى كې حتى كوم وخت، چې سلطان مسعود له هراته پر غور حمله كوله نو له ځانه سره يې ترجمانان بوتلل، چې د هغه په ژبه باندې دى نه پوهېده، ځكه په دوى كې د فارسي ژبې خلك خورا ډېر وو، پخپله سلطان مسعود په فارسي كې ډېره ښه انشا درلوده او تركي ژبه خو يې خپله مورنۍ ژبه وه. تاسو وينئ چې د سلطان محمود د پلار نوم سبكتګين دى او د هغه د پلار نوم قره بيچكم دى، قره بيچكم په مغولي يا په چغتايي ژبه باندې تور ګوزن ته وايي، نو په دوى كې تركي مورنۍ او فارسي تحصيلي او محيطي ژبه وه او دا يې زده وې.

دا چې ضرورت پېښېږي، چې دوى ترجمانان له ځان سره بوځي، له دې څخه دا استنباط كېږي چې هلته غير له دغو ژبو څخه بله ژبه ويله كېدله، چې اغلبا بايد هغه پښتو وي.

د سلطان محمود په وخت كې غور خپل پاچا درلود او كوم وخت، چې سلطان پر هغه حمله وكړه، هغه ماتې وخوړه او بندي شو، خو كوم وخت، چې د ده استازي دى بېوه او دوى ګيلان ته ورسېدل، ده په خپلې ګوتمۍ كې ځاى په ځاى كړي زهر راوايستل، هغه يې وڅټل، ځان يې وواژه او د ذلت له بند او د سلطان محمود له زندان نه يې مرګ غوره وګاڼه.

دا د ده په سوانح كې د محمد سوري ليكلې كيسه ده او بيا تر هغه را وروسته غزنويانو، چې سقوط وكړ د غوريانو دومره يو دولت جوړ شو، چې سلطان شهاب الدين غوري د سلطان غياث الدين كشر ورور په ډهلي كې قطب الدين ايبك خپل نايب الحكومه مقرر كړ او هغه بيا قطب منار جوړ كړ، چې هغه د غوريانو د دورې يو مهم اثر دى او بختيار د دوى يو سپهسالار حتى تر بنګاله پورې ورسېد، بنګال يې فتح كړ او له بنګال سره نږدې يې يو ښار جوړ كړ او پر هغه يې د غور نوم كېښود.

    دا چې بنګاليان پخپله ژبه كې "غ" تورى نه لري نو د "غ" په عوض"ګ" وايي، نو پر دې ځاى يې ګور نوم كېښود او حتى يو هندوستاني محقق په وجه تسميه كې خطا وتلى هم دى او د هندوستان په ښارونو كې يې د ګور كلمه راوړې ده، ده له دغه ګوره سره، چې د قبر مانا لري اړيكى ور ښوولى دى، حال دا چې هغه له يوې سيمې سره، چې په افغانستان كې د غور په نامه يادېږي ارتباط لري. نو تاسو غياث الدين غوري وينئ، چې تقريبا له ۵۵۸ څخه تر ۵۹۹ پورې ۴۱ كاله پاچهي كړېده او بيا د هغه ورور سلطان شهاب الدين هغه سړى دى، چې هندوستان يې تر قنوجه پورې فتح كړى دى او تر هغو پورې، چې د مروې پاچاهانو دوى ته ماتې نه وه وركړې، د دوى سلطنت د غور او غوريانو د دې مملكت په هغه لويو شاهينشاهيو كې حسابېده او سلطه يې عين له مروې رانيولې، بيا د هندوستان تر قنوجه پورې رسېدله.