شعر: په وينو رنګ
ويناوال: صديق الله بدر
په وينو رنګ
چې پـرون مـو په ليمو ځاى وركــولو
نـــن نـــازونــــه خــامــخــابــــه وړو د ښكلــو
چې دا خپل تقدير بدل كړو ترينه خلاص شـو
څـــه بـــه وكـــړو مـــوږ بغيـــر لـــه ځـــان وژلو
كـــوربانـــه چــې په ميمله ميلمه كې وشـول
څــــه كـــانـــې پــــــه مـــوږه نــه كړې نا بللـو
چـــې موســكا باندې يې لاړو په وير سر شو
اوس مــــــــو لاره ترينــــــه نشتــــــه د وتلــــو
چـــې خــاطـــر مـــو د ســــاقي په كې ونه كړ
لــــه محفــــل نــــه يــــو ملګــــرو د شــــړلــــو
هــــومــــره زړه نيــــولــــي تلليــــو باندې نه يو
څـــومــــره ويــــر كــــې چــــې اخته يو د راغلو
يـو د بــل په وينــــو رنګ يــــو داسې وخـت دى
ځــــاى مـــو نشتـــه هيـــڅ د ناستــې پاڅېدلو
چـــې ګـــودر تـــه دې پــــه وړو يـــې ملا كږېږي
دا منـــګــــــي دي په رښتيــــــا د مـــاتـــولــــــو
۲۶/۶/۱۳۶۹