شعرونه: د ۱۳۹۷ کال د سرطان له لومړۍ نېټې د سنبلې تر شپږمې پورې

شعرونه/ صديق الله بدر

 

د ۱۳۹۷ کال د سرطان له لومړۍ نېټې د سنبلې تر شپږمې پورې

 

پرېږده چې فکر وکړم
ومې بخښه چې داسې وایم
ستا لپاره فکر کول مې
خپل ځان ته د ژوند کولو فکر دی
١٣٩٧.٦.٦
««««««««««««««««
راسره مینه لري
خو لا هم
سیند ته ګوري
که وچ شي
۱۳۹۷.۶.۶راسره مینه لري
خو لا هم
سیند ته ګوري
که وچ شي
۱۳۹۷.۶.۶
««««««««««««««««
غزل
یو چا دا کـــــــتاب کات کړی
یو چـــــا زړه راته مات کړی
زه او عشـــــق یو بل نه تښتو
یو چا داســـــــــی پسات کړی
ته يې غواړي کــه نه غواړې
زړه مې تا نه خیــــرات کړی
ټول روان دي هــــــــديرې ته
لکه غږ چـــــا د سخات کړی
تل په یو نظـــــــــــر درګورم
نه مې کم او نه زیــــات کړی
چې وزرې مې هــــوس کړي
لوز خو تا د نبــــــــــات کړی
بدر عشق کې ستا مجـــرم دی
پر ځان دا تور يې زبات کړی
۱۳۹۷.۶.۶
««««««««««««««««
نورو ته سودا مې نشته
زه د هغې لارې څارم
یوازې هغه ده
چې بېرته نه راځي
١٣٩٧.٦.٥
««««««««««««««««
د چا په یاد کـې سـر وهـي پـه درز پــه دېوالونو
يو څوک دی کرښې کاږي هره ورځ په دېوالونو
١٣٩٧.٦.۴
««««««««««««««««
خیر که ګونګی کېږم د هغې مخ کې
خلک د اذان په وخت کې غلي وي
١٣٩٧.٦.٣
««««««««««««««««
د کار نه و
زړه مې غواړي
ځان را واخلم
چېرته لرې یې خطا کړم
۱۳۹۷.۶.۳
««««««««««««««««
راغلم او لاړم
خو ته راونه وتې
وې دې
درواغ خواږه وي
نن مې باور دی
چې را و به وځې
نن مې خواږه راوړي.
۱۳۹۷.۶.۳
««««««««««««««««
ترخې اوبه څښي
چې سمندر تل
په ځان کې غرق دی
۱۳۹۷.۶.۲
««««««««««««««««
لامبو مې زده وه
خو ستا خیالونو ډوب کړم
۱۳۹۷.۶.۲
««««««««««««««««
سختې چارې اوس راته رامخه کړه
ستا له تلو نه وروسته چې ژوندی دی یم
۱۳۹۷.۶.۲
««««««««««««««««
زه یې چې مرګ ته رسولی ومه
تکل مې وکړ
چې ورپسې شوم
د لارې پای کې
ځان ته ولاړ وم
١٣٩٧.٦.١
««««««««««««««««
ماته کبرجنې غاړه راکړله
چا وې لېونتوب بې کرامته دی
١٣٩٧.٦.١
««««««««««««««««
اوس دومره چې د خپلو احساساتو په کوڅه کې نه ورکېږم
اوس جوش نه د ځوانۍمې زه یو دوه ګامه اوښتی یم
١٣٩٧.٦.١
««««««««««««««««
له زړه نه تېره ښکاري
لاس مې ورکړی
خو وېرېږم
١٣٩٧.٦.١
««««««««««««««««
خندا پر هره لار تر ګوتو نیسم
هر چا ته نه کېږي چې زړه وسپړم
پوښتم یې څرنګه یې ووژلم
ناست یم چې ستا د بڼو خوله وسپړم
١٣٩٧.٥.٣١
««««««««««««««««
مساپر جانان ته
د سر سترګې مې تیارې دي
نه غړېږي
د اختر مبارکي مې
د زړه سترګو سره وکړه
۱۳۹۷.۶.۳۱
««««««««««««««««
پوهېږم تنهايي چېرته نږدې وي دلته پټه
ته چې راځې رانه هېرېږي چې يې ولټوم
۱۳۹۷.۶.۳۱
««««««««««««««««
لېونتوب
هر څیز
سړي ته یو څیز
ور زده کوي
درست لېونتوب ته ورته
چې یې له ځان سره
خبرې کول را زده کړل
١٣٩٧.٥.٢٧
««««««««««««««««
غزل
تا د ژړا خبره
ما د خندا خبره
هغه که دا خبره
زما او ستا خبره
راماتوې ته ولې
راته په ملا خبره
یو ځلې غوږ خو شه ته
کومه ستا خبره
سره ونه پوهېدو
ټوله وه دا خبره
هغه خو تا کوله
چې وه زما خبره
کينه نه مې نه پاروي
زړه کې د چا خبره
له ما هېرېږي ژر ژر
د بې وفا خبره
تا په خندا تېره کړه
تا په خندا خبره
ته دې زما چې اوسې
کوله ما خبره
مینه تش لاس لاړله
کومه دا خبره
چې هر چا ځان ته غوښته
شوه د دنیا خبره
راته راپېښه کړله
راته سودا خبره
د شپې بازار کې نه وه
هیڅ د رڼا خبره
دلته د هيچا نه زده
زړه ته دوا خبره
څوک نه پوهېږي وکړي
چا ته د چا خبره
چې دې درواغ بلله
هغه رښتيا خبره
زما او ستا د مينې
غلې شوه بیا خبره
بدر دې مه تنګوه
غواړې همدا خبره؟
درسره مینه لرم
دا يې صفا خبره
۱۳۹۷.۵.۲۷
««««««««««««««««
نور مې درته بشپړ انځور کښلی دی
یو یکي دې زړه پاتې
زړه مې دې ورک کړی دی
خیر د زړه په ځای به درته ګل ږدمه
۱۳۹۷.۵.۲۷
««««««««««««««««
د مینې پر نري تناو
د تږ په لوبه کې
چې یو سر یې ستا
په رېږېدونکو لاسونو کې و
باور مې زړه تر لاس نیولی و
١٣٩٧.٥.٢٦
««««««««««««««««
موسکۍ شه
راوتلي اننګي دې چې کوم قوس جوړوي
هغه جمله په کې لیکل شوې وي
چې لوستل یې
زړه ته مې قرار ورکوي:
درسره مینه لرم
١٣٩٧.٥.٢٦
««««««««««««««««
هر څوک
مینه په یو ډول
نه احساسوي
او نه هر چا ته
په باران کې ګرځیدل
خوند ورکوي
١٣٩٧.٥.٢٦
««««««««««««««««
غم خپل کار وکړ
اوښکو ته شوم
په نشه ونه شوه
١٣٩٧.٥.٢٦
««««««««««««««««
مه خپه کېږه
که ژوند مې درته ونه ویل
ډارېږم
د ځینو څیزونو لپاره
سړی له ژونده تېږيږي
ته مې
ته یې
١٣٩٧.٥.٢٥
««««««««««««««««
د یواریتوب تریخ چای
او د یادونو دې خواږه راکوي
زه ټوله ورځ
د خپل خیال په چایخانه کې ناست یم
١٣٩٧.٥.٢٥
««««««««««««««««
په رګونو کې وینه یم
رنګ مې نه بدلېږي
ته يې په کلي کې
که يې په ښار کې تویوې
۱۳۹۷.۵.۲۵
««««««««««««««««
ما ته لیکل په پنسل خوند راکوي
په خودکار کښلی انځور
نه پاکېږي
۱۳۹۷.۵.۲۵
««««««««««««««««
موږ چې واړه وو
څوک چې مو بدې راته
چېرته په تګ
توره پيشو مو غوښته
وا درده دا څه کوې
نن غواړم زه نه اوسم
۱۳۹۷.۵.۲۵
««««««««««««««««
د ماشومتوب هغه یوه لوبه مې اوس هم
چې یادېږي
زړه ورانېږي
راته دې کړه:
ته يو څه وايه
زه به بیا وایم
چې (رښتيا) که (درواغ)
درته مې وویلې:
((زما خوښېږې))
موسکی شوې، ودې وې:((رښتیا))
غوښتل مې دا ووايم:
((چې دا ستا هم خوښېږم))
خو ژر په خوله باندې مې لاس کېښوده.
۱۳۹۷.۵.۲۴
««««««««««««««««
زړه مې هوا غوندې دی
کله وي دومره تازه
چې دې باور ګوته په غاښ شي ورته
کله بیا دومره له غباره ډک وي
چې په کې ساه بنديږي
۱۳۹۷.۵.۲۴
««««««««««««««««
د مينې د زړه کرونده مې
ستا په نامه کړې
غواړمه دا
چې ستا د ښکلو سترګو
د خوږ نظر
سپین آس
په همدې مينه په کې
وشیشنېږي
۱۳۹۷.۵.۲۳
««««««««««««««««
د درد ښکالو اورم
په زړه مې لکه چې
لورېږي
غوږ نه ګروم
١٣٩٧.٥.٢٣
««««««««««««««««
لاړه
غم ته یې زړه نه ورکوم
یوازې لاروی
که پر لاره لوېږي
دا تمه نه لري
چې څوک یې راپورته کړي
خپله باید راپاڅي
١٣٩٧.٥.٢٣
««««««««««««««««
په خندا مې
نپوهېږم
خو کله چې ژاړم
له بل چا سره غږېږم
١٣٩٧.٥.٢٢
««««««««««««««««
څوک نه وي
چې درته ووایي
مینه درسره لرم
یوازیتوب همدا دی
١٣٩٧.٥.٢٣
««««««««««««««««
ژاړم
غم لرم
درد او ساړه اسویلي
بډوهلې پیڅې
هره شېبه راپسې وي
ژوند
یو غوره لوبغاړی غوښت
چې وخاندي
۱۳۹۷.۵.۲۲
««««««««««««««««
زړه مې
هغه ور غواړم
چې یوازې ته يې راپورې کړې
‍۱۳۹۷.۵.۲۲
««««««««««««««««
هر څه او هر څوک بدل شوي
چې به يې زړه په تنګ شو
چا به ویل
زړه مې وچاود
د ډېرو خوا به ورته بده شوله
خو هغه روغ ګرځېده
چې به خوشاله و څه
د نورو زړه هم ورته باغ باغ کېده
اوس
اوس یو څوک ډک بازار کې
ځان چوي خپل
یوه شېبه کې قامتونه ریبي
څوک ورنږدې نه شي تلای
هسې نه بل یو يې قامت ته ناست وي
۱۳۹۷.۵.۲۲
««««««««««««««««
ډېره لنډه
یوه کرښه نه
یوه ټکې کیسه هم شته:
((لاړه))
١٣٩٧.٥.٢١
««««««««««««««««
... او
وريځې او باران
د خدای په لاس کې دي
زما ژړا او اوښکې يې
ستا په لاس کې ورکړې
په تا مې نه لورېږي
چې څوک دې دا ووايي
زړه دې له تېږو جوړ دی
۱۳۹۷.۵.۲۰
««««««««««««««««
له خپلو
لیکل شویو شعرونو مې
پنجره جوړه کړه
زما اسارت یې راسره نه منله
١٣٩٧.٥.١٩
««««««««««««««««
راز یې پوښتې؟
په هغه شپه مې اوښکې
خندا د مینې وه
١٣٩٧.٥.١٩
««««««««««««««««
هره ورځ
د عشق دريڅې ته
درېږم
ټول رانه دا پوښتي
چې څه ګورم
او
څه لټوم
راته راښکاري که نه؟
خو هیڅوک نشته دی
چې ووايي
له ځانه
زه
څنګه ورک شوم؟
١٣٩٧.٥.١٨
««««««««««««««««
د یوې بوسې پلمه کې
د زړه امن او کرار مې
دې ته اړ کړم
چې سرخي ته دې شونډو
بیعت وکړم
١٣٩٧.٥.١٨
««««««««««««««««
چې تللې یې
له تا سره یم
راځه چې
ګډ و اوسو
۱۳۹۷.۵.۱۸
««««««««««««««««
که حسن ایینې ته
رانجه نه وه ورکړې
د چا د ښکلا راز به
په راز کې پاتې نه و
۱۳۹۷.۵.۱۷
««««««««««««««««
د ډېوې رڼا
پر تيارې پښه کېښوده
او شور په زړه کې
اتڼ ته
لېڅې ونغاړلې
د خاموشۍ ژبه مې
کرار
په غاښ کړه
کړيکه
په ځان کې
ډوبه کوټه
د یوازېتوب
له درانه خوبه ځنې
راويښه کړله
١٣٩٧.٥.١٦
««««««««««««««««
داسې دې روږدی په درواغو يمه
اوس مې نشه په رښتيا نه ماتېږي
۱۳۹۷.۵.۱۶
««««««««««««««««
په ښوونځي کې
حساب مې نه زده کېده
په کومه ورځ چې به مې یاد و یو څه
په هغه ورځ به مو ښوونکې نه وه
په هغه ورځ په والله ډېر دردېدم
اوس مې د کلي دیوالو باندې چې
کرښې ایستل
کرښې شمېرل زده کړي
دا حساب ښه کوای شم
ته نه راځې
۱۳۹۷.۵.۱۶
««««««««««««««««
ستا نه خالي
ډک زړه لرم
۱۳۹۷.۵.۱۵
««««««««««««««««
خالي زړه مې
ستا له نشتون نه ډک دی
۱۳۹۷.۵.۱۵
««««««««««««««««
غواړم چې د غږ د باغ
ګلونو کې دې ورک شمه
زړه رانه له تا سره
یو بهار
خبرې غواړي
۱۳۹۷.۵.۱۵
««««««««««««««««
غواړم په سړه سینه
ژوره ساه وکښم
او ساه مې
ستا د غېږې
خوشبویي ولري
۱۳۹۷.۵.۱۵
««««««««««««««««
لاره
یوازې
لاره ده
سیوا تر دې څه نه ده
ته به یو ځایه پورې خپله ورځې
او که به دې لاره بوځي
هلته درېږې به ته
د یوه پیل مینه دې اخلي پسې
تر یوه ځایه
یو څو قدمه
د یو چا غږ د قدمونو به تا تر وړاندې بولي
زړه درته دا به وايي
کاش چې دغه لاره تر وړاندې تلله
کاش چې دا غږ د قدمونو
خپله لمن د ازانګو کې درته زړه نغاړلای
لاره تا ته به درګوري
ته به لارې ته ورګورې
لاره مخته به وي نوره غځېدلې
خو یو ځای کې به دې درد
ناڅاپه تم کړي:
نوره خپله مخته ځمه
ما همدغه ځای ښودله
۱۳۹۷.۵.۱۵
««««««««««««««««
زه او زړه نه جوړېږو
د زړه مې وېره نشته
زه مې په زړه ډارېږم
۱۳۹۷.۵.۱۵
««««««««««««««««
زړه مې دې مينې سره
خير دی
له دردونو ډک وي
اسمان بې ستورو او سپوږمۍ
هيڅکله ښه نه ښکاري
۱۳۹۷.۵.۱۵
««««««««««««««««
چا ویل
له لاسه ورکولو لپاره څه نه لرم
یوازېتوب دې راسره شته.
۱۳۹۷.۵.۱۴
««««««««««««««««
غواړم په خوب کې ومرم
ستا بې رخي به
څوک نه راخاندي
وایي به
یوازې و
ډار شوی دی
۱۳۹۷.۵.۱۴
««««««««««««««««
عشقه یو بل راته واخله
دا زړه چې زه لرم
هره ورځ ماتېږي
۱۳۹۷.۵.۱۴
««««««««««««««««
زړه به را خوري
خو سودا مې ورته نه نشته
دردونه ټول د ماشومانو غوندې دي
چې څه دې ورنه کړل
په چيغو چيغو کوټه په سر را اخلي
یو وخت ورګورې چې
کوټه کې هر څه ګډوډ پراته وي
او دی د وره خوا کې دېواله ته
اوښکې اوښکې سترګې
خوب وړی وي
۱۳۹۷.۵.۱۴
««««««««««««««««
یو چانس
که په ځان کې
د ځان د ورکېدو هم راپاتې وي
تا به په ځان کې دومره ورکه کړم
چې ځان کې د ځان ورکول
ځان ته حیران ودروم
۱۳۹۷.۵.۱۳
««««««««««««««««
پوهنتوني نجلۍ
نانځکه يې په لاس کې وه
پوهنتوني خورلڼې يې
پر خپلې خندا هېښې کړې:
زړه مې یو بې درده کس غوښته
۱۳۹۷.۵.۱۳
««««««««««««««««
خیالونه دې
وچ ويلني دي
چې يې د ذهن
په لاسونو مروړم
زما پر ټولې شاعرۍ خورېږي
شاعري مې ټوله ته يې خوشبويي ده
۱۳۹۷.۵.۱۳
««««««««««««««««
ودې ویل
ګوتې دې د لاس چې
یو یو کرار وشمېرې
بېرته به راغلې یم
هره یوه ګوته مې
زر ځلې شمېرلو کې
هر زر ځلې وروسته
زر ځلې شمېرلې ده
۱۳۹۷.۵.۱۲
««««««««««««««««
سترګې مې نه لمدېږي
او نه مې زړه تنګېږي
یو څوک له څه مودې نه
ډېره مې نه خوښېږي
۱۳۹۷.۵.۱۲
««««««««««««««««
زړه ماشومتوب اخستی
د کوم یو کور مخې ته
کومه کوڅه کې پښې ودربوم
چې د دیدن دې
راته خواږه راکړې
۱۳۹۷.۵.۱۱
««««««««««««««««
بې سر او تاله دي
ځینې خبرې
همداسې وي
درد لري
۱۳۹۷.۵.۱۱
««««««««««««««««
چا ته ویل مې
ګوزاره کومه
ويل يې ښه ده
ګوزاره ده کوه
۱۳۹۷.۵.۱۱
««««««««««««««««
شعر او زړه
شعرونه مې
د زړه خبرې دي
خو زړه ته نه پاتېږي
زه چې په شعر کې
کلمات کموم
ښایست او مينه په کې رنګ راوړي
خو په درزاوو کې يې
ستا له غوښتلو نه که لږ ورتېر شم
زړه به مې سم له واره ودرېږي
۱۳۹۷.۵.۱۰
««««««««««««««««
غزل
مرګ ته راغلی یم چې مرګ نه غواړم
ځــــان راتــه ګـران دی د هغـې لپــاره
زړه مــې ویل چې څوک دې نه پېژني
چیغې مـــــې راوړې ستا کوڅـې لپاره
نن یــې پـه جـــار رالـــره جـــار ووېل
لــه جــاره جــار وځــــم هغــې لپـــاره
د ورځې بوخت یمه په کار کــې د کار
ستــړیا مـــــې راوړمــه د شپــې لپـاره
نیمــــه ګنــــاه کـــه رانــه کېــږي کلــه
نيمــه پلـمـــه غـــــواړم تــوبــې لپـــاره
د نی کوڅه کې مــــې چې څه کول نن
څــه مــې ویــل هغـــــې شپنــې لپـاره
غوسه کې موسکـه شــــوله ويـــې ويل
مـــړه خپـــــه وې د هـمــــدې لپــــاره
بـدر چــــې هـر چا ته دی ګران داسې
غــریب څــــه نه لــري ګیلــې لپـــاره
۱۳۹۷.۵.۱۰
««««««««««««««««
حیران یم دا یوه لمن خبرو باندې څه کړم
کوڅه کې د وره شاته ده ولاړه نه راوځي
۱۳۹۷.۵.۹
««««««««««««««««
زما په چا پسې چـــــې زړه اوبه اوبه دی
وايي چې هر سهار ګلونو ته اوبه ورکوي
۱۳۹۷.۵.۹
««««««««««««««««
مه ژاړه
زړه مې خټيڼ دېوال دی
راوبه نړېږي
۱۳۹۷.۵.۸
««««««««««««««««
شعرونه مې
د زړه خبرې دي
خو زړه ته نه پاتې کېږي
زه چې په شعر کې مې
کلمات کموم
ښایست او مينه په کې رنګ راوړي
لکه روانې اوبه شرنګ کې درومي
خو په درزاوو کې يې
ستا له غوښتلو نه که لږ ورتېر شم
زړه به مې سم له واره ودرېږي
۱۳۹۷.۵.۸
««««««««««««««««
دنیا مې مه بوله
نه غواړم
چې ته دې نه يې
زه دې پايم
۱۳۹۷.۵.۸
««««««««««««««««
د شعرونو مې په زړه درد دی
تا سره مينه کې مې
اومه خیالونه ورکړي
١٣٩٧.٥.۸
««««««««««««««««
خپلې چيغې مې
راټولې کړلې
دا والۍ
د کوڅې غوږونو ته
نه راځي
١٣٩٧.٥.۷
««««««««««««««««
د اوښکو خط
سپینې پاڼې غم جوړ کړی
ما ته چا وې
چې د اوښکو په رنګ خط دې ورته لیکم
وايي بله اندېښنه راسره نشته
وایي لویه سودا زړه کې مې
دا ستا بیسوادي ده
١٣٩٧.٥.۶
««««««««««««««««
د ماشومتوب مينې د زړه تر ګوتو ونیولم
ستا په اختر کې جامې نه وې
په دې اختر کې مې بیا
نوې جامې وا نه غوستې
١٣٩٧.٥.۶
««««««««««««««««
زړه راته ګران دی
د تلو په وخت يې راته وايي:
هغه نه ځي
١٣٩٧.٥.۶
««««««««««««««««
انځور دې
د زړه چوکاټ کې ساتم
غواړمه پوهه شې
چې
دا سرحد
د اوښتو نه
د نه تلو لپاره دی
١٣٩٧.٥.۶
««««««««««««««««
سږ مو د کلي
زړه ونه
له توتانو ډکه وه
خو يو چا دغه توتان
د خپل خیال د وچې ځمکې پر مخ
بد وڅنډل
باد د هیلو د مرغیو
ځاله کې
خپله شپېلۍ غږوي
١٣٩٧.٥.٥
««««««««««««««««
ماشوم زړګي سره مې ښار ته راغلم
بازار مو لټ په لټ کړ
يوه نانځکه يې هم خوښه نه شوه
وايي د دوی خو هیڅ خبرې نه زده
درنه هغه غواړمه
ووایه
چېرته يې ته
تا راته نه ویل چې
د ماشومانو زړه خبرې غواړي
د ماشومانو زړه څوک نه ماتوي
۱۳۹۷.۵.۲
««««««««««««««««
د زړه د درد سر ته
سودا مې نشته
مينې اوږه راکړې
۱۳۹۷.۵.۲
««««««««««««««««
نپوهېدم
که پوهېدم
د ځان د پوهولو هڅه مې
ستا په پوهولو کې کوله
۱۳۹۷.۴.۳۰
««««««««««««««««
غېږه دې
د ګلاب او د نرګسو د غوټيو جامه ده
چې راسره يې
زه به په هر موسم کې
بهار بهار یم
۱۳۹۷.۴.۳۰
««««««««««««««««
که جوارګره وې
په لوبه کې
ستا ناز به مې ووړ
۱۳۹۷.۴.۳۰
««««««««««««««««
د یاد وري دې
۔ هره شپه ۔
زما د زړه پر ورشو ګډ وي
۱۳۹۷.۴.۳۰
««««««««««««««««
د کلي د ویالې غاړې
پتري نیولي
زه ورته خپله تنده یادوم
۱۳۹۷.۴.۲۸
««««««««««««««««
فریاد بې غږه دی
او چوپتیا مې
یوازې خپله اورم
۱۳۹۷.۴.۲۸
««««««««««««««««
ښه شو راغلم
خاطرو ته مې ځان یاد کړ
دېواله باندې انځور ته
اشنا نه وم
١٣٩٧.٤.۲۶
««««««««««««««««
نه دې ستنوم
خو داسې نه چې
څوک دې وايي
که خوښېدې يې
نه به تلله
١٣٩٧.٤.۲۵
««««««««««««««««
زه او شپه
درد مې زړګي ته ناست دی
د خوب مې سترګو پسې سترګې وتې
ناکراري ترلاس نیولې داسې
زه مې د خپل کرار په لـټه کې تل
ژوند ته بې سر و پایه اوږدې کوڅې جوړوم
شپه هم زما غوندې ده
شپه ده روانه
شپې ته کرار نه ورځې
غواړي شفق ته
د خپلو سرو شوګیر وهلو سترګو
رنګ ورکړي
١٣٩٧.٤.٢٤
««««««««««««««««
لېونتوب
ځينې څيزونه
سړي ته ګران وي
ځنې څيزونه
څوک په څه نه بدلوي
پر تا مئین یم
دا لېونتوب پر دنیا نه ورکوم
۱۳۹۷.۴.۲۴
««««««««««««««««
ژوند په کې
"نه" او "مه" دی
خو غواړم ستا دنیا کې
تا سره اوسم
منم
زما دنيا
د آزادۍ دنیا ده
خو ته يوهېږې
زه په کې ژر تنګېږم
۱۳۹۷.۴.۲۴
««««««««««««««««
د باد لاس د وره پر ځنځير ولګېد
تنهايي ورمنډه کړله
پښه يې د چوپتیا پر ښيښې ولګېده
د ښېښې کرېږو
کوټه راويښه کړه
او ما بېرته
د خپل وجود نیمه تياره ګوټ کې
سر پر زنګون کېښود
۱۳۹۷.۴.۲۴
««««««««««««««««
په خپلو شعرونو کې مې
هغه نالیدلې ښکلې انځور کړې
چې ما نه پېژني
۱۳۹۷.۴.۲۴
««««««««««««««««
ودې پوښتلم
دا دومره ښکلې دې
په شعرونو کې څه کوي؟
لېونۍ!
ریبارانې وې
چې ته يې راوموندې
۱۳۹۷.۴.۲۳
««««««««««««««««
جسد
د ژوند شپې د تیارې له ګریوانه سر را ایستلی
د یادونو د ساه تلتکه لنډه ګنډل شوې
ساړه د کوټې د اروا په پښو کې اغزي نښلي
د زړه هسک مې د مینې په پسرلي کې
د ژمي جامې اغوستي
ښکلیه!
که راغلې
ومې بښه که ژر دې ونه پېژندلم
زه د خپل وجود دوزخ کې
کنګل وهلی جسد یم
١٣٩٧.٤.٢١
««««««««««««««««
باغ په خپلو حواسو کې
ورک دی
عطر او ښکلا

ستا جامې
اغوستې دي
۱۳۹۷.۴.۲۱
««««««««««««««««
خوبولی غږ
ما پخپلو ګنهکارو سترګو ولید
د غږ وري یې چې نخاس نه څنګه یوړل
او پر ستونو يې مسلخ کې
د چوپتیاوو چاړه تېر کړل
ما پخپلو ګنهکارو سترګو ولید
چې یې څنګه
د ویالې سترګه ړنده کړه
او لږ لرې
د یو ستړي لاروي ستوني کې څنګه
ډوډۍ بیا بیا ونښتله
ما پخپلو ګنهکارو سترګو ولید
چې ویاله د لاروي د جنازې د وړلو نه وه
ما پخپلو ګنهکارو سترګو ولید
د چڼچڼې یو بچی چې
له یو ښاخ نه تر بل ښاخه
الواته یې لوی هوس و
د ښکاري د لیندۍ ښکار شو
ما پخپلو ګنهکارو سترګو ولید
چې ښايسته ماشوم هلک يې
د خپل زوکړې لومړۍ ورځ کې
په منځ څنګه کړ دوه څېرې
او د زوکړې خوشالي يې
د هغه په وینو سره کړه
ما پخپلو ګنهکارو سترګو ولید
چې زه مړ یم
د غیرت او د غرور ملا مې ده ماته
ما دا هرڅه دي لیدلي
خپلو سترګو ته مې پړ یم
خپلو سترګو ته مې ډېر ګنهکار ښکارم
١٣٩٧.٤.١٩
««««««««««««««««
هملاري
لاس دې چې نیسم
زما اوږه په اوږه تګ خوښېږي
چې په لاره کې دې شاته در روان یم
ته مې خپل سیوری مه غواړه
١٣٩٧.٤.١٧
««««««««««««««««
اوږده شعرونه مې نه خوښېږي
په لنډکیو کې دې ژر پیدا کوم
۱۳۹۷.۴.۱۷
««««««««««««««««
چې پیدا شوی دې وای
هغه پېړۍ نه ده اوس
که یو وخت ولولې زما شعرونه
نرۍ موسکا به دې پر شونډو ښکل کړي
ښايې دا ووايې چې
دا غریب څومره ستړی شوی به وي
پر ما مئين به چېرته چېرته
زه لس دولس پېړۍ مخکې لټولم
۱۳۹۷.۴.۱۶
««««««««««««««««
منم!
له لرې به درګورم
خو راته وايه
چې د انګورو په خوراک
څوک نشه کېږي؟
۱۳۹۷.۴.۱۶
««««««««««««««««
هغه څه رانه وپوښته
چې
ځواب یې راسره وي
او ته یې
درک کولای شې
زما دا غریو
زما ژړا
د عجیب حس
زېږنده دي
١٣٩٧.٤.١٥
««««««««««««««««
ته نېکمرغي یې
او نېکمرغي
یوه ورکه ده
وېرېږم
چې په موندلو سره يې
ځان ورک کړم
١٣٩٧.٤.١٥
««««««««««««««««
یوازیتوب ته مې
ستا وعدې غږولې
راولاړ شوم
باد
د وره ځنځیر ښوراوه
١٣٩٧.٤.١٤
««««««««««««««««
هئ!
ته پوهېږې
درپسې ډېر خپه یم
لکه د هغه
بې سواده پلار
چې زوی يې یادېږي
خو خط ورته نه شي لیکلای
۱۳۹۷.۴.۱۴
««««««««««««««««
هرڅه چې لیکم
د ځان لپاره لیکم
کله چې ته يې لولې
ځان په کې مومې
نپوهېږم
سبا چې
بل څوک يې لولي
په دې کرښو کې
د هغه برخه به څه وي
هر څه چې وي
د یو شعر په سترګه به ورګوري
خو وېره مې دا ده
چې ما او تا به
درک کوي
او کنه؟
١٣٩٧.٤.١٣
««««««««««««««««
سترګې مې ډنډې ښې دي
د دې چينې یو کونج کې
د چا د یاد مرغۍ
اوبه څښي
۱۳۹۷.۴.۱۲
««««««««««««««««
هرڅه کې
یو څه
کم دي
آسمان کې
ستوري
ځمکه کې
خلک
زړه کې
ګرمي
او
په شونډو کې
خندا
ته نه يې
کنه
۱۳۹۷.۴.۱۲
««««««««««««««««
د ویالې ذهن
له هغو خوبونو او خیالونو
چې لیدلي مې دي
ډک شوی دی
اوس هر سهار د خوړ ترغاړې
ستا د خوبونو او خیالونو لپاره
د وچکالۍ په دې بې خوبه شپو کې
مویک په لاس
په ابي رنګ
د مینې سیند انځوروم
١٣٩٧.٤.٩
«««««««««««««««««
هره ورځ
مرګي ته
په سلامي ولاړ یو
موږه ګناه کړې ده
موږه د ژوند په نامه
کوڅه کې اوسېږو
۱۳۹۷.۴.۹
«««««««««««««««««
مرغی له لوړ ښاخ نه
خلاصې پنجرې ته ګوري
ښایی
هغه د خپل غږ
سوز اخیستی
٩٧.٤.٨
«««««««««««««««««
د زړه د ستړیا احساس مې
ډېر خوږ و
نن ستا د یادونو کوڅه کې
ډېر وګرځېدم
۱۳۹۷.۴.۸
«««««««««««««««««
درواغ
ستا پر ژبه
یو خوږ ټکی دی
او رښتیا
پر هغه
زما باور دی
١٣٩٧.٤.٧
«««««««««««««««««
د دنیا ښکلې دې شي غرونه غرونه
زه دې شم ورېځ
چې پر لمنو يې ورېږم
۱۳۹۷.۴.۶
«««««««««««««««««
ډوډۍ مې د سپوږمۍ ټیکله
لمر دسترخوان
او ژوند مې
لوږه ده
١٣٩٧.٤.٤
«««««««««««««««««
او زه
ببچاره درښکاره شوم
تا لږ
له بره را وکتل
١٣٩٧.٤.٤
«««««««««««««««««
شعرونه مې
که د اوښکو انځورونو ته پاتې کېږي
ویلي دي وو
کله چې ژاړې
زړه مې درباندې درد کوي
۱۳۹۷.۴.۳
«««««««««««««««««
تېره شپه
د ګورو ورېځو شپه وه
تېره شپه
ستوري ونه ځلېدل
تېره شپه
ټولې کوڅې ډوبې په خټو کې وې
خو دا چې څوک هم
دلته په ورېځو
په باران
او په چکړو کوڅو پوه نه شول
تېره شپه
زه وم
چې پر خپل ځان ژړېدم
۱۳۹۷.۴.۲
«««««««««««««««««
یو باد پاڼه په لاس
له تړلې کړکۍ سره
تر ډېره تم شو
خو پاڼې خپل زړه
هوا ته وسپاره
پته ناسمه نه وه
خو یو د مينې شعر
نالوستی پاتې شو
یو څوک له چا نه مروره
خپله تیاره کوټه کې
سر په زنګون ایښی و
۱۳۹۷.۴.۱
««««««««««««««««««««««
لمده شپه وه
کړکۍ باران ټکوله
او په کوټه کې
د یو چا یاد
زما ژړا تخنولې وه
۹۷.۴.۱
««««««««««««««««««««««
خیالونه اوبم
وېرېږم
د یوازېتوب ساړه مې
ونه وهي
۹۷.۴.۱
««««««««««««««««««««««
غواړم باران شم
کوڅې په دوړو کې ساه نه شي کښلی
غواړم باران شم
له ډېر وچوالي د اوبو د ډنډ زړه
ګورﺉ چې چاک خوړلی
ګورﺉ چې هره شېبه لا پسې چوي
تږیو مرغیو ته کتلای نه شي
غواړم باران شم
تیارو کې ساه د ژوند د ناوې تنګه شوې ښکاري
زما ژړا تخنوي
زما د اوښکو څراغان ته غواړي شپه تېره کړه
غواړم باران شم
او تا لمده لمده
په مینه غېږ کې ونیسمه
غواړم باران شم
چې دې ورېږم
ټک
ټک
لکه خندا دې
زما خوښېږي
چې تل له دې موسیقۍ خوند واخلم

ادامه نوشته

لنډې کيسې: قتل

لنډه کیسه/ صديق الله بدر

 

قتل

 


دوو وسله والو د خټين کور دروازه په لغته ووهله. د دروازې له ماتېدو سره یو چاغ سړی له کروزین موټر نه راښکته شو، نېغ خټين کور ته ننوت او په لوړ غږ يې وویل: ((جمیله! وه جمیله! ته اوس دومره شوې چې...))
جميل په وارخطايۍ له کوټې را ووت. یو وسله وال د هغه په خوا ورمنډه کړه. هغه يې له ګرېوانه ونیو او کلک کلک يې په دېوال وواهه: ((ته اوس دومره شوې چې د قوماندان صاحب خبره په ځمکه غورځوې.))
قوماندان خپل باډیګارد ته وکتل، هغه د جميل ګرېوان خوشې کړ. قوماندان د جمیل مخې ته ودرېد. غاښونه يې وچيچل: ((چې خبره مې ونه منې، والله که رانه د ژوند څکه وکړې.))
جميل چې له ودرېدو پاتې و، ځای په ځای کېناست او بیا د قوماندان پښو ته ولوېد: (( قوماندان صاحب! بې کسه یم، څوک مشر په کور کې نه لرم، دوه واړه بچي او مېرمن به مې څنګه شي؟))
قوماندان هغه ټېله کړ، پر شا لس دولس کلکې لغتې ورکړې او کوټې ته ننوت. د جميل مېرمن او بچیان په چيغو او ژړاوو سر وو. قوماندان پرې وبړچېده: (( غلي شئ!))
بیا يې پر خپل باډيګارد غږ وکړ: ((سرداره! هغه سپی درسره راوله.))
باډيګارد جميل راپورته کړ او کوټې ته يې راننیوست. قوماندان ښځې ته ځير و. جميل نالښت وکړ: ((قو، قوم...قومن...دان... صا...صا....حب...ما مړ کړئ...زه...خپ...خپل بچيان...نه شم...پ..رې...ښو... دل...لای.))
قوماندان د هغه کشری زوی چې د مور شاته پټ شوی و، راکش کړ او له پښو يې راځوړند ونیو. ماشوم چیغې کړې. جميل ورو ځان ته حرکت ورکړ چې کېني، یو باډیګارد خپل قوماندان په اشاره، هغه ديوال ته تکیه کړ. د جميل له سترګو اوښکې روانې وې، څو ساړه اسويلي يې وکښل او کرار کرار لګیا شو: (( قوماندان صاحب! د خدای په پار هغه خوشې .))
قوماندان چې لا هم د جميل کشری زوی له پښو نه په هوا کې ښکته پورته کاوه، غاښونه يې وکړچول: ((دا څه دي، د مور وار يې، نه نه! د دې ښکلې وار لا پاتې دی. ته پرېده چې يو وار دا شیطان ختم کړم، هغې سره هم ګورم.))
پر جميل سر وګرځېد. غاړه يې يوې خواته کږه شوه. سترګې يې چې پرانستې لا هم یو باډیګار پرې د اوبو سطل خالي کاوه. مخامخ يې خپل مېرمن ته پام شو، چې ترهېدلې او شېبه په شېبه ځان په خپل ټيکري نغاړي.
يو اړخ ته تاو شو. په سینه شو او کرار کرار يې تر قوماندانه چې یوه پښه يې د زوړ شلېدلي کټ پر پايې او بله يې پر ځمکه ايښې وه، ځان ورساوه او د هغه پښه يې ښکل کړه: ((قوماندان صاحب...هاهه..هاهه...هر څه چې..هاهه...هاهه...وايې کوم يې. مېرمن او بچیان مې پرېږده.))
قوماندان کړس کړس په خندا شو: ((دغسې! زمریه، ما خو ویل چې دومره بې همته نه يې. وژني خو دې نه، زیات نه ۲۰ کاله قید به تېروې.))
جميل چې ستونی يې غریو نیولی و، ورغبرګه يې کړه: ((منم يې، هرڅه چې وايې منم يې. اوس لاړ شم، چېرته لاړ شم، څه وکم؟))
قوماندان پوزخند وواهه: (( هه، خود به يې منې، په خپله خوښه نه يې، موږ باید په ښار کې د هغه زورور څارنوال له لانجې خلاص شو، پولیسو ته ووایه چې په موټر د هغه زوی زما زوی نه بلکې تا وژلی.))
۱۳۹۷.۶.۵

ادامه نوشته