د ۱۳۹۶ له میزان څخه د ۱۳۹۷ د ثور تر میاشتې پورې شعرونه
غېږ دې زما ژمي ته بس ده
د بل موسم پروا مې نشته
خوب کې مچکې درنه اخلم
ويښه کې هيڅ سودا مې نشته
۹۷،۲،۱۶
««««««««««««««««««««««
چې د ښاخ د ماتېدو وېره يې نه وي
د مرغيو خو باور پر خپل وزر وي
۹۷،۲،۱۶
««««««««««««««««««««««
چا وې چې په يو ګل نه پسرلی کېږي
زه چې يو تا لرم بهار بهار یم
۹۷،۲،۱۶
««««««««««««««««««««««
لکه د مور د ذهن
په غوټه شوې پېڅکه کې
ته مې خوږه يې
د ماشومتوب
هرې شېبې غوندې
۹۷،۲،۱۶
««««««««««««««««««««««
چې خبره ستا د خيال وي
لارې څه چې
کوټه هم درپسې ګرځي
۹۷،۲،۱۶
««««««««««««««««««««««
۹۷،۲،۱۵
ســــــودا ته خپل عمر مې ډېر کړ، راغلم
هلتــــــــه مې ځان درسره هېر کړ، راغلم
عشقــــــــــه پوه نه شوم څومره تا سره وم
کم و که ډېر وخت خو مې تېر کړ، راغلم
یادښت: داسې يو نیم هم د نذیر ګلاب په خوښه
««««««««««««««««««««««
۹۷،۲،۱۵
•
غواړمه
د خپل فکر دېوال باندې
انځور دې کړم
غواړمه
چې غلی درته ګورمه
غلې راته ګورې ته
««««««««««««««««««««««
۹۷،۲،۱۵ •
کاش په پنسل مې پرې لیکل کړي وای
د انتظار کتابچه مې ډکه شوې ده
««««««««««««««««««««««
۹۷،۲،۱۵
کاش په هر موسم کې
واوره ورېدله
سړي مو جوړول
««««««««««««««««««««««
۹۷،۲،۱۵
خندا دې
کلی په بل مخ اړوي
ته خانده
زه به کلی بیا رغوم
««««««««««««««««««««««
۹۷،۲،۱۵•
...او د غم
دنګه ونه ده
د زړه کوڅه کې
له لرې ښکاري
««««««««««««««««««««««
April 23 at 11:34am •
هغـــــه وخت خامي به مې ځواني کې وه
اوس څه وايې اوس خو عشقه زوړ شومه
««««««««««««««««««««««
April 22 at 2:56pm •
پوښتنه
اوس دې چې وپوښتلم ښه شوم یو څه
ډېـر مې پوښته اشنا چې ډېر ښه شمه
««««««««««««««««««««««
April 22 at 10:45am •
زړه مې په منګولو کې ښه ومروړه
دې مرغی همدا غوښتل
چې ښاخ تر ښاخه والوزي
««««««««««««««««««««««
April 22 at 10:29am •
غواړمه لا نوره هم ته ښکلې شې
غواړمه سپوږمۍ دې
له تندي نه چې را وخېژي
غواړم درته ووایم خوښېږې مې
٫٫٫
غواړمه د زړه پر آس
کلی د لمر ونيسم
غواړم درته ووایم مئین دې يم
««««««««««««««««««««««
April 21 at 2:52pm •
دردونه دې وي
دا خس
د زړه تنور کې
ښه اور اخلي
««««««««««««««««««««««
April 8 at 7:48am •
تنهايي مې ژوند
په دوو برخو
وېشلی
مخکې
له نه راتلو دې
او وروسته
له نه راتلو دې
««««««««««««««««««««««
April 7 at 11:05pm •
دا چې ګناه او ثواب
ګوته په غاښ دي راته
چې مې غوښتله خو بس
مینې ته ورسېدم
««««««««««««««««««««««
April 4 •
ودې ویل:
په ما مئين وې
تېرو شېبو خوند راکړ
ودې ویل:
درسره مينه مې وه
هغې شېبې هېر کړی یمه
««««««««««««««««««««««
April 4 •
په خپل ذهن کې مې لوستي؟
نه! دا مې په زړه کې نقش دي:
پر تا لیکل
پر تا د لیکلو سواد غواړي
۹۷.۱.۱۵
««««««««««««««««««««««
April 2 •
یادونه دې ټول
وچ ویلني دي
د زړه اونګ کې يې چې څومره ټکوم
وږم يې ټول وجود راته په سر اخلي
««««««««««««««««««««««
April 1 •
تنهايي مې ژوند
په دوو برخو
وېشلی
مخکې
له نه راتلو دې
او وروسته
له نه راتلو دې
««««««««««««««««««««««
March 22 •
ژوند کله کله
مرګ هم
د ځان په څېر
د خندا کوي
««««««««««««««««««««««
March 16 •
یوازې یم
غواړم له خوبونو سره
د ويښتیا له پولې واړم
هغه هم د هغې ويښتیا
چې لمرڅرک یې
ستا غږ دی
هیله ده
ومې بوله
««««««««««««««««««««««
March 16 •
ویلي دې وو:
راځم.
ټولې لارې مې اجاره کړې دي
««««««««««««««««««««««
March 16 •
په ښکلا کې دې
هیڅ (خو) نشته
جنۍ!
لکه چې درباندې مئین شوی یم?
««««««««««««««««««««««
March 15 •
خوښېدم دې
چې رایادېږې
ځان په غېږ کې نیسم
««««««««««««««««««««««
March 15 •
د مینې مرګ
پخپل مرګ مړ نه یم
چې وپوهېږم
یو څوک څنګّه مري
مه مې پوښته
چې ستا لپاره
مړه کېدو ته
څنګه ژوند کوم
««««««««««««««««««««««
March 15 •
زړه مې د شعرونو ټولګه ده
پاڼې یې ورو اړوه
درد لري
««««««««««««««««««««««
March 15 •
لېونی
شور ګډ شي وارخطا یو څوک بلۍ کې راښکاره شي
څوک غواړي چې خبر یې په راتللو خپل جانان وي
څوک هره شپه کوڅه کې یو لمن کاڼي خواره کړي
هر څاښت په یو سړي پسې په منډو ماشومان وي
««««««««««««««««««««««
March 14 •
پوهېږم
هغه انځورګره نه ده
خو يې په ترڅ کاته
د زړه د هيلو مې پر شونډو
خندا انځوروي
«««««««««««««««««««««
March 14 •
خندا دې
د الوچو باغ دی
خوله مې ورته
اوبه اوبه کېږي
««««««««««««««««««««««
March 13 •
مینه
له ګرمو رنګو
اوبدل شوی شال دی
چې هرې غاړې سره
غاړه نه وړي
««««««««««««««««««««««
March 13 •
سترګو کې دې
اوښکې نه غواړمه
باران
غوټۍ رژوي
««««««««««««««««««««««
March 12 •
ويې پوښتلم:
مینه څه ده؟
ومې ویل:
چې زه تا ولرم
««««««««««««««««««««««
March 11 •
څوک يوه شېبه
د چا له غمه
چوپتیا غوره کړي
زه ستا
د یوې شېبې
چوپتیا ته مرم
۱۳۹۶.۱۲.۲۰
««««««««««««««««««««««
March 9 •
پرون کې هرڅه رانه هېر دي
خو زه یې ژر پېژنم
هرې حاطرې
د خپل څادر په پېڅکه کې
زما خندا غوټه کړې ده
««««««««««««««««««««««
March 7 •
ښه و
چې خوب و
غرونه یو بل ته
کلک په غېږ ورځي
««««««««««««««««««««««
March 7 •
یو بیت
اوس دې چې خپل تصوير ته هینداره غواړي
زړه ماتېدلې خــــــــــــو اوس ضرور ماتېږې
۱۳۹۶.۱۲.۱۶
««««««««««««««««««««««
March 6 •
ته چې پر ما باور ولرې
او زه
درسره مینه وکړم
څه وایې:
نېکمرغه
به نه یوو؟
««««««««««««««««««««««
March 6 •
که ستا خیالونه
د مرغیو
له الوتلو ډکې وزرې دي
پرېږده چې والوزم
««««««««««««««««««««««
March 4 •
ملنګ
یوه ورځ به دې یادېږم
یوه ورځ به چا ته وايې
چې پخوا زموږ کوڅې ته
یو ملنګ همیش راتللو
عجیبه غوندې ملنګ و
د ډوډۍ او د پیسو تمه يې نه وه
خو د غږ په دغه شور يې
کوڅه مسته وه زموږه:
راغی راغی
ملنګ راغی
هغه خوار ملنګ دې راغی
زه پوهېږمه جانانه
چې هغه شېبه کې بیا هم
ستا زړګی به په کرار کرار درزېږي
خو ستا پام به ورته نه وي
««««««««««««««««««««««
March 3 •
تا ته درنږدې چې شم
هره لاره خپله کړم
ووځم له خپل ځان نه
تا ته درنږدې چې شم
پاتې بله لار نه وي
خپل ځان ته چې ستون شمه
۱۳۹۶.۱۲.۱۱
««««««««««««««««««««««
March 2 •
ستا یادونه په کې نه نیسم
زړه مې
د درد غېږ ده
««««««««««««««««««««««
March 2 •
د خپلې خندا پته راکړه
په کومه کوڅه کې
کوم یو ور وټکوم
96.12.10
««««««««««««««««««««««
February 27 •
د تېر کال یو شعر له نویو زیاتونو سره
د کوټې تشوالی
د شپې د سر درد ګرځيدلی
خوب له خپل دروندوالي نه شي رالټېدلای
او د سبا سترګه
د وره شاته
ارږی نیولی
۹۵.۱۲.۹
««««««««««««««««««««««
February 26 •
څاڅکي څاڅکي مې د زړه په ورشو ووري
د هغې غوندې باران زما خوښېږي
««««««««««««««««««««««
February 26 •
پرېږده يې
دا یو څو کلمې خوښې دي
چې تا ته په لیکلي شعر کې مې
ساه واخلي
««««««««««««««««««««««
February 26 •
تنهايي هغه اوږده لاره ده
چې يوازې له تا سره
په خبرو لنډېږي
««««««««««««««««««««««
February 26 •
چې یوازې يې
غواړې د کوټې هر څه سره وغږېږې
ټول هغه هر څه
چې ته يې وينې
چې درسره دي
خو زه تل
له تا سره غږېږم
چې راسره نه يې
««««««««««««««««««««««
February 25 •
زه او وخت
د یو او بل انځورونه جوړوو
ما په لپه کې تور رنګ راوړی
او وخت
په سپین رنګ مئین دی
زه پر وخت
او وخت زما پر ږېرې
رنګونه شیندي
ته چېرته يې؟
««««««««««««««««««««««
February 25 •
د مینې اه مې
په هغه پنجره کې
ایساره مرغۍ ده
چې وخت
ستا د انکار
له غشو سازه کړې
««««««««««««««««««««««
February 25 •
لېونتوب د زړه کړکۍ نه راکتل
زه
په کوڅه کې
ځان نه هېر شوی وم
1396.12.3
««««««««««««««««««««««
February 23 •
ډېره موده کېږي چې
زه مې د زړه پنجره نه پرانیزم
وېرېږم تا غوندې
خوی د مرغیو وکړي
ستا یادونه دي
««««««««««««««««««««««
February 20 •
دومره درواغ راباندې ژوند ویلي
چې د درواغ مې په رښتیا شک راځي
««««««««««««««««««««««
February ۱۷
غواړم یوازې د هغې ویالې اوبه و اوسم
چې هر سهار د یو چا خوبونو په مخه کړې وي
««««««««««««««««««««««
February 16 •
ډېره مې ستا منلې
کمه زما ومنه
چې ډېره نه کړله چا
کمه دنیا ومنه
درته درواغ ووایم?
زما رښتیا ومنه
ستا زه هغه منمه
زما ته دا ومنه
زما همدا ژبه ده
زما ژړا ومنه
یوه خبره کوم
وایې وره بیا ومنه
زما دا نه خوښېږي
چې بس زما ومنه
باراني شپه دې کړمه
تګ دې سبا ومنه
««««««««««««««««««««««
February 14 •
د زړګي بام مې
هوا د واورې
په سر اخیستی
سپينې کوترې مې
د خيال بازار نه وپېرلې
د ژمي پښه مې خوب کې توره لیده
««««««««««««««««««««««
February 13 •
انتظار
د ژوند ترخه خندا ده
ما ډېر ځله
خپلو اوښکو ته خندلي دي
««««««««««««««««««««««
February 13 •
پخوا مو جوړه وه
له یو بل سره
اوس يې له څنګه ځنې نه تېرېږم
اوس مې خوبونه ورته نه تېروم
هغې ترې تلل زده کړي
ویالې ته څومره که هم
وژاړې او چيغې وکړې
نه تمېږي
««««««««««««««««««««««
ویلي دې وو
سترګې چې پرانيزې
راغلې به یم
ته ګرمه نه يې
ته چې يې تللې
سترګې مې هيڅ سره ورغلې نه دې
۱۳۹۶.۱۱.۲۵
««««««««««««««««««««««
سترګې دې
اسمان وي خیر دی
یو وخت به زما د هيلو
دغه د ورېځو آس
په کې وشيشنېږي
۱۳۹۶.۱۱.۲۱
««««««««««««««««««««««
ټول پرون به درپسې ګرځم
چېرته درنه ورک شومه
چېرته رانه ورکه شوې؟
۱۳۹۶.۱۱.۲۱
««««««««««««««««««««««
7 February at 09:40 •
مينه
د ژوند په تېر ماښام کې
د خپل وجود لارو کوڅو ته مې شوم
احساس د وېرې تښنولم
خو زه روان وم
په هر قدم کې مې د وېرې
پټ پټوني ځينې خوند اخیست
لوړو ژورو
او له پېچومو نه ورهاخوا
دوه د رڼا لاسونه
راته اوږده وو
هلته کې غلې
په ځان کې نغښتې
یوه رڼا پټه وه
چې ورنږدې شوم
ځان يې لا ونغښت:
چا پېژندلې نه يم
چا لا موندلې نه یم
د چا له ژبې
زړه ته راغلې نه یم
اوس ورځه
په مخ دې ښه شه لارویه
که باور دې و
تر لاس نیولی راغلې
په راغلې لار به زه درسره مله یم
اوس ورځه
په مخ دې ښه شه
رانږدې چې راته نه شې
زه په ځان کې نغښتې ښه يم
««««««««««««««««««««««
6 February at 14:56 •
انتظار دې
د سیوري غوندې دی
کله تر ما دنګ شي
کله تر ولیو مې وي
یوه غرمه يې هم
چې لږه مو ساه سازه کړو
چېرته يې لاره کې
د کېناستو
ونه ویل
ځان ورته ډېر
د سهار او د مازیګر هینداره کې
ښکلی ښکاري
««««««««««««««««««««««
د تلفون شمېرې
حافظ
پسرلی
شپون
هغه درې وروستۍ شمېرې دي
چې نه مې غوښتل
د خپل تلفون له لسته پاکې کړم
سبا نه پوهېږم
ښايي لرې یا نږدې
د خپلو شمېرو په کتلو
شونډې دې په یوه توري
بیا بیا ونښلي: ببببببب بدر
************************************************
ارواښاد استاد نصرالله حافظ, ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی او ارواښاد استاد سعدالدین شپون د پښتو معاصرو ادبیاتو ځلاند ستوري.
4 February at 21:31
««««««««««««««««««««««
2 February at 22:02 •
عواطف مې میراثي دي
پلار به مې چې خوشاله هم و
سترګې یې راډکېدې
««««««««««««««««««««««
2 February at 19:20 •
ویښتیا مې
مات وزرې کوتره ده
هره شپه
زه مې د خوب
له بامه رالوېږم
««««««««««««««««««««««
2 February at 18:32 •
پلې لارې سمټي چکونو نیولي
واټونه د ګڼې ګوڼې تمځایونه
مینه چېرته دروېزه کړم؟
««««««««««««««««««««««
ځمکې طلایي جامې غوښتې
د ونې د بربنډتیا په بیه
خو لاروی
نه د ونې لوڅ توب
او نه د ځمکې پر مخ
تر خپلو قدمونو لاندې
د پاڼو د ماتېدلو شور ته تم شو
١٣٩٦.١١.١٣
««««««««««««««««««««««
د ښار په لوی واټ کې
د یوې نجلۍ
یوه زلمي ته
موسکا
بوډا غوسه کړه
دنیا له شرمه ډکه ښکاره شوه ورته
خو مازیګر
د خپل زړګي
پر ماتې هیندارې
د یوه انځور پر شونډو
تتې موسکا
وژړاوه
١٣٩٦.١١.١٢
««««««««««««««««««««««
سترګې مې ډکې شوې
خو خوند مې ترې واخیست
تا سره غږېدم
۱۳۹۶.۱۱.۱۱
««««««««««««««««««««««
اه...
خوب مې لیده
کوڅه غلې غځېدلې وه
پر کاڼو اوږد د خوب څادر خور و
یو چا وېرې نه بې خیاله
کوڅه ټوله ګزوپل کړه:
کاش چې مینه
بنیادم وای
بنیادم د مينې مینه
۱۳۹۶.۱۱.۱۰
««««««««««««««««««««««
28 January at 19:07 •
مرغۍ په ویره
ښاخونو ته ګوري
یو څوک د ونې ډډ ته
لیندۍ په غاړه
ویده ښکاريږي
««««««««««««««««««««««
مینه مې
د زړه نغري ته
د ناستې نجلۍ
د خولې پوکۍ ده
۹۶.۱۱.۷
««««««««««««««««««««««
د خپل وجود پر دېواله باندې
تکیه نه شومه
له ځان نه هېر ځان نه بهر ولاړ یم
25 January at 22:30
««««««««««««««««««««««
کرکه مې نه زده
ډېر وېروي مې
پر هغو لارو
چې نه یم تللی
١٣٩٦.١١٠٣
««««««««««««««««««««««
23 January at 23:09 •
تیاره په ځان کې ډوبه
شپې د پاوليو رڼې جامې اغوستې
تنهایي پښه په درشل
بهر ورګوري
د خاموشۍ ستوني کې
غریو ماتېږي
ګرانې!
راتګ دې
لکه د تګ په څېر دې
سړي ته کار وباسي
««««««««««««««««««««««
هغه ړانده ته خپلې سترګې بښم
هغه په تا پسې خبرې کوي
وايي چې ښکلې نه يې
۱۳۹۶.۱۱.۲
««««««««««««««««««««««
21 January at 20:59 •
چوپتيا
مينه د فرياد د ستوني
غريو دی
او تنهایي چې
د شپې په دې تياره کې
پر ټولې کوټې سيوری کړی
خاموشي خپل دروندوالی
د زړه پر وليو
نه ازمویي
««««««««««««««««««««««
21 January at 13:05 •
عمر
له هغې سره د مينې
چې کړم ټولې ورځې کمې
عشقه ستا تر مخ ولاړ به
یو بې خیاله زلمکی وي
««««««««««««««««««««««
21 January at 12:09 •
مه وايه چې درپسې زړه تنګی نه شم
اوبه خو لمدې وي کنه
««««««««««««««««««««««
مچکه
ته مې پر شونډو
مچکه يې
نوم دې چې اخلم
خوله مې خوَږېږي
۱۳۹۶.۱.۳۰
««««««««««««««««««««««
20 January at 08:23 •
غوښتل مې ښکلې کرونده ولرم
زړه کې مې مینه وکرله
««««««««««««««««««««««
پر خپلو سترګو یې
لاسونه ایښي
د ګوتو منځ نه یې
د نظر مرغۍ ته ځير یم
چې زما په لوري
وزرې کوي
خو نه زما د ژوند پر څانګه کیني
او نه ترې لرې الوځي
وخت راسره
پټ پټونی کوي
٩٦.١٠.٢٩
««««««««««««««««««««««
زه یې د هر نظر
په هینداره کې
د فکر لاره
د زړه په پښو لنډوم
غواړمه
ښه یې درک کړم
٩٦.١٠.٢٩
««««««««««««««««««««««
16 January at 08:54 •
زړه مې خپله کوټه کې
په تنګ دی
شته
داسې کوڅه
چې (چيغه) يې شم؟
««««««««««««««««««««««
16 January at 08:28 •
لستوڼي یې
کله اوږده
کله لانډه وي
د روزګار جامو ته
پر تن
بې تناسبه یم
««««««««««««««««««««««
پرون و
چې ته لاړې
سبا خود شته
چې ته راځې
16 January at 07:26
««««««««««««««««««««««
13 January •
د یو پیل خبره يې کوله
اوبو ته ورګډه شوه
سيند يې په ځان پسې واخیست
««««««««««««««««««««««
12 January •
ساه مې بندېږي په کې
خو ستا د وجود خور شوی عطر مې
هغې کوټې ته کاږي
چې دې په نشتون
درد کوي
««««««««««««««««««««««
سيند چوپتیا ته غوږ دی
د اوبو غږ پخپل ستوني کې وچ شوی
ژوند دلته
ساه کښلو ته وخت نه مومي
او مرګ هغه سیوری دی
چې پر هر څه لمن غوړوي
١٣٩٦.١٠.٢١
««««««««««««««««««««««
زه مې سترګې یم
د چوپتیا د وره له شا
غږېږم
څوک مې چې اوري
ښکلا غلا کړې ده
١٣٩٦.١٠.٢٠
««««««««««««««««««««««
پوهېږم
تیارې ته دې زړه تنګېږي
سترګې دې پرانیزه
د شپې لمن په ستارو
ښه ښکاري
یوازې یو ګام
رانږدې یې
زه د سهار څنګ ته
ولاړ یم
١٣٩٦.١٠.١٩
««««««««««««««««««««««
زه او ته
د مینې
او مینه د ژوند لپاره
یوه پلمه ده
مینه باید دا احساس کړي
چې شته ده
١٣٩٦.١٠.١٩
««««««««««««««««««««««
زه پاتې یم
او په کوټه کې راځوړنده ګړۍ
له تا سره
د یوې ګړۍ
شېبې شمارم
۱۳۹۶.۱۰.۱۹
««««««««««««««««««««««
سندرې نه شم بللی
قسم دی
د خیال تار تار به مې
ته رانغښتلې
۱۳۹۶.۱۰.۱۹
««««««««««««««««««««««
مینه
تا مې د زړه ور وټکاوه
زه دې هرکلي ته ووتم
۹۶.۱۰.۱۹
««««««««««««««««««««««
غواړم ماشوم شم
داسې يوازې
څوک به مې نه پرېږدي
۱۳۹۶.۱۰.۱۸
««««««««««««««««««««««
8 January •
ته مې وموندې
زړه مې ورک شو
««««««««««««««««««««««
7 January
بارانه مه ورېږه
د زړه د بام اخېړ مې ډېر نری دی
هسې نه وڅڅېږي
ویرېږم بیا
تازه راغلې د درد پېغلې
د تګ پڼې په پښو کړي
بل چېرته ځای وګوري
««««««««««««««««««««««
خیر دی که په مینه کې
لږ ادب نه ووتم
ډېر دي چــــــې مئین ته ســړی نه وايي
۱۳۹۶.۱۰.۱۲
««««««««««««««««««««««
31 December 2017 •
دا کال هم
په خپله مخه لاړ
خو هغه څه مې چې غوښتل
ومې نه شو لیکلای
ښایي درې سوه پنځه شپېته نورو ورځو کې
یوه شېبه یې راته
ستا له سترګو وخاندي
««««««««««««««««««««««
30 December 2017 •
خندا دې
یوازنۍ موسیقي ده
چې نه بې سروتاله کېږي
««««««««««««««««««««««
درد ته مې زړه کې
ځای نه دی پاتې
له سترګو مې توييږي
۳۰ دسمبر
««««««««««««««««««««««
28 December 2017 •
زما ماشوم خیال
په آ للو للو للو
د ګلو غېږه کې د خوب ارمان دی
پرېږده د غږ باغ کې دې
ورک و اوسم
««««««««««««««««««««««
27 December 2017 •
دا جنګ دې وي
نه غواړم
مینې ته سترګې و نه لرو
««««««««««««««««««««««
خوله هينداره
یو چا ته
یو زړه خبرې لرم
خو هغه
نه مې اوري
راته اشنا ښکاريږي
زه چې غږېږم
هغه هم غږېږي
زړونه مو تنګ شي سره
دومره په تنګ
چې اسويلي مو
تر مرۍ ونيسي
له اسويلي سره سم
خولې هيندارې ته بیابیا
په چیغو چیغو ژاړو
۲۶ دسمبر۲۰۱۷
««««««««««««««««««««««
ډېرو ښکلـــــو په تنګ کړی دومره نه یم
اوس په تا پسې چې څومره زه په تنګ یم
۲۶ دسمبر۲۰۱۷
««««««««««««««««««««««
26 December 2017 •
تېره او ماضي زمانه کې
هيڅ یوه جمله ښکلې نه راځي
(مینه کوو)
کاش د ژوند ګرامر کې
همدا یوه د حال ساده زمانه وای
««««««««««««««««««««««
24 December 2017 •
تر ځانه مخکې
په مرګ مې نه لورېږې
دا هم زغملی نه شم
چې تنهايي کې
د وره غنګا سره دې هر مازیګر
زړه وچوي
««««««««««««««««««««««
24 December 2017 •
د درد عجیب برکت دی
زړه چې ترې څومره تشوم
هغومره لا نور ډکېږي
««««««««««««««««««««««
23 December 2017 •
نپوهېدم
مينې وپوهولم
مړه کېدل څه دي
««««««««««««««««««««««
19 December 2017 •
بې وره کور دی ورته هر څوک راځي
زړه کې مې تا ومونده ځای او کې پاتې شولې
««««««««««««««««««««««
18 December 2017 •
له ژونده برخه مې همدا ده
چې ته بې غمه پر دې لاره ورځې
او زه دې درسره مینه ولرم
««««««««««««««««««««««
18 December 2017 •
خدای دې ډېر لري یادونه
لا دې هم لرمه ډېره
چې يې ژاړم
هغه ستا یوازیتوب دی
چې یو ځل به درپه یاد کړي
ته بې ما يې
««««««««««««««««««««««
17 December 2017 •
منم چې منډې وهم
خو ما لا خپل ژوند
شروع کړی نه دی
کلونه غواړي
چې د دې پېچلتیا
راز مې زده شي
او په یوه کرښه کې
تا ته يې ولیکمه
دا راته سخته ښکاري
ځکه چې ما
څنګه چې زړه مې غواړي
لا هم هغسې یو څه
لیکلي نه دي
««««««««««««««««««««««
17 December 2017 •
زړه مې راوړی
جواري مې ښه زده نه ده
پوهېږم ته يې ګټې
««««««««««««««««««««««
17 December 2017 •
زما د زړه کوټه
يو ور لري
چې یوازې
ستا پر مخ خلاصېږي
««««««««««««««««««««««
16 December 2017 •
له ډېره وخته
زما په زړه کې
د یاد د کوترو
وزرې وهل دې
د تېر تکرار دي
راشه
یوازې د دې لپاره
چې دې تر بیا راتلو
د دغه بام
هوا
يو څه بدله خو شي
««««««««««««««««««««««
13 December 2017 •
په ژوند مې وسه نه کېږي
ته مې نشته يې
««««««««««««««««««««««
13 December 2017 •
منم له ځان سره غږیږم
خو لېونی هم نه یم
زړه مې په تنګ دی
غږوم يې
««««««««««««««««««««««
13 December 2017 •
یوازېتوب څومره سخت دی
زړه مې په دې هم خوشحالېږي
چې ستا نوم وریادوم
««««««««««««««««««««««
10 December 2017 •
ښه ده چې رښتيا نه وايې
که دې درواغ وایه
درسره به هر چا منل
««««««««««««««««««««««
9 December 2017 •
ٰ
کله چې له شپې سره کښېنم
ګوټ ګوټ چوپتیا په سر اړوو
یوازېتوب هغسې
له ما او شپې نه
غواړي چې غېږ تاوه کړي
شپه د تیارې پر سينه وغځېږي
زه مې د خیال غېږه کې
دا ستا راڼه راڼه خوبونه وینم
له وېرې ډک
له دې چوپتیا
او شپې نه
له دې تیارې
او تنهایي نه
قسم هیڅ نه وېرېږم
««««««««««««««««««««««
9 December 2017 •
نن په رښتیا به
زه درواغ درسره وکړم
وايي به نه څوک
چې د بدر سیاست نه زده
««««««««««««««««««««««
9 December 2017 •
یوازنۍ اندېښنه مې
ستا د خندا مرغۍ ده
کاش کایینات یې
د الوتلو وسعت درلودلای
««««««««««««««««««««««
8 December 2017 •
ژونده!
د یخ ژمې کوټه شه
چې مې جانان راته
لا نور غېږ ته راځينه
««««««««««««««««««««««
8 December 2017 •
د مرګي مرګ
ډېر وځنډېدې
أن بې صبره دې کړم
څنګه چې ما غوښته
کټ مټ هغسې مې
د خپل ذهن هینداره کې
انځور کړې
او له ډاره دې چې زه یې وېرولم هر وخت
نور
هیڅ ونه وېرېدم
ستا په لاسو کې د نابودۍ حس مې
د آرام له یوې ګرمې مچکې سیوا نور څه نه و
او ته چې وځنډېدې
په دغه ټول وخت کې
مرګه زه ستا مرګ شوم
««««««««««««««««««««««
6 December 2017 •
بې ګناهي
د ستم د ګل غوړیدو ته یې
د وینو باران غوښته
هغه لاسونه یې هېر شوي
چې له لمنې یې کاڼې پورته کړي
او یو جنون یې په نښه کړی
څه یې نه دي لیدلي
د کوڅې سترګې ړندې وې
جنون بل شاهد نه لري
او هسې بې هیڅه
د مینې محکمه هم
پرې باور نه کوي
««««««««««««««««««««««
6 December 2017 •
یو بیت
حسن دې چې رنګ د سخاوت راوړي
تلې مې پولۍ دې شي دغسې واټونو کې
««««««««««««««««««««««
5 December 2017 •
تنهايي
زه او ته دې ترې لرې
پرون شپه مې
تنهايي خوب کې ليده
««««««««««««««««««««««
4 December 2017 •
لټون
چې کرښه په کرښه
په خپلو شعرونو کې
دا لټوم دې
هر نظر کې
زما سترګې
ستا د ښکلا
په يو بل رنګ
خوږې شوې
««««««««««««««««««««««
4 December 2017 •
ژوند
هینداره ده
زه ورته خاندم
چې راته وخاندي
««««««««««««««««««««««
4 December 2017 •
درد
یوه پیاله درد په سر اړوم
درد د درد په ژبه ښه پوهېږي
««««««««««««««««««««««
3 December 2017 •
د تلفیق شپه
د خپلې خودۍ ماشوم
د بیخودۍ د پېغلې
د زلفو په ټال کې زنګوم
دا درواغ دي چې درد له بیخودۍ خالي دی
نن شپه
زما د وجود د درد
او د تاک د یوې پيالې د درد
د تلفیق شپه ده
««««««««««««««««««««««
2 December 2017 •
اوښکې
شپه د تيارې جامه په غاړه راغله
د شوګير پېغلې سترګې وترهېدې
او د ژړا لمن کې
سپينې پاولۍ
شپه د رڼا په سندريزه شېبه واړوله
««««««««««««««««««««««
ټول شعرونه مې تا ته لیکلي
خو تا ته یې نه شم ویلای
ډارېږم
خوښ دې نه شي
۳۰ نومبر۲۰۱۷
««««««««««««««««««««««
ژوند
واوره راشېوه شوې
یو څوک د مات وره
له نيمکښو کوري
او د بېوزلي
شلیدلي کوټ په غاړه
بهر کوڅه کې یو څوک
پر کنګل ښوييږي
۲۹ نومبر ۲۰۱۷
««««««««««««««««««««««
تنهايي
لکه ته
راسره اوسي
««««««««««««««««««««««
هره لار چې سترګې پر ځمکه ګنډم
وېرېږم دا کوترې
د کوم بل حسن پر بام کېنني
۲۷ نومبر۲۰۱۷
««««««««««««««««««««««
کيسه
يوه اوږده ستړيا يم
سروېږد مې سوچونه دي
خوب مې پخپله وژنم
د شوګيرونو مې
کيسه همدا ده
۲۷ نومبر ۲۰۱۷
««««««««««««««««««««««
ځان غوښتونکی
ځان غوښتونکی یم
هیڅکله به هم بدې مې نه راځي
که څوک ما په دې نامه یاد کړي
دا خو راسره مینه لرې
چې درباندې مئین یم
۹۶.۹.۶
««««««««««««««««««««««
د مينې مرغۍ
د زړه درز شوي ديواله کې
ځان غلی کړی
د وخت د لينديو بازار
بیا تود دی
۹۶.۹.۵
««««««««««««««««««««««
ښه دا منمه
تا هېرومه
کاش پوهېدلې
هېرول زړه غواړي خپل
چې زه یې نه لرمه
راڅخه تا وړی دی
۹۶.۹.۲
««««««««««««««««««««««
تېښته
په تنهايي کې مې تنګېږي زړه خو
کوټه کې ستا - د وجود د عطر- دیوالونه جوړ دي
کاش چې لا اوس هم د ښوونځي شاګرد وای
او په پنځم ساعت کې
له دیوال اوښتمه
له ښوونځي تېښتېدم
تر رخصتۍ دمخه
ستاسې لېسې ته مې په منډه
رسولی وای ځان
۹۶.۹.۲
««««««««««««««««««««««
نهیلي
زه او سيوری مې
خپلې ستړیا ته ناست يو
دمه پخپل ځان کې ورکه ده
او وخت هغه سماوارچي دی
چې نا ايشېدلي چای
د هر چا مخې ته ږدي
۹۵.۸.۱۵
««««««««««««««««««««««
قاتله مې د زړه ده خو ډېره مې خوښېږي هم
څومره چې ترخه اوړي هماغومره خوږېږي هم
سترګو کې دې زړه ته مې چې دومره وېره نه لرم
لوبه کې نانځکه ماشومانو نه ماتېږي هم
کور ته دې سودا ده دا منمه چې ماښام دی خو
لار چې ګڼه ګوڼه وي سړی په کې ځنډېږي هم
مينه مې له حسن سره زړه جانانه وچاوه
شمعه که بلېږي او رڼا کوي سوځېږي هم
ور د زړه د درد وهي په زوره چې راځي سمه
څړيکه لکه خوږ غوندې خپله به خوږېږي هم
زه ومه تاوان په ځان تاوان د چا په مينه کې
نه ومه خبر په دې تاوان چې تاوانېږي هم
وايي به چې څوک يمه که ته يې کړې پيدا په کې
پټه شاعري چې کړم پوهېږمه پټېږي هم
هغه جنۍ بدره چې مې ژوند خاندي په سترګو کې
وایي چې زما د مرګ په چل باندې پوهېږي هم
اول نومبر ۲۰۱۷
««««««««««««««««««««««
29 October 2017 •
د يو چا د نامه توري
شپې د سپوږمۍ پر زنګون سر کېښوده
کلي ته ورا راغله د مینې
يوازېتوب
د خپل غرور د غره له څوکې راکتل سر پرې راوګرځېده
لار کې ګلونه
د چا د پلونو د خندا را شنه شول
او ما د زړه د سمندر د غاړې شګو کې د چا د نامه توري وکښل
««««««««««««««««««««««
درد
هینداره نه غواړمه
پر ځان ونه دردېږم
هسې نه مینه
چا ته زما انځور کې
ځوروونکی ښکاره شي
27 October 2017 •
««««««««««««««««««««««
27 October 2017 •
درد
درد یوازې
یو سوړ اسویلی نه دی
نن مې چې ډېر احساس کړ
تا وروستۍ خبره وکړه
««««««««««««««««««««««
27 October 2017 •
ډالۍ
غواړمه هر څه درنه ځار کړم
ټوله نړۍ او دغه ټول کایینات
خو داسې نه کومه
ځکه زه غواړم چې دې ونمانځم په داسې ډالۍ
چې د چا حق پرې نه وي
چې څوک د حق دعوه پرې ونه کاندي
پوهېږې څه درکوم؟
غواړمه هغه مینه
چې یې له تا سره لرمه
درکړم
««««««««««««««««««««««
26 October 2017 •
انځورګر
د توت له هغه ښاخه
چې ټوله ورځ
د باد شپېلۍ ته څڼې څڼې غورځي
یوه مرغۍ چې په مښوکه کې یې
یوه دانه د توت نېولې
په الوتلو کې ده
«««
یوه مرغۍ
لغړ وجود د توت د ونې
چې ليدلای نه شي
خپلو بچیو سره
په یوه ښاخ ناسته ده
او له دې وېرې نه چې
خوب هم
درنې د ونې سترګې نه کړي
د پاڼو شور ته ورته
يوه سندره بولي
««««
هلته د توت
د ونې ښاخ کې
لکه د پړي
یو نری شی ښکارېږي
چې په سینه کښېږي
لاندې يو څوک لینده په لاس
تر وچو شونډو لاندې
لګيا له ځان سره دی:
دا مرغۍ وبه ولم
سپورې ډوډۍ نه نوره
زړګی مې خوی ختلی.
او زه...
زه د رنګونو
د مویک
او پاڼې مح ته
نور کتلای نه شم
۹۴.۷.۲۴
««««««««««««««««««««««
24 October 2017 •
زما توړۍ
چې به مې هره جمعه
د باد په پښو ورلنډوله لاره
خوړ ته نږدې
د میوو باغ ته څېرمه
هغه زړه لویه کلا
څلور جیبه واسکټ مې
خپله توړۍ
او د هغې مینه مې
ډېر یادېږي
@@@
هره جمعه مازیګر
زما توړۍ به د کلا مخې ته
زموږه لار څارله
چې به یې ولیدلم
غېږ به یې خلاصه کړله
وبه یې ویل:
زما بچی راغی
زما زړګی راغی
@@@
په هغه ورځ چې به توړۍ کره تلو
څلور جیبه ښکلی واسکټ به مې
را واغوست
لاره کې بیا بیا به مې
د خپل واسکټ خالي جېبو ته کتل
ورته خوشاله به وم
چې راستنېږم بېرته
زما به دا خالي جېبونه
ټول له چارمغزو، له سنځلو او توتانو ډک وي
@@@
لا چې وم ډېر وړوکی
کمیس مې یو جېب درلود
عمه مې پلار ته ووې
زما زړګي ته
داسې واسکټ وګنډه
چې یې جېبونه ډېر وي
ځکه خپه ومه ډېر
چې په دې یو جېب کې مې
کمه مېوه ځاییږي
@@@
هغه کلا راته یادېږي هر وخت
او هغه باغ مې هم په سترګو کې وي
هغه خوړ نه رانه هېرېږي
هغه خوړ زه چې وم لوېدلي په کې
پر خوړ د توتو پلنې ونې نه و پول جوړ شوی
پلار مې مجبور کړ
چې پرېږدي یو ځل
له پله یوازې تېر شم
لاس مې دې ونه نیسي
په پول یو دوه قدمه نه وم تللی
چې خوړ ته وښوييدم
###
توړۍ بوغبند کې تاو کړم
زه د تناو په سر د خپل واسکټ جېبو کې ورک وم
غوښتل مې ژر را وچ شي
غوښتل مې ټول وچو میوو نه ډک شي
@@@
اوس چې په ښار کې چېرته
کومه بوډۍ ووینم
توړۍ مې سترګو را ودرېږي
چې د کلا مخې ته زموږه لاره څاري
بچی بچی زړګی زړګی مې بولي
اوس چې په ښار کې چېرته
تنګو کوټو کې تنګ شم
ما ته د خپلې توړۍ هغه کلا یادېږي
اوس چې په ښار کې چېرته
کومه نرۍ غوندې وياله ووينم
ما ته د کلي د خوړ
پول یادېږي
اوس چې په ښار کې چېرته
کله تېرېږم
د کوم دوکان له مخې
ماته له وچو میوو ډک د خپل واسکټ څلور جېبونه یاد شي
زه اوس يادونو کې د هغو شېبو
هره شېبه د ایینې مخې ته
د سر او ږیري
سپین تارونه شمارم
۹۴.۸.۲
««««««««««««««««««««««
17 October 2017 •
زخم
خوب مې لیده
چې له بازاره راځم
کوڅه کې دواړه مخامخ شوو سره
غټه ټوټه ګرمه ډوډۍ له شکوره راکړې راته:
ستاسو مې شکور په داش کې ونه لیده
ادې دې وره نه اندېښمنه
بیا بیا کوڅې ته کتل
هېره مې نه شي
ها بله ورځ دې ویل
د زړګي زخم لرې
خدای دې کړي خير
خدای دې يې ورغوي
وایه چې اوس څنګه يې؟
ډوډۍ مې بېرته درکړه:
پرېږده چې لاړ شم
بازار نه مالګه مې راوړې
ادې اوړه به کوي
او زما زړه نه کېږي
چې د زړګي زخم مې ورغېږي
««««««««««««««««««««««
17 October 2017 •
ګونګی
د خپل راز مې
درته لمن غوړوم
یوه شېبه
پر یوه څنډه يې
لږ ساه جوړه کړه:
چې تا ته ګورم
ته مې پر شونډو خوره چوپتیا يې
««««««««««««««««««««««
16 October 2017 •
درسره مینه لرم
خو ګرانې
ومې بخښه
چې تا همیش د ځان لپاره غواړم
پاتې شه
مه ځه
پام کوه هيڅکله هم
راڅخه لاړه نه شې
نه غواړم دا چې نشت دې
ما ته احساس ته د ګناه راکړې
او د خپل ذهن په هینداره کې مې
د چا بربنډو انځورونو ته مې
ودروي
««««««««««««««««««««««
15 October 2017 •
زما روح زما وجود
له خپل وجود نه مې
بهر ووتم
ټول زه وم
ټول زما وو
تا ته مې ځان وویل
د حیرت ګوته دې تر غاښ لاندې کړه
راته موسکۍشوې
نورو کړه لار بدله
د لېوني حسرت مې
په زړه چاړه پرېوته
ته شوې د مینې دستمال
خو چا پرېنښودلې
چې شې په وینو خوره
زه وینې وینې
یوه هینداره پاتې
نور دي ولاړ
په دې هینداره کې
تصویر ګوري خپل
د وینو رود روان دی
دلته د مینې مخ په وینو وینځي
««««««««««««««««««««««
12 October 2017 •
وروستی شعر
زه نور هیڅ نه غواړم
تر هر چا لرې
ان تر څانه لرې
د غره لمن کې
د سین ترغاړې
د ځنګل منځ کې
یوه جونګړه غواړم
زه نور هیڅ نه غواړمه
یو لیکاڼی غواړمه
چې رنګ یې نه ختمېږي
زه نور هیڅ نه غواړمه
یوه تر ټولو سپينه پاڼه غواړم
زه نور هیڅ نه غواړمه
بس دا یو تا غواړمه
چې ماته مخامخ وې ناسته
درګرده ګورم درته
په لیکاڼی لکه چې یې ته څنګه
هاسې انځور دې کړمه
د ژوند وروستی شعر مې
باید چې ډېر ښکلی وي
د خو د ټکي پکې ځای نه وي هیڅ
لکه تر دې چې خپله زه هم
ډېر یم په تنګ
ډېرو [خو] ګانو نه یې
زما وروستی شعر
ماته همداسې
بیګاه خوب ته راغی
««««««««««««««««««««««
د هر چا خپله مینه
ما له تا نه غېږ چاپېره کړه
درد د زړه ترڅنګ کېناست
۹ اکتوبر۲۰۱۷
««««««««««««««««««««««
زور د عشق ته وګوره
څه چې په چا نه کوي
زه په کې سړی شومه
ته د حوا لور شولې
۶ اکتوبر ۲۱۷
««««««««««««««««««««««
د غم لېوه راګډ دي
رمې د اوښکو
پر مخ منډې جوړې کړې
30 September 2017
««««««««««««««««««««««
نيا
كلی مې کم یادېږي
موږ چې له کلي راغلو
د نیا مې نیم زړه نه و
نیا مې چې ښار کې چېرته
کومه ویاله یا هم پټي ولیده
اوښکو به مخ باندې یې لارې وکړې
پرون په کور کې د ګلانو د پټي ترڅنګه
ودرېده
وژړېده
او په یوې سلګۍ یې
له کلي ټولې هغه راوړې خنداګانې یې هم
د خپل ذهن د څادر پېڅکه کې ونغاړلې
١٢٩٦.٧.٨
««««««««««««««««««««««
28 September 2017 •
شپه چې څه راټولوي
د سهار لمن ته يې وراچوي
او سهار
د هغه خاموشه لمر فرياد دی
چې د ژوند د هديرې
له غره راخېږي،
««««««««««««««««««««««
سندریزه مې خوښېږي
د اوښکو مې ورته پاولۍ ږدم
وخت د وچکالۍ جامې په غاړه کړي
١٣٩٦.٧.٦
««««««««««««««««««««««
انتظار
لاره چې نه غواړي راويښه دې شي
د چا د پلونو په زنگون باندې يې سر ايښی دی
28 سّتپمبر
««««««««««««««««««««««
پر کوڅه به دې وغمېږم
د څادر پېڅکه کې دې
غوټه شوې خندا مې راکړه
27 سپتمبر 217
««««««««««««««««««««««
که زه یې غواړم دنیا مې ته یې
خلك دې ووایي نو
چې په دنیا پسې یم
٩٦.٦.٣٠
««««««««««««««««««««««
کاش لکه د درد ستا هم
په زړه کې راسره مینه وای
17 sep 2017
««««««««««««««««««««««
مینه
مه خپه کېږه
پرېږده چې په هر کور کې
هره کوڅه
کلي په کلي
ښار په ښار
او په ټول وطن کې
پشې شا
خلک راپسې خبرې کوي
دوی خو زما او ستا ترمنځ مينه مني
17 sep 2017
««««««««««««««««««««««
له اوښکو مې ښه راځي
چې دې خوشاله وینم
سترګو کې مې ډنډېږي
1396.6.21
««««««««««««««««««««««
زړه مې د مینې بام دی
د چا د یاد کوترو ته یې
ډېره سودا ده
13 سپتمبر