ژباړه: نادین ګوردیمر څه ډول لیکل کول؟
نادین ګوردیمر څه ډول لیکل کول؟

د ادبي نوبل جایزې ګټونکې نادین ګوردیمر چې په ۱۹۲۳ کال د جنوبي افریقا په ژوهانسبورګ کې زېږېدلې او په ۲۰۱۴ کال يې له نړۍ سترګې پټې کړې، تل يې په خپلو اثارو کې ټولنیزو او سیاسي مفاهیمو او د اپارتاید د ناوړو پایلو مسالې تم شوې ده. ګوردیمر د اپارتاید رژیم د ټينګښت په وخت کې د افریقا د ملي کنګرې غړې وه.
زړه وړونکې ورځې، پردۍ دنیا، هيڅ وخت لکه نن، د مينې کولو وخت، محافظه کار(چې په ۱۹۴۷ کې يې د بوکر جایزه اخیستې)، هیڅوک راسره نشته، یو ژوند غوره کړه، د برګر لور، د جولای کورنۍ او زما د زوی کيسه د نادین ناولونه دي. نوموړې د لنډو کیسو یو شمېر ټولګې هم لري.
نادین په ۱۹۹۱ کې د نوبل ادبي جايزې له ترلاسه کولو وروسته له فرویدین دونا مجلې سره په یوه مرکه کې په زړه پورې خبرې کړې دي. نوموړې ویلي دي: نوبل د ګڼو ليکوالو لپاره ډېره ارزښتمنه جایزه ده خو په ۱۹۹۱ کې زما د ژوند تر ټولو مهمه شېبه د دغې جایزې ګټل نه بلکې هغه شېبه وه چې له خپل خاوند راینهولد کاسیرر سره اشنا شوم.
