ژباړه: د داستان او شعر په باب د نامتو لیکوالو لارښوونې

ژباړه/ صدیق الله بدر


د داستان او شعر په باب

د نامتو لیکوالو او شاعرانو لارښوونې




د هر کار په اړه له هغو کسانو پوښتل کېږي چې يو عمر يې په کې تېر کړی وي او له لوړو ژورو يې اوښتی وي. لیکوالي هم له هغو کارونو څخه دی چې شېبه په شېبه د ژوند په اړه د یو انسان د تفکر او ادراک غوښتنه کوي او له همدې کبله د دې حرفې د مخورو تجربې د هغو کسانو لپاره له زیات ارزښت نه برحمنې دي چې په دې لاره کې یې لومړني ګامونه ايښي دي. د هغو نامتو لیکوالو شمېر کم نه دی چې په بېلابېلو ژانرونو کې د (څه ډول لیکل) په اړه يې یو څه لیکلي او ویلي دي.

ادامه نوشته

ژباړه: د سترو لیکوالو عادتونه

ژباړه: صدیق الله بدر

د سترو لیکوالو عادتونه


ايډیال عادتونه لیکوالو ته د امکان تر بریده اجازه ورکوي چې پخپل کار کې ثابت قدمه اوسي. دا هغه څه دي چې یو لیکوال يې باید همیشه په لټه کې وي.

ادامه نوشته

شعر: ملاقات

ویناوال: صدیق الله بدر


ملاقات


د خيال ويالې ته ناست يم

نن ورته زړه اوروم

خپلې خبرې مينځم

ادامه نوشته

ژباړه: د دنیا لس نیمګړي ناولونه

ژباړه/ صدیق الله بدر

د دنیا لس نیمګړي ناولونه

ښايي یو انځورګر پر ديوال د خپل یو ترټولو ښکلي انځور د ځړولو په حال کې وي یا هم تازه د خپل ژوند له ښکلاوو سره اشنا شوی وي. ښايي د خپل عمر د شهکار د لیکلو په حال کې وي او داسې يو اثر رامنځته کړي چې د ټولې دنیا ادبي محفلونه بدل کړي.

سم لکه مرګ، نیمګړی ناول هم د خوښولو نه دی.

ادامه نوشته

شعر: چيغه

ویناوال: صدیق الله بدر

چيغه

د خپل زړګي شور ته مې

د مينې اور ورته کړ

زه يې ستي ستي کړم

خو چيغه چوپه خوله وه

ادامه نوشته

شعر: باور

ویناوال: صدیق الله بدر

باور


تاته دروغ نه وايم

دومره په تا باندې باور مې وکړ

چې اوس مې خپل باور ته مخ نه لرم

کله دې هم راته رښتيا ونه وې

۱۳۹۲.۱۰.۱۴

ادامه نوشته

شعر: لنډه لار

ویناوال: صدیق الله بدر

لنډه لار


لنډه لار
لاره ده ډېره اوږده
هغه تر تا چې رسم
خو دا دعا کومه
خدای دې له ما نه تصور نه اخلي
خدای مې دې زړه او سترګې دواړه لري
چې له نږدې دې ګورم


ادامه نوشته

شعر: خبر

ویناوال: صدیق الله بدر

خبر

لورکۍ مې ډېره وي خوشاله د جمعې ورځې ته

ټوله اوونۍ ورځې شمېري جمعې ته

خو دا جمعه زه نه يم

ان له شنبې راهيسې نه يم کور کې

دوه درې اوونۍ به يمه لرې

خپله لورکۍ نه وينم

نن يې په فون کې راته وويلې

سبا جمعه ده خو ته کور کې نه يې

تا وې همدا چې دې خبر جوړ کړ

په منډه بېرته راځې

وايه شو څنګه خبر

څومره شو اوږد خبر

پلاره پرېږده يې راشه

جمعه کې کار نه کړي څوک

وايي کندېږي ذهن

لور ته ځواب نه لرم

خو زه خبر پسې يم

خبر جوړېږي خبر ختمېږي نه هيڅ

په هر خبر پسې خبر وي يو بل

زما لورکۍ وېرېږم

هسې نه نور هيڅکله

په بلې ورځې باندې

چېرې هم ونه تړي

خپله ماشومه هيله

جمعې ته هم کله خوشاله نه وي

۱۳۹۲.۱۰.۷

ادامه نوشته

شعر: زړه

ویناوال: صدیق الله بدر

زړه


تر زړه راتېره شه راتېره زړه ته

لورېږي نه مې دومره وېره زړه ته

تنهايي ډېره شپه سړه تېره کړه

زما سودا وه والله ډېره زړه ته

۱۳۹۲.۱۰.۶

ادامه نوشته

شعر: هنداره

ویناوال: صدیق الله


هينداره

يو زړه خبرو سره

يمه ولاړ يو چا ته

خو هغه

اوري مې نه

خوښه يې ما په څېر

لکه چې چوپه خوله ده

راته اشنا ښکاري خو

راسره ما غوندې

زړه نه کوي چې

د زړه خبرې وکړي

زړونه مو تنګ شي سره

دومره په تنګ جانانه

چې اسويلي مو تر مرۍ ونيسي

له اسويلي سره سم

خولې هيندارې ته په زور وژاړم

۱۳۹۲.۱۰.۵

ادامه نوشته

شعر: اوف

ویناوال: صدیق الله بدر

اوف


اوف; څومره سخته ده دا
چې درته ګرانه وي څوک
مخته يې اوف قدرې کولای نه شې

ادامه نوشته

شعر: زه او شپه

ویناوال: صدیق الله بدر

زه او شپه

شپه له تورتم او له تیارې سره تړلی نوم دی

له شپې نه وېره نشته

خو يې تورتم وېره ده

شپه د یو چا له مینې

د شوګیرو ملګرې

شپه ده تیارو کې

یوه ستړې او خاموشه غوغا

چې چا حس کړې نه ده

شپه ده ارامه خو یو ستړی ناګمانه مزل

چې انتها نه لري

زه یمه تل پاتې له شپې سره همدې مینه کې
۱۳۹۲.۱۰.۴

ادامه نوشته

شعر: لاره

ویناوال: صدیق الله بدر
لاره

تا ته راغلی يم چې څومره لاره
له ځانه پاتې يمه هومره لاره
دومره چې ستړی درته ورسېدم
تر تا مې نه ګڼله دومره لاره

1392>9>29

ادامه نوشته

شعر: پېتاوی

ویناوال: صدیق الله بدر

پېتاوی

زړه مې دی  سيوری دا ستا

چملوکې شوې اينې ته پاتې

چې يوه توده اه يې بس

نرۍ نرۍ هغه پتري د کنګل

کرار کرار ويلي کوي جانانه

نن به ستا سيوری او زه

د مينې لمر د مخ ځلا ته کېنو

پېتاوي ډېر خوند کوي

۱۳۹۲.۱۰.۱

ادامه نوشته

شعر: یلدا

ویناوال: صدیق الله بدر


يلدا

ما چې به (دا) بلله

پخپله شپه کې نه وه

۱۳۹۲.۹.۳۰

ادامه نوشته

شعر: ازموینه

ویناوال: صدیق الله بدر


ازموينه

مينې د ژوند د امتحان پر لاره ودرولم
ما د ښکلا قلم ته
د خپل زړګي د جذباتو اشنا
رنګ ورکړ
ورته مې ته
د حسن اور سره دې
غاړه غړۍ انځور کړې
د مرګ پوښتنه شوه خوله د شرم خولو کې خپله
1392,9,28

ادامه نوشته

شعر: شپه

ویناوال: صدیق الله بدر


شپه

شوګير د مينې کيسه بيا ده نن اوږده اخستې

خوبه له شپې سره به ناست يم تر سهاره پورې
1392,9,25,26

ادامه نوشته

شعر: انتظار(۲)

ویناوال: صدیق الله بدر


انتظار(۲)


د راتلو د هيلو زړي ته دې نه يم اندېښنه کې

چې مرغۍ د نهيلۍ مښوکه ډکه په هوا شي

هر قدم د زړه پر لاره انتظار ورته ولاړ دی
1392,9,24/25

ادامه نوشته

شعر: ورکې لارې

ویناوال: صدیق الله بدر


ورکې لارې


ورک له مودو راځنې

زړه د خواله راسره ومانه چې

هغه شېبه د يو چا ياد زورور

زړه مې کوڅه کې د درد

د کاڼو شور ته ونيو

زه مې په ورک زړه پسې

زړه مې په ورکو پسې

په ورکو لارو سر يو

۱۳۹۲.۹.۲۰

ادامه نوشته