شعر: یخني

ویناوال: صدیق الله بدر


یخني


تر ملا اذان مخکې راولټېدم

یخني هم نه وه

خو ساړه مې کېدل

بیګاه مې خوب کې لیدې

چې دې ساړه راکتل

۱۳۹۲.۷.۲۸

ادامه نوشته

شعر: ژمی

ویناوال: صدیق الله بدر


ژمی


بیا چې کړکۍ ته نږدې ودرېږم

پر خولې شوې ښېښې

ستا د نامه توري په مینه مینه ولیکمه

او بیا شېبه وروسته کې

ستا د نامه هر توری

څاڅکی څاڅکی

لاندې په مينه مينه وښوييږي

زما د ژمي دا تصویر خوښ دی

۱۳۹۲.۷.۲۸

ادامه نوشته

شعر: بې مطلع غزل

ویناوال: صدیق الله بدر


بې مطلع غزل


د انکار دې اثر څه راځنې پوښتې

يخ موسم کې د چينې تودې اوبه وي
له هيندارې کوڅې ستا سره مې شته څه
زه خو راشم رانه هېره حافظه وي
انتظار مې تر لاس داسې دی نيولی
ګوندې راشې ګوندې اوس هغه شېبه وي 
چې مې اوښکې وي ډېوې ستا د يادونو
له تيارو نه وېره تل دې راسره وي

تا وې تا سره مې مينه بدره نشته
ما ليدلي ډېر خوبونه سرچپه وي

۱۳۹۲.۶.۲۴

ادامه نوشته

شعر: یاد

ویناوال: صدیق الله بدر


یاد


یوه شېبه مخکې رایاده شولې

زړه ته اوس څه ووايم
دا چې خپه ولې یم

ادامه نوشته

د لونګو دريڅې: د ځواب شوخه او رندانه شاعري

ادبي بحثونه/ صدیق الله بدر


د ځواب شوخه او رندانه شاعري

په معاصره دوره کې زموږ یو شمېر شاعرانو هڅه کړې چې لږ تر لږه خپلې وینا ته طنزي بڼه ورکړي او یا حد اقل طنزي وینا وکړي. خو له لویه سره په ځوان شعري بهیر کې زموږ کم شمېر شاعران هڅه کوي چې خپلې وینا ته طنزي رنګ ورکړي او د خندا په جامه کې په ټولنه کې موجود ترخه واقعیتونه را ونغاړي او د خندوونکو کلیماتو په مټ د لوستونکو او اورېدونکو په شونډو کې د موسکا ګل وټوکوي.

ادامه نوشته

د لونګو دريڅې: محمود کوچی؛  د واقعي پېښو انځوروونکی کیسه لیکوال

ادبي بحثونه/ صدیق الله بدر

محمود کوچی؛

د واقعي پېښو انځوروونکی کیسه لیکوال


بیا هم پر معاصر پښتو داستان او داستان لیکنه تمېږو. پر هغه ادبي ژانر چې ورځ تر بلې نوې ښکلا خپلوي او مينه وال يې زیاتېږي. ښايي يو لوی علت يې په دې کې وي چې زموږ د خپلې زمانې، خپل ژوند او ورځې کيسې کوي، چې کرکترونه يې هم موږ پخپله یو.

ادامه نوشته