شعر: خپلواکي

14.00

د خپلواکۍ د ورځې په درشل کې

 

خپلواکي


خزانه ده رانه ورکه

پښې ټناکې پسې ګرځم

لاس مې نه ورته رسېږي

وطن ډوب دی په تیارو کې

ارمان دا چې تیارې ما خپله راوستې         

کار مو وران له خپله لاسه

یو چې نه شو، حال همدا دی

۱۳۹۲.۵.۲۷

ادامه نوشته

شعر: لیکې

ویناوال: صدیق الله بدر



لیکې


چې راستنېږم ستا له کوڅې هره ورځ

تر بلې ورځې پورې

چې سر مې نیسم

ستا د کوڅې کاڼو ته

د هرې لیکې له هیندارې سره

په مخ راماتې وينې خاندم وچېدو پورې يې

۱۳۹۲.۵.۲۰

ادامه نوشته

شعر: پوښتنه

14.00

ویناوال: صدیق الله بدر


پوښتنه


دنیا کې هر څه چې دي

هر څه چې ګورو وینو

د ونو خپل

د غرونو خپل

د اوبو خپل

د بوټي خپل

د هر څه خپل طبیعت

خو بس یو (زه)

دغه یو زه یمه

چې خور و وور یم

«««

د مڼې ونه

چا لیدلې چې

انګور دې وکړي؟

«««

زما فطرت چې دی

زه هسې نه یم

زما په هر څه کې کار

ځکه نو هر څه دي وران

۱۳۹۲.۵.۱۶

ادامه نوشته

شعر: زما وېره

ویناوال: صدیق الله بدر


زما وېره



والله چې ډېر وېرېږم

زه او زما ورور له مودو راهيسې

د اوږدو شپو مزل نه

ادامه نوشته

ژپاړه: د هینګوې د لیکوالۍ راز په څه کې و؟

له همېنګوې سره د يوې مرکې ژباړه او لنډيز

مرکه کوونکی: جورج پليمپتن

ژباړونکی: صدیق الله بدر


د همینګوې د لیکوالۍ راز په څه کې و؟

ځانګړی سبک ارنسټ همینګوې ډېر بې مثله او اغېز ښندونکی لیکوال راپېژني. د هغه لیکوالي ځينې رازونه لري، نوموړي یو وخت په يوه مرکه کې د دغو رازونو په اړه يو څه ويلي وو. هغه مرکه دلته له تاسو سره شریکوو:   

ادامه نوشته

لنډه کیسه: دیارلس سوه افغانۍ

لیکوال: صدیق الله بدر

دیارلس سوه افغانۍ

ناجيې پر ټلفون لاس ونیو او ډرېور ته يې وويل چې په درېیمه کارته کې د کابل بانک دفتر سره موټر ودروي. ډرېور په خوشالۍ ورته وويل: (( مشرې! لکه چې معاشونه راغلي، ښه شو، پنځه میاشتې کېږي چې د کور کرایه راباندې پاتې ده. تا به هم دا پنځه میاشتې معاش نه وي اخستی؟))

ادامه نوشته

شعر: پور

ویناوال: صدیق الله بدر


پور


نن هم ګلونو سره مینه لرم

نن هم ګلونه خوښومه خو زه

ګلونه نه یادوم

او مه ګلونه یادوئ رالره

«««

پرون چې چېرته به هم

زه پېښېدم په ګلو

سره سره ګلان مې ليدل

ته به رایاد شوې راته

ادامه نوشته

شعر: مړی

صدیق الله بدر

 

مړی


هيڅ نه پوهېږم په دې

چې دا نو شپه ده که ورځ

خو رڼايي ده، هر څه سپین ښکاري

زه د کوټې په منځ کې پروت

وجود مې یخ و پخ دی

غواړم راپاڅم

خو خوځېدای نه شمه

مخ مې قبلې خوا ته دی

خو شاوخوا ته

هر څه لیدای شمه

هر څوک ښکاري

د پښو مې غټې ګوتې

سره تړلې

 سپینې ريتاړې سره

سپینه ټوټه مې په بدن خوره ده

زنه مې هم تړلې

ادامه نوشته