غوره ویناوېژباړه: صدیق الله بدر
شل غوره ویناوې
۸۱- بې
مينې خلک، هغه ړانده دي چې هيڅکله هم منزل ته نه رسېږي. (ژان ژاک روسو)
۸۲-
پاکه پوهه په
ناپاکو زړونو کې ځای نه نيسي. (سقراط)
۸۳- ټول وخت ته اړتیا لري. انسان نباید
مخکې تر دې چې وپوهېږي څه وايي، نتیجه ګېري وکړي. (ژان پل سارټر)
۸۴-
که چا پر خپل زړه غلبه حاصله نه کړه پر هيڅ څيز هم نه غالبېږي. (زردشت)
۸۵- د وجدان عذاب، په سوزنده
سارا کې تر مرګ ډېر بد دی. (ویکتور هوګو)
۸۶- ډېر ستر ازمون
اخستونکی الله دی او ډېر کوچنی ازمون ورکوونکی د خدای بنده دی. (ویکتور هوګو)
۸۷- له عکس سره د نقاشۍ توپير د هغې ارامتیا احساس دی چې نقاشي
يې انسان ته ورکوي. (پيکاسو)
۸۸- د دې په ځای چې له خپلو دښمنانو سره
کينه وکړو، خدای ته شکر وکړو چې زموږ ژوند يې د هغوی په څېر نه دی کړی. (ديل
کارنګي)
۸۹- ژوند يعنی هره ورځ او هر
ساعت ژوند کول. (دیل کارنګي)
۹۰- موسکا کوم لګښت نه لري
خو ګټه يې ډېره زیاته ده. (دیل کارنګي)
۹۱- د ژوند غوره دستور دا دی چې پر خپل نفس
باور ولرو. (میکلانژ)
۹۲- څومره چې انسان حساس وي هغومره رنځ وړي.
(لېوناردو داوينچي)
۹۳- کله چې بډایان جنګ
پيلوي، دا فقیران دي چې په کې مري. (ژان پل سارتر)
۹۴- زه تل کولای شم
ازادانه انتخاب وکړم، خو باید پوه شم که انتخاب ونه کړم، بیا هم یو انتخاب مې کړی.
(ژان پل سارتر)
۹۵- تر زړه هيڅ څيز هم
ډېر ساده نه ماتېږي. (ژان پل سارتر)
۹۶- که څوک یوازې هیله کول د عاید ترلاسه کولو وسیله وګرځوي ښايي له لوږې
ومري. (بنجامين فرانکلین)
۹۷- حقه خبره، که يې ونه منې هم پر تا به
اغېز ښندي. (بنجامين فرانکلین)
۹۸- هغه څه چې په قهر او غضب
پيلېږي، له شرم او پښيمانۍ سره ختمېږي. (بنجامين فرانکلین)
۹۹- څوک چې شته نه لري، ځان
لري. (بنجامين فرانکلین)
۱۰۰- که د يو بل د فکر لوستلو جادو مو لرلای؛
لومړنی څيز چې، به په دنیا کې له منځه تله، مینه وه. (براتراند راسل)