شعر: رابطه

ويناوال: صدیق الله بدر


رابطه


د لمر او واورې

زما د زړه او ستا د حسن

رابطه ډېره سره ورته ښکاري

لمر چې راهسک شي

واوره شي ویلي داسې

لکه زما زړګی چې

اوبه کوي حسن دې

۱۳۹۰.۱۲.۲۶
ادامه نوشته

شعر: زه

ویناوال: صدیق الله بدر


زه

 

بیګاه؛ ستړی مسافر وم

بیګاه؛ بیا تللیو پېچومو کې مې شپه وه

بیګاه؛ ډېر مخلوق د خدای مخې ته راغلل

بيګاه؛ ټول خلک یو ځای وو

ادامه نوشته

شعر: زړه، شعر، مینه

ویناوال: صدیق الله بدر


زړه، شعر، مينه


خوښ يم چې زړه لرمه

چې ستا د مينې کور دی

خوښ يم چې شعر لیکمه

انځوروم په کې تا

خوښ يم چې مینه شته ده

چې ما تر تا رسوي

خوښ يم چې ته مې شته يې

شعر مې دی، زړه مې هم دی

واړه پر مينه پايو

۱۳۹۰.۱۲.۲۵

شعر: د بدر زړه

ویناوال: صدیق الله بدر

 

د بدر زړه

 

زړه یم

خو دا ښه دی چې د بدر يم

بدر مې ډېر خیال ساتي

۱۳۹۰.۱۲.۲۵

لنډه کيسه: مجبورى

لنډه کيسه/ صدیق الله بدر

مجبوري

نجونې خوشاله وې چې سبا خپلو کورونو ته ځي، خو ثريا غریو نېولې وه.
په دغه شپه د اصلاح او روزنې مركز د تنكيو ځوانانو او ماشومانو په شور او زوږ كې ډوب و. هر يوې بلې ته مباركي وركوله. نيمه شپه چې دا د کوټې له وره سره نږدې ناسته وه، يوه پېغلوټې چې له دوو مياشتو راهيسې دلته ورسره بلده شوې وه، څنګ ته يې راغله:" لېونۍ! ولې ژاړې، ته بايد خوشاله اوسې، سبا خپلو كورونو ته ځو."
د هغې له دې خبرې سره ثريا يو سوړ اسويلی وکېښ:" كوم كور؟"

ادامه نوشته