شعر: لېونۍ

ویناوال: صدیق الله بدر

 

ليونی

 

ستا کوڅه کې

 خپل مېلمه

څوک نه پېژني

ستا وره ته چې لنډ شومه

ستا وره مې په کاڼو هرکلی وکړ.

۱۳۹۰.۱۱.۲۷

ادامه نوشته

شعر: غزل

ویناوال: صدیق الله بدر

غزل


ستا پرنګي خوی توغ بلند تړلی

ما هم پټکی د دروند میوند تړلی 

د زړه ګلونه مې دي جل وهلي

تا د نظر د اوبو بند تړلی

ادامه نوشته

کتابپېژندنه: اروايي خوښي او بدني ځواک

کتابپېژندنه/ صدیق الله بدر

 

اروايي خوښي او بدني ځواک

روايي خوښي او بدني ځواک د هغه کتاب نوم دی چې د لویانو، ماشومانو او نجونو د جنسیت په اړه په زړه پورې معلومات په کې خوندي شوي دي.

دغه کتاب په اردو ژبه لیکل شوی او لیکوال يې ډاکتر شبیر حسین دی. ځوان او هڅاند لیکوال محمد حنیف حیران توتاخېل پښتو کړی او په ۱۳۸۹ لمریز کال د ختځې سیمې د لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې د پښتو موسیقۍ د ودې، بداينې او پرمختګ سمينار په ویاړ چاپ کړی دی.

ادامه نوشته