کتابپېژندنه: د علامه رشاد چاپ شوي کتابونه
صدیق الله بدر
د علامه رشاد څو چاپ شوي کتابونه



یادونه: د علامه رشاد بابا دغه کتابونه مې د چنګاښ په میاشت کې معرفي کړي وو، خو د کمپيوټر په فولدرونو کې رانه غیب شوي وو، نن مې پیدا کړل. دلته يې ولولئ:
د پښتو پخوانۍ الفبې:
دغه رساله په ۱۳۸۷ لمريز کال په ۴۱ مخونو کې د علامه رشاد اکاډمۍ له خوا په ۱۰۰۰ ټوکو کې په کندهار کې چاپ شوې ده. د رسالې اصلي متن ۳۵ مخه دی او د هغه په ترڅ کې د پښتو پخوانۍ الفبې، د اوسنۍ الفبې مبدا، د خيرالبيان الفبې، د الفبې د لوستلو طريقه او د کلمو په کښلو کې د خيرالبيان ليک دود توضيح شوي دي.
د رسالې په پيل کې د يو جدول په لړ کې د پښتو فونيميکي الفبې پخوانی او اوسنی شکل دواړه راوړل شوې دي. د پښتو الفبې په اړه دا څېړنه د خيرالبيان د ۱۳۵۳ لمريز چاپ د سريزو په برخه کې راغلې وه او استاد دغه څېړنه د بايزيد روښان د سيمينار لپاره کړې وه.
