کره کتنه: ساده خو پر نويو تجربو ولاړه شاعري
ليكوال: صديق الله بدر
ادبي ګزارشي ليكنه (۱۰)
ساده خو پر نويو تجربو ولاړه شاعري

كله، چې د پښتو معموله او مروجه شاعري په دقيق ډول له نظره تېروو، دې پايلې ته رسېږو، چې تر ډېره بريده زموږه شاعري تقليدي بڼه لري او د پښتو شعر له سباوونه ډېرى مفاهيم بيا بيا په كې تكرارېږي. دغه نيمګړتيا ښايي له دې كبله راپېښه وي، چې زموږ ډيرى شاعران شعر ته په جدي نظر نه ګوري. دا نيمګړتيا د دې سبب شوې، چې پخپل شعر كې ډېر كم د نويو تجربو شاهد واوسو. دغه نيمګړتيا هغه وخت ډېر ښه احساسوو، چې وخت په وخت د خپلو يو شمېر شاعرانو په كلام كې له فني او مانيز پلوه له نوېو تجربو سره مخ كېږو، چې په څرګند ډول د شعر په نسبت د هغوى د پوره رياضت ښكارندويي كوي.
په دې ادبي رپوټ كې همدې موضوع ته په پام سره، د هغه شاعر په شعر و شاعرۍ درسره خبرې كوو، چې رياضت د ښه شعر د پنځولو اصل ګڼي: (( كېداى شي، چې الهام سړي ته راشي، مګر د الهام او شعر ترمنځه ډېره فاصله ده. دا فاصله پخپله نه ډكېږي، هغو شاعرانو، چې دا فاصله په برياليتوب سره ډكه كړې ده، هغه يې د رياضت له لارې كړې ده.))
دى زموږ د بهير هغه شاعر دى، چې په شعر كې د خيال تر څنګ د كلماتو سم اوډون، د ژبې ساده والي او د پيغام شته والي ته ډېر ارزښت وركوي، خو د شعر د شعاري كېدلو مخالف دى: (( زما په نظر ښه شعر، هغه شعر دى، چې پيغام ولري، خو شعار ونه لري. كلمات يې داسې غوره شوې وي، چې يو تربله سره وپېيل شي او داسې نه وي، چې يو ټكى سړى ترې وباسي او بيا هم شعر پخپل حال پاتې شي او اضافي څه بايد په كې نه وي. درېيم شرط، چې زه ښه شعر ته پرې قايل يم، هغه دا دى، چې ښه شعر بايد په ساده ژبه وي. زموږه په پښتو كې هم دا مرض شته دى، خو په دري كې زيات دى، چې اكثره لغت پرانۍ كوو. دغه كار زما په نظر له ښه شعر سره نه جوړېږي.))