ليكنه: محمد صديق پسرلى؛ زموږ د پېر استاد او غزل سالار شاعر
ليكوال: صديق الله بدر
ادبي ګزارشي ليكنه ( ۷)
محمد صديق پسرلى؛
زموږ د پېر استاد او غزل سالار شاعر
كه څه هم محمد صديق پسرلى په اوسني پېر كې د هندي سبك لاروى شاعر گڼل كېږي، خو په شعرونو كې يې د جوت فكر او پيغام شتون، دى د يوې جلا لارې او سبك څښتن شاعر راپيژني، ځكه د ده شعر پر ښكلاييز اړخ سربېره جوت مانيز اړخ هم لري او دا هغه خصوصيت دى، چې ډېرى ادبپوهان يې د لويو شاعرانو خاصه او ځانګړنه په ګوته كوي.
كله چې د دغه استاد شاعر، شاعري له نظره تېروو پر كوم واقعيت، چې ډېر باوري كېږو هغه دا دى، چې دى يو فطري شاعر دى او شاعري يې په فطرت كې ګډه ده، دا خبره ځكه كوم، چې پخپله استاد پسرلى هم په همدې نظر دى او ښه شاعري هغه شاعري ګڼي، چې فطري وي: ((داسې ډېر خلك وينم، چې په ډېر كم عمر باندې شعر وايي او ډېر خلك دي، چې تر ډېره عمره يا كاله پورې كوښښ كوي، خو بيا هم يو شعر نه شي ويلاى. زه د دې خبرې طرفدار يم، چې بعضې خلك فطري شاعران دي او په لږ لوست او لږو معلوماتو ښه شيان ويلاى شي، خو بعضې خلكو ډېر تحصيل هم كړى وي، ډېر كوښښ هم كوي، ډېر زحمت هم وباسي، ان داسې خلك مې ليدلي، چې په يوه غزل باندې شپې او ورځې تېروي او بالاخره په ظاهره په غزل كې يې كوم نقص هم نه وي، خو ليكن هيڅ خوند نه لري او دا ځكه چې دى فطري شاعر نه دى.))
