لیکنه: رِښتينى خدمتګار
ليكوال: صديق الله بدر
رښتينى خدمتګار
ډاكتر عبدالوكيل
ډاكتر وكيل د رسمي او دولتي چارو په بهير كې خلك په معاصره بڼه باغدارۍ ته هڅول او د وطن د آبادۍ او سرلوړى په موخه يې د خاورې پېژندنې، د څړځايونو د اصلاح او زياتېدو، د قرانطين او نباتاتو د ساتنې، د اوبو لګولو او وړو بندونو او د پروان د اوبو لګولو د پروژو بنسټ كېښود.
ډاكتر عبدالوكيل، د ۱۳۰۲ لمريز كال د وري په مياشت كې، په كابل كې په يوه دينداره او علم پروره كورنۍ كې نړۍ ته سترګې پرانستې. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د استقلال او غازي په عالي لېسو كې او لوړې زده كړې يې په هندوستان، امريكا او لندن كې پاى ته ورسولې.
ې پخپل ژوند كې يې د افغانستان د آبادۍ لپاره هلې ځلې كړې وې، معرفي كول. زما د دې ليكنو يوه ټولګه د نامتو څېرو په نامه د كليد ګروپ له خوا په ۱۳۸۳ لمريز كې چاپ هم شوه خو دويم ټوك يې تر اوسه له چاپه پاتې دى.