هیله

يوه هيله

 

ډېرو قدرمنو مشرانو، ملګرو او دوستانو!

سلامونه.

په دې ډېر خوشاله يم، چې تاسو ماته وياړ رابښئ او د لونګو دريڅې ويبلاګ ګورئ. خداى مو تل سرلوړي لره.

خو؛

د دې لپاره، چې ستاسو له نيكو او ګټورو لارښوونو څخه برخمن شم، هيله لرم، چې د ويبلاګ د مطالبو تر لوستلو وروسته خپل نظر خامخا وليكئ. زه باور لرم، چې ستاسو نظر به د دې لامل شي، چې زه د خپلو ليكنو په نيمګړتياوو او ځانګړتياوو پوه شم.

ستاسو د دغې مينې او لوريېنې په تمه

صديق الله بدر

كره كتنه: هايكو، دوېمه برخه

ليكونكى: صديق الله بدر

 

هايكو

 

دوهمه برخه

 

نامتو جاپاني هايكو ويوونكي

 

د جاپان د ادبياتو په تاريخ كې ماتسو باشو، يوسا بوسان، كوباياشي ياسا او ماساو كاشيكي د هايكو سرلاري ګڼل كېږي. دا څلورتنه هغه كسان دي، چې هر يو يې پخپل وار هايكو ته نوى خوند، نوى رنګ او نوې معنى وربښلې ده.

دا هم د دغو هايكو ويونكو په اړه لنډ او كوټلي معلومات:

 

ادامه نوشته

شعرونه: يو ارمان

يو ارمان

 

چې د زخمونو په دردونو اوړو

مــوږه د ښكلو په كبرونو اوړو

مينه زمـــوږ د عمـــرونو سفر

په بــلا زلفــو بــلا غــرونو اوړو

لا چــې حيا يې د كتو وساتو

لا يــې په سپــورو نظرونو اوړو

زمـــوږه لاره پـــه اغـــزو وتــلې

دا يو ارمان! چې په ګلونو اوړو

قــدم چـې اخلو ثوابونو پسې

قــدم قــدم په عــذابـونــو اوړو

بدره چې لارې رانه وركې دي خو

په سپين سهار په ماښامونو اوړو

۱۳۷۳/۲/۲۱

شعرونه: لار وركي لاروي

لار وركي لاروي

 

بيګاه خوب كې مې ليدل چي

يو لار وركى مسافر يم

ناليدلي لور ته خوځم

په مزل يم

ادامه نوشته

شعرونه: زموږ كلى

زموږ كلى

زموږ كلى

دا د دنګو غرونو شاته

كه دې زړه وي

            چې ته راشې

د زړګي پردې دې خلاصې كړه په ځير شه

او بيا وګوره په مينه:

            يوه سره د وينو ليكه

                          غځېدلې ده له غرونو

                                       چې تر كلي پورې رسي

                                                     ۱۳۷۳/۱/۲۲

شعرونه: يأس

يأس

ښه مې په ياد دي اشنا

چې به پخوا كله زموږ  كلي كې

د ټوپك ډزې وشوې

درېيمه ورځ

د يو ماشوم هلك په غوږ كې مو د كلي ملا

ډېرې خوښۍ نه اذانونه كول

خو اوس زموږه همهغه كلي كې

د خنداګانو او خوښيو كلى

د ټوپك ډزې كېږي

او په همهغه ورځې

زموږ د كلي ملا

آن له چرګبانګه تر ماښامه پورې

د سر په سر په وينو سرو جنازو

چې هديرې ته راځي

كوي لمونځونه

                   ژاړي

۱۳۷۳/۱/۲۲

 

شعرونه: د زړه هنداره

د زړه هنداره

د وينــو ستـــورى لــه مــداره نيسم

د زړګـــي درد مــې له پرهاره نيسم

بـازار د ښكلـــو كـــې چـې څه كومه

دې غلام زړه ته مــې بــاداره نيسم

قاتــل نظــر انځــوروم د اشنـــــــــــــا

ځكــــه د زړه ورتـــه هنــداره نيسـم

زه يمـــه داســـې لېــــونـــى ملګـرو

اوښكه مې سترګو كې ايساره نيسم

نـن مــې نظـــر نظـــر كـې اوړي بدره

چـې هــر نظـر ، نـظر كې لاره نيسم

۱۳۷۶/۱۱/۴

شعرونه: تمامه شپه

تمامه شپه

تمامه شپه مـې للمـه لار د انتظار څارله

تمامه شپه ډېوې وې بلې او باران ورېده

شعرونه: د غشو تنده

د غشو تنده

 

داسې چې ډېر ډېر په ما ګران دى زړه مې

زمـــا خـــو نـــه دى د جـــانــان دى زړه مې

تــورې تېــرې پــرې هـــر نظـــر پـــرېــوځــي

د ويــنــو كــــور افــغـــانستــان دى زړه مې

ستـــا د نــظـــــر د بـــړبـــوكـــو هــــنـــداره

د ښــــايستــــونـــو بيــــابـــان دى زړه مې

راشــــه د غشــــو تنـــده مـــاتـــه كـړه پرې

څپــــــــــې څپـــــــې رود روان دى زړه مې

دى د غـــمــــونـــــو حســـرتـــونـــو جهــان

غريـــب يې مه ګڼه لوى خان دى زړه مې

بــــدره چــې وينــې وينــې خاندي په كې

پــــه پـــرهـــرونــــو چــراغـــان دى زړه مې

۱۳۷۷/۵/۱۸

 

شعرونه: يو بيت

يو بيت

وايـي غلط شوم او بيا بيا ورګـوري

يو څوك د يار د مخ خالونه شماري

له خپله ځانه پسې ورك چې ښكاري

زړه مې دا ستا د ياد پلونه شماري