دری شعرونه: درد بی صدایی
درد بی صدایی
خموشی را پرسیدم
ګفت
درد بی صدایی ام
۹۴.۲.۱۳
درد بی صدایی
خموشی را پرسیدم
ګفت
درد بی صدایی ام
۹۴.۲.۱۳
شعر دری/ صدیق الله بدر
بی حسی
هیچگاه فکرش را نکرده بودم:
مرا دوست نخواهی داشت
خوب می بینم
که دارم
در بی حسی کامل
غرق می شوم
داد می زنم
اما
بی حسی دستی هم دارد
که نجاتم دهد؟
94.2.13
قلب خالی
لبریز از درد
آهنگ مرگ بر لب
قلبم خالی از من است
94.2.13
فاصله
درد در من جاريست
رگهايم را حس مي كنم
با مرك همين يك درد فاصله دارم
٩٤.٢.٩
شعر دری/ صدیق الله بدر
معرفت ناتمام
عشق ضرورتي
براي شناخت من و تو بود
با دست كم گرفتنش
شناخت ما
نبمه تاريك زندگي ماند
٩٤.٢.٦/٧
ژباړه/ صدیق الله بدر
ارنست همینګوې څه ډول لیکل کول؟

ارنست مېلر همینګوې د امریکا له نامتو لیکوالو او د نوبل جایزې ګټونکی دی. بوډا او سیند د هغه له مهمو کتابونو او ناولو څخه دی. ځانګړی سبک نوموړی یو بې جوړې او اغېز ښندونکی لیکوال راپېژني. په ۱۹۲۵ کې د (زموږه زمانه) په نوم د هغه د لنډو کیسو ټولګه خپره شوه چې په رښتيا هم د هغه د ځانګړي سبک ښکارندويي کوي. د ماشومتوب د دورې خاطرات يې، چې په ۱۹۶۴ کې د هغه تر مړينې وروسته د ( بدلون موندونکي اختر) په نامه چاپ شول، د ۱۹۲۰ لسیزې په اوږدو کې د لیکوالو، هنرمندانو، فرهنګ او په پاریس کې د ژوند بڼې په اړه د هغه له شخصي او بې مثاله اخستنو څخه شمېرل کېږي.
ژباړه/ صدیق الله بدر
جي کي رولېنګ څه ډول لیکل کوي؟

جوان کتلين رولېنګ په ۱۹۶۵ کې د انګلستان بریستول ته نږدې د ییت په ښار کې زېږېدلې او ذ انګلستان په اکسټر پوهنتون کې يې فرانسوي ادبیات لوستي دي.
دغه لیکواله د خپل لومړي ناول (هري پاتر و د کوډو تېږه) کتاب له لیکلو وروسته، چې د هري پاتر د ناولونو د مجموعې یوه برخه ده، په ۱۹۹۷ کې د خلکو او منتقدینو له تاوده هرکلي سره مخ شوه، د نوموړې دغه کتاب ۴۰۰ ملیونه ټوکه خرڅ شو.
ژباړه/ صدیق الله بدر
جان اپدایک څه ډول لیکل کوي؟

جان هویر اپدایک چې د ۱۹۳۲ کال د مارچ په دوه دېرشمه نېټه په پنسلوانیا کې زېږېدلی، یو امریکايي ناول لیکونکی، شاعر، د لنډو کیسو لیکوال، هنري او ادبي کره کتونکی دی.
د رابیت ټولګه (هنري رابیت، رابیت راستنېږي، رابیت پیسه داره کېږي، رابیت ارام کوي او د رابیت په یاد ) د اپدایک له مشهورو اثارو څخه شمېرل کېږي. د رابیت پیسه داره کېږي او رابیت ارام کوي دوې برخې د پولیترز جایزې خپلې کړې دي.
ژباړه/ صدیق الله بدر
دانیل سټيل څه ډول لیکل کوي؟

امریکایی لیکواله او د رومانتیکو کیسو ملکه؛ دانیل سټيل چې بشپړ نوم يې دانیل فرناندو ډومينيك شويلین سټيل دی د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴ په نیویارک کې زېږېدلې ده.
دانیل سټيل کابو نوي ناولونه لیکلي چې له ۵۸۰ ملیونه نسخو څخه زیات خرڅ شوي دي او په دې بریالۍ شوې چې د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې ریکارډ ټینګ کړي او په ۲۰۰۲ کال کې يې د فرانسې – شوالیه ادبیاتو ملي او ارزښتمن نشان ترلاسه کړ.
ژباړه/ صدیق الله بدر
اګاتا کریستي یا د (جنایت ملکې) څه ډول لیکل کول؟

اګاتا کریستي پنځه شپږ د یادښت کتابچې ګرځولې، يادښتونه به يې اخستل او یو ناڅاپه به د ګرځېدو په مهال یوه ظریفه او نرۍ لاره یې د جرم د پټولو لپاره موندله چې د هیچا پام ورته نه کېده.
کله چې اګاتا غواړي خپل لوستونکي ته یو مفهوم و لېږدوي، بنسټيزې او هغه کليمې چې په معنی کې سره ورته وي، په یوه متراکمه فضا او چټک ترتیب کې تکراروي.