شعر: ګرمي او سیوری

ویناوال: ګرمي او سیوری


ګرمي او سيوری


تا ته د مينې د ګرمۍ دې حسنه څه ووايم
غرمه چې لمر سر ته راځي
سړي نه سيوری ورک وي
1392,9,23/24

ادامه نوشته

شعر: سودا

ویناوال: صدیق الله بدر


سودا


دا ګلابي خو وچې شونډې دا ستا
د موسکا رنګ چې راوړي
د زړه د رنګ بازار مې
ښکلی په رنګ د ګلابونو غواړم
1392,9,22/23

ادامه نوشته

شعر: مننه

ویناوال: صدیق الله بدر


مننه


چې کله تلې شاته دې ونه کتل
وېرې کړې ښخې مې منګولې په زړه
سترګې مې پټې کړلې
د خوب کوترو پسې
بام ته د خوب وختم
خو په بڼو باندې برند باز د شوګيرونو ناست و
ګواښ نه دې ووېرېدم
ټوله شپه غېږه کې د وېرې نغښته
ټوله شپه ناست د شوګير باز سره وم
له تا نهيلی خوب نه نهيلی ومه
خو د سبا سترګې سترګکې سره
د خوب کوترې مې د سترګو بام نه تاوراتاو شوې
ته مې ليدې شاته موسکۍ موسکۍ کتل دې تلو کې
1392,9,22

ادامه نوشته

شعر: پاڼه

ویناوال: صدیق الله بدر


پاڼه

نه غواړم پاڼه دې شم
زه د ګلونو پاڼه
ګل چې موسم يې تېر شي
پاڼې يې وچې شي
راتويې شي په ځمکه باندې
ځمکه او لارې شي بدرنګې غوندې
###
هغه چې مينه کې د چا به نازوله پاڼه
داسې کتل يې ورته
لکه چې ګوري کوم تصوير ته د چا
ورسره مينه کوي
خو اوس پر هغه لاره هغه ځمکه
داسې درومي
چې تر قدم لاندې خپل
د وچو پاڼو
د ماتېدو هغه کړس
اوري هم نه
1392,9,22/23

ادامه نوشته

شعر: شوګير

ويناول: صديق الله بدر


شوګير


بيګاه  که زه وم د خوب سترګو پسې

شوګير خو هم ستړی و

1392,9,20

شعر: مرګ

ویناوال: صدیق الله بدر


مرګ


لوری چې ورک وي درنه

اوښکې او چيغې هم چې وا دې نه وري

ته ورته زړه شې

غم دې مروړي منګول کې

له ځانه هم جانان نه هم

ورکه سارا کې ورک يې

داسې شېبه کې بدره

سره له وېرې يې هم ډېر ښه وي مرګ

1392,9,19

ادامه نوشته

شعر: وېره

ویناوال: صدیق الله بدر

وېره

تا چې کله ګورمه
ډېر مې زړه تخنیږي چې
تا باندې باران شمه
د مينې د خبرو خو
نه کېږي هيڅ نه کېږي
زړه د اندېښنې لرم
آه قدرې هم نه کوم
وېره راشي داسې چې
ته رانه خپه نه شې
ووایه دا ووایه
چې نه به چوي زړګی زما
ته چې د خبرو کړې لمن خوره
او زه درته ګونګی ناست یم

۱۳۹۲.۹.۱۸

ادامه نوشته

شعر: لوبه(۲)

ویناوال: صدیق الله بدر

لوبه(۲)


ما که ورته ودانګل

ستا مينې ميدان پورې راوستی وم

تا که د ګمان سترګې

ياره اړولې نه

لوبه مې ګټله به

اوس چې لوبه تېره ده

و وايه چې څوک مات شو؟

ادامه نوشته

شعر: لوبه (۱)

ویناوال: صدیق الله بدر

لوبه(۱)


يوه لوبه د سر خطره

يوه لوبه د ژوند هيله

دواړه لوبې زه کوم

خو لوبه مې ښه نه ده زده

۱۳۹۲.۹.۱۷/۱۸

ادامه نوشته

شعر: خوب(۲)

ویناوال: صدیق الله بدر

خوب


غواړمه خوب مې شمه

چې هم هېرېږم

هم پاتې کېږم په ياد

زه درته زړه خوروم

ته يې د شونډو د موسکا په سره پلو کې نغاړې

چې درنه زړه پوښتمه

کله کړې لاره چپه

هغه دې نه هېروم

دا دې يادېږي مې نه

۱۳۹۲.۹.۱۵

ادامه نوشته

شعر: وروستۍ نښه

ویناوال: صدیق الله بدر

وروستۍ نښه


خپله خبره چې په مينه وکړم

تا ته چې وژنې هم

په مينه وګورمه

چې زه دې ته او ته دې زه و اوسم

چې را زده کولې به يې دا خبرې

چې يې د ټول ژوند فلسفه مينه وه

هغې د مينې وروستۍ نښې هم

رانه کړه لاره چپه

ادامه نوشته

شعر: زړه او څېره

ویناوال: صدیق الله بدر


زړه او څېره


ورته د زړه مې ووې

چې ګرانې ستا دی هغه

شېبه يې مخامخ را وکتلې

وې يې چې کاش زړونه څېرو کې مو وای

ادامه نوشته

شعر: خوب

ویناوال: صدیق الله بدر


خوب


هره شپه سترګې سترګې

هېر شوي خوب ته ناست یم

۱۳۹۲.۹.۱۲

ادامه نوشته

شعر: هېر شوی خوب

ویناوال: صدیق الله بدر

هېر شوی خوب

شپه

د شوګيرونو غېږ کې

همېش هېر شوی خوب دی

1392,9,10

ادامه نوشته

شعر: شهید

ویناوال: صدیق الله بدر


شهيد


څومره خوږې

څومره عجيبې شپې وې

د غم په غېږه کې هم

په غم خبر نه ومه

***

ادامه نوشته

شعر: تبه

ویناوال: صدیق الله بدر


تبه


د تا یو (نه) ویل وو

خو پر ما داسې لګېدلی یو اور

چې مې په تا باندې هیڅ نه لورېږي


ادامه نوشته

شعر: موسم (۲)

ویناوال: صدیق الله بدر


موسم(۲)

زړه مې کېږدۍ دې وي ستا

خو د کوچي يادونو عشقه سترګې

موسمي مه اړوه

۱۳۹۲.۹.۹

ادامه نوشته

شعر: موسم (۱)

ویناوال: صدیق الله بدر

موسم(۱)

د عشق کېږدۍ دی زړه مې

خو کاشکې وېره

د موسم نه وای هيڅ

۱۳۹۲.۹.۸

ادامه نوشته

شعر: کیسه

ویناوال: صدیق الله بدر


کيسه

يوه اوږده ستړيا يم

خو مې سروېږد سوچونه

خوب مې پخپله وژنم

د شوګيرونو د شپې

همدا کيسه ده

۱۳۹۲.۹.۷/۸

ادامه نوشته

شعر: د یاد مښوکې

ویناوال: صدیق الله بدر


د یاد مښوکې


پرهر پرهر زړه ته دې خير وي

د ياد مرغۍ مښوکې سرې وړې

ادامه نوشته

شعر: آه

ویناوال: صدیق الله بدر

آه

منډو کړم ستړی

ژوند رانه تښتي

مرګ راپسې دی

۱۳۹۲.۹.۲

ادامه نوشته

شعر: سر

ویناوال: صدیق الله بدر

سر


مينه کې مرګ هم ژوند دی

پر مينې هسک دی سر مې

مينه پرې دار ښکلوي


1392,8,30

ادامه نوشته

شعر: سیوری

ویناوال: صدیق الله بدر


سيوری


ستا له مخه مې کړه لاره د شپې خپله

اوس له خپل سيوري نه ورک يم

1392,8,17

ادامه نوشته