غوره وینا: شل غوره ویناوېژباړه او لنډون: صدیق الله بدر
شل غوره ویناوې
۱۰۱- له مينې وېره له
ژوند نه وېره ده، هغوی چې له مينې تښتي مړه دي. (براتراند راسل)
۱۰۲- لومړنۍ زده کړه چې یوه
کورنۍ يې باید خپلو ماشومانو ته ورکړي، هغه صداقت دی. (شوپنهاور)
۱۰۳- عاقل سړی کم غږېږي او ډېر اوري. (سقراط)
۱۰۴- له هغه چا سره مینه
وکړه چې ستا د مينې لایق وي نه چې د مينې تږی... ځکه د مينې تږی يوه ورځ سیرابه
کېږي. (ویکتور هوګو)
۱۰۵- د هغې مرغۍ په څېر
اوسه چې يوه لحظه پر يوې کمزورې او خويې شاخچې کيني، سندره وايي او احساس کوي چې
شاخچه لرزېږي خو خپلې نغمې ته دوام ورکوي، ځکه ډاډه ده چې وزرې لري. (ويکتور هوګو)
۱۰۶- له
مينې خپلې مور او پلار ته کتل په عبادت کې حسابېږي(حضرت محمد ص)
۱۰۷- هيڅ یو مومن دا
حق نه لري چې ځان سپک او ذلیل کړي. (حضرت محمد ص)
۱۰۸- ژوند لنډ او
فاني دی خو هنر اوږد او تلپاتې دی.(سقراط)
۱۰۹- په دنیا کې هيڅ شی اتفاقي نه وي. (ابن سینا)
۱۱۰- څوک چې سپورټ کوي، درملو ته اړتیا نه لري، علاج يې په ځوځښت او
حرکت کې دی. (ابن سینا)
۱۱۱- په پوهه او فلسفه کې تعصب لکه د بل هر تعصب غوندې د خاموالي
نښه ده چې تل د رښتيا په زیان تمامېږي. (ابن سینا)
۱۱۲- دنیا ډېره پراخه او د ټولو مخلوقاتو ځای دی، د بل د ځای نیولو
په ځای، هڅه وکړئ چې خپل حقیقي ځای پیدا کړئ. (چارلي چاپلین)
۱۱۳- بربنډتیا، زموږ د عصر ناروغي ده. (چارلي چاپلين)
۱۱۴- کله چې ژوند تاسو ته د ژړېدلو سل لارې ښيي، تاسې ورته د
خندېدو زر لارې وښياست. (چارلي چاپلين)
۱۱۵- هغه
څوک دې له الهي رحمته لرې وي چې د مال او سرمايې په خاطر د یوه بډای تکریم او
احترام وي.(حضرت محمد ص)
۱۱۶- څوک چې
له خدایه خیر غواړي حيرانېږي نه او هغه څوک چې په کارونو کې له خلکو سره مشوره کوي
پښېمانېږي نه. حضرت محمد (ص)
۱۱۷-
د خدای په نزد، ترټولو غوره کار، د ژبې ساتنه ده. (حضرت محمد ص)
۱۱۸- له پرون نه زده کړه، نن ژوند وکړه او
راتلونکي ته هيله من و اوسه. (البرټ انشتاین)
۱۱۹- څوک
چې څه کولای شي ترسره کوي يې، خو څوک چې يې نه شي، نیوکه کوي. (جورج برنارد شاو)
۱۲۰- که دې ولیدل چې څوک تا ته نه خاندي علت يې
پخپلو تړلو شونډو کې ولټوه. (دیل کارنګي)