د الهه کمېډي
د دانتي د الهه کميډي پيل
یادونه: د الهه کمېډي ژباړه استاد نجیب الله منلی کوي،
خو نپوهېږم چې ولې د هغه د منظوم کولو اعتبار يې پر ما کړی. زه هم خپله خواري کوم.
ګوره که یو څه ترې جوړ شي.
د دې منظومې د ژبې،
معنی رسولو او شکلي جوړښت په اړه چې تراوسه په پښتو او دري کې چا نه دی کارولی
ستاسو نظرونه غواړم. او که چا دا مرسته راسره وکړه چې له دغو منظومو کرښو نه څه
مفهوم اخستی او هغه په يو پاراګراف کې وليکې، ما به دا ګټه کړې وي چې دغې سلسلې ته
دوام ورکړم.
پیل
اوښتی سمې نه دې سيمه کې وم
چې يو تیاره ځنګل ته ورسېدم
زه مې د ژوند د لارې نيمه کې وم
«»
هغه د وېرې تل ته ورسېدم
د هغو ستونزو یادول سخت دي
چې څنګه دې منزل ته ورسېدم
«»
منم دا هرڅه ټول ویل سخت دي
تر مرګ ترخه به وي خو وايمه يې
دلته ښېګړې خپلول سخت دي
«»
انځوروم يې تا ته ښايمه يې
چې تر دې ځايه څنګه ورسېدم
که غواړې ويې ګورې درنمايه يې
«»
کاشکې چې هغه ځای ته نه رسېدم
يوې غونډۍ ته رسېده دا لاره
له وېرې ډک شوم چې ور ورسېدم
«»
هغه پېچومې ته کتل مې یاره
د هغه ستوري تر رڼا ځلېده
چې مساپرو تی ښودله لاره
«»
دغه شېبه کې دا احساس مې کېده
چې غلی کېږي لګېدلی توپان
د زړه ژورو کې چې زما لګېده