کتابپېژندنه: لرغوني پښتانه قومونه
کتابپېژندنه/ صديق الله بدر
لرغوني پښتانه قومونه
په دې لیکنه کې يو داسې تاريخي کتاب درپېژنو چې په هغه کې د پښتنو د يوې لويې لرغونې قبيلې ساک یا سهاک په اړه معلومات خوندي شوي دي.
دا کتاب لرغوني پښتانه قومونه نومېږي او ليکوال يې ارواښاد استاد قیام الدين خادم دی. . دغه کتاب لومړی ځل په ۱۳۵۶ کال په پېښور او دویم ځل د ۱۳۷۸ لمریز کال د وږي په میاشت کې په ښکلي کچه د زرو ټوکو په شمېر په ۱۱۴ مخونو کې په جلال اباد کې د ساپي مطبعې له خوا چاپ شوی دی.
