د لونګو دريڅې: داوود تپان او د هغه عاطفي شاعري

ادبي بحثونه (۴۷)

ليكوال: صديق الله بدر

داوود تپان

او د هغه عاطفي شاعري

 

 

د پښتو ځوان شعر يو له ښكلاوو څخه، چې ډېر حساب پرې كېداى شي او يو كم شمېر ځوان شاعران ورته ډېره پاملرنه كوي، هغه د لفظونو سم اوډون او د خيال او فكر ترمنځ د توازن شتون دى، چې اوچت عاطفي بار هم ورسره نغښتى وي. موږ په دې بحث كې د همداسې يو ځوان او تاند شاعر پر شعر او شاعرۍ  درسره خبرې كوو، چې شعرونه يې له همدغو ښكلاوو برخمن دي او په دې باور دى، چې شعر يوه ډېره عاطفي وينا ده: (( شعر د عواطفو هنداره ده، شعر ذوقي او خوندوره نړۍ لري، هر څوك چې په دې نړۍ كې د اوسيدو تابيا نيسي، بايد خوندورې ويناوې ولري، تر څو اورېدونكى او لوستوال ترې خوند واخلي))

ادامه نوشته

د لونگو دريڅې: د شنو ګټو قاضي؛ د مشخص مکان او زمان يو انځور

ادبي بحثونه: ۴۶

لیکونکی: صدیق الله بدر

د شنو ګټو قاضي؛

د مشخص مکان او زمان يو انځور

 

په پښتو کې داستان لیکنه که څه هم ډېره زیاته اوږده سابقه نه لري، خو دې ژانر په دوه وروستیو لسیزو کې ډېره وده موندلې او پر تخنیکي جوړښت سربېره یې هنري ښکلا هم خپله کړې ده، تر دې مخته ډېره توجه نکلونو او شعرونو ته اوښته او د ګوتو په شمار کسانو داستانونه او لنډې کېسې لیکلې. تېر پنځه کلونه د پښتو نثر د بخت کلونه وو او په دې کلونو کې زموږ یو شمېر لیکوالو داستاني نثر ته مخه کړه، چې له امله یې نن سبا موږ یو زیات شمېر داستاني اثار لرو، خو د خوشالۍ خبره دا ده، چې په همدې کلونو کې د لنډې کیسې په لیکلو سربېره پښتو ناولونه او په تېره بیا پولیسي ناولونه هم وپنځول شول، چې تر ډېره دغه ناولونو د مشخص زمان او مکان په رانغښتلو سره ډېر مینه وال ځان ته رامات کړي دي.

ادامه نوشته

کتاب پېژندنه: د زرو هيندارو کور

کتابپېژندنه

لیکونکی: صديق الله بدر

د زرو هيندارو کور

 

له کلید اوونېزې په مننې

د زرو هيندارو کور؛ د نړۍ د بېلابېلو وطنونو د ۱۷۵ حکايتونو مجموعه ده چې ښاغلي ليکوال اسدالله غضنفر له انګريزي ژبې پښتو کړي دي. البته د پرانستې کړکۍ په نامه يوه لنډه کيسه هم په کې شامله ده. د کارغه او توتي حکایت د ژباړن ليکنه ده چې پخپله د هغه په وينا، د يوه اوريدلي ولسي حکايت نه په الهام يې ليکلی دی.

ادامه نوشته