شعر: نوي بيتونه

ويناوال: صديق الله بدر

بيتونه

 

مينه اشنا ته تر اظهاره پورې وېره لري

د دار خبره بس تر داره پورې وېره لري

۱۳۸۹/۶/۲۰ ماسخوتن نهه بجې

***

چې بيا نه راځي، ليلا خو، هسې لاړه

زړه بيا ولې په ګوګل کې داسې ښوري 

۱۳۸۹.۵.۳۰/۳۱

*** 

مم غوندې ستا سپين نازک لاسونه دي

زړه که مې خويونه د ماشوم کوي

۱۳۸۹/۶/۱۷

*** 

شعر: ته

ويناوال: صديق الله بدر


ته


ته يو کتاب يې

ته یو د مينې کتاب

زه چې د دغه کتاب هره پاڼه

سوکه سوکه ګورمه

وېرېږم هسې نه، چې ژر تمام شي.

۱۳۸۹/۶/۹ 

د شپې اووه نيمې بجې