کره کتنه: زرین انځور، د مشاهدې دقت او عالي کرکترایزیشن
ليكوال: صديق الله بدر
ادبي ګزارشي ليكنه((۳۱))
استاد انځور،
د مشاهدې دقت او عالي كركټركښنه

بيا هم پر پښتو لنډې كيسې او كيسه ليكنې درسره غږېږو او د يوه نوښتګر كيسه ليكوال پر كيسو د بحث له لارې، په پښتو لنډه كيسه كې د مشاهدې پر دقت خبرې كوو.
لنډه كيسه، ګڼې ځانګړنې او تكنيكي خصوصيات لري، چې پو له دغو ځانګړنو څخه يې د مشاهدې دقت دى، چې زموږ يو شمېر كيسه ليكوال ورته ډېره توجه نه كوي. ښايي له همدې كبله وي، چې زموږ يو زيات شمېر معاصرې كيسې پر لوستونكو اغېز نه پرېباسي. يو كم شمېر كيسې، چې زيات مينه وال او لوستونكي لري، ښايي ليكوالو يې هڅه كړې وي، چې يوه شېبه يو كركټر او يوه پېښه په پوره داستاني دقت انځور كړي.
