كره كتنه: نثار؛ د مقاوم ادب سرلارى شاعر
ليكوال: صديق الله بدر
ادبي ګزارشي ليكنه: (۳۰)
نثار: د مقاوم ادب سرلارى شاعر
په كابل كې د استوګن او نااستوګن شعر اصطلاح ګانې په ۱۳۶۸ لمريز كال كې، چې د وخت رژيم د خپلو مخالفو لوريو په وړاندې يو څه تمكين ته غاړه كېښوده او تر يوه بريده په دننه او بهر كې د افغان ليكوالو اړيكې سره نږدې شوې، رامنځته شوې دي. له هېواده بهر او دننه په هيواد كې يو شمېر كسانو بيا د دغو اصطلاح ګانو په وړاندې د جهادي او مقاومتي شعر اصطلاګانې كارولې. خو په دې بهير كې زموږ يو شمېر ادبپوهان دا هم وايي، چې موږ هيڅكله هم مقاومتي ادبيات نه درلودل. ځكه دغه ډول ادبيات د ملي او سراسري پاڅونونو او اوښتونونو په نتيجه كې منځته راځي. دغه ادب پوهان په دې نظر دي، چې په افغانستان كې له تېرو ديرشو كلونو راهيسې موږ يو ډول مقاوم ادب تجربه كړى دى، چې دغه ادب د ځان د ساتلو په خاطر او پرته له كوم ايديالوژيكي جريان او فكر نه د فرهنګي يرغل او شرايطو په وړاندې رامنځ ته شوى دى.
