لنډه كيسه: چلنج
ليكوال: صديق الله بدر
چلنج

۱۳۸۸،۸،۲۳
د درېيم ځل لپاره مې د خپل مبايل د مسيج تڼۍ كېكاږله، چې ناجيې ته د خپل زړه خبره وليكم. دې سره يو ژور سوچ په مخه كړم. زړه نازړه شوم او له ځانه سره مې وويل: (( نه، نه! هغه راته ګرانه ده، د هغې كركه هم راته مينه ښكاري. نور نو نه شم كولى، ما خو دا نه ګڼله، چې هغه دې داسې راسره واخلي.))
دا فكر ځكه راسره پيدا شوى و، چې تېر وختونه او يادونه دغسې وو، چې هيچا هم دا نه ګڼله، چې زه او هغه په كوم شي سره وران شوو. ښه مې په يادېږي يوه ورځ ارين، چې زما او د هغې تر منځ ولاړه وه، ويې ويل: (( هغه به هم يوه ورځ وي، چې زه تاسې دواړه له يو بل نه خپه او په جنګ وګورم.))
ما هيڅ ونه ويل، خو ناجيې په كړس كړس وخندل او ويې ويل: (( ته به همداسې ارماني پاتې شې.))
كه څه هم د ارينې دې خبرې يو څه اندېښنه غوندې راته پيدا كړې وه، خو د ناجيې خبرې مې زړه ته قوت وركړ.
