شعر: زنده ګي

ويناوال: صديق الله بدر

زنده ګي

 

همدا دعا كوم، چې خدایه ډېره زنده ګي

راكــــړې په زړه داسې يوه وېره زنده ګي

ادامه نوشته

کره کتنه: ندا ساپۍ ، لومړى ګام خو ښه ګام

ليكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه ( ۲۴)

ندا ساپۍ؛ لومړى ګام خو ښه ګام

كه پښتو داستاني بهير ته يو ځغلنده نظر وكړو، ګورو، چې په دغه بهير كې له پرونه تر ننه پورې د ښځو ليكوالو برخه ډېره كمه ده. خو له نيكه مرغه په وروستيو دوه دريو لسيزو كې دغه تشه تر يوه بريده له منځه تللې او موږ د يو شمېر ښځو ليكوالو د ښو داستاني هستونو شاهد يو، چې په دې لړ كې د پروين فيض زاده ملال، شريفه شريف، وږمه سبا، زيتون بانو، عارفه عمر لور، لينا شريفي او يو شمېر نورو نومونه د يادونې وړ دي. دغه شمېر ليكوالو د پښتو لنډې كيسه ليكنې په برخه كې ډېرې غوره هڅې كړې او په دې لړ كې يې د ښځو سوچه احساسات ځلولي دي. خو د دغو هڅو باوجود يوه ستونزه، چې لا هم تر سترګو كېږي، هغه د ښځو ناول ليكونكو د شمېر كمى دى. موږ اوس حتى د ګوتو په شمار ناول ليكونكې نه لرو، خو دا تمه شته، چې وروسته تر دې البته د فرهنګي هڅو په متمركزتيا سره دا تشه او خلا له منځه لاړه شي او موږ د ناول ليكنې په برخه كې ګڼې ليكوالې ولرو.

موږ دلته همدې اندېښنې ته په پام سره بيا هم د پښتو د معاصر داستاني نثر په ښكلاوو او ځانګړتياوو درسره غږېږو او د پښتو معاصر داستاني نثر يوه داسې ځوانه څېره درپېژنو، چې همدا سږكال يې نثر ليكنې ته مخه كړې، په سترګو كې ليكل شوې افسانه يې پنځولې، په پوره جديت يې په افغانستان كې د وروستيو لسيزو انځورونه كښلي او د خپل زيار او رياضت له كبله يې د معاصرو ليكوالو په ليكه كې ځان مطرح كړى دى: (( دا كوم ناول، چې ما په ۱۳۸۷ لمريز كال كې ليكلى دى، په داستاني نثر كې زما لومړنۍ هڅه ده.))

 دا ليكواله او شاعره اغلې توبا ندا ساپۍ ده، چې داستان يوه داسې آيينه ګڼي، چې حقيقت په كې ځلېږي: (( پخپله داستان، چې دى د يوې ايينې په شان دى. كله، چې موږ يو شي ته داستان وايو نو طبعا به په هغه كې د ټولنې يو حقيقت وې، چې په دې آيينه كې ښكاري. دا چې هغه كوم حقيقت دى، د ژوند كومه زاويه په كې ښودل شوې ده، دا بيا پر هماغه ناول يا داستان پورې اړوند دى.))

ادامه نوشته

كره كتنه: د جلان شاعري، انځوريزه شاعري

ليکوال صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه ( ۲۳)

د جلان شاعري، انځوريزه شاعري

ادبپوهان په دې باور دي، چې هر شاعرانه تصور د خيال له جوهره سرچينه اخلي. شاعر تل په دې هڅه كې وي، چې په خپل جادويي بيان سره هغه انځورونه، چې د هغه په ذهن كې رامنځته شوي، هغه په هماغه قوت، شدت او روڼوالي سره د خپل وړ اوريدونكي په ذهن كې ځاى او ژوندي كړي. دا خبره تر ډېره پر هغو شاعرانو ډېر صدق كوي، چې فطرتا شاعر وي. فطري شاعران خپل افكار داسې سره رانغاړي، چې مينه او ښكلا يې سلام كوي او هره خبره يې خپل ځانګړى ښكلاييز وزن لري، ښايي له همدې كبله وي، چې د فطري او انځورګرو شاعرانو عادي خبرې هم د شاعرانه خوند او رنګ لرونکې وي. دلته په دې ليكنه كې د يو همداسې شاعر په شعر و شاعرۍ درسره خواله كوو او ګورو، چې په عادي خبرو كې يې څومره شاعرانه خوند و رنګ پروت دى: (( يو نامعلوم درد مې د زړه په ورغوي خوله ولګوله او همدا درد له زړه نه د ژبې په لاره د شونډو سر ته راغي او دلته يې خپلې غوټې وسپړلې او په سندرو بدل شو.))

دا شاعر، چې يو نامعلوم درد يې د زړه په ورغوي خوله لګوي، سيدجيلاني جلان دى. زموږ د بهير هغه شاعر، چې د لومړنى شعر د ويلو خوند داسې يو احساس وربښلى و: (( کله مې، چې په لومړي ځل شعر ووايه، ما داسې احساس کاوه، چې ګنې د کايناتو ټوله ښکلا زما په لاس کې ده.))

ادامه نوشته