شعر: نوى غزل

ویناوال: صدیق الله بدر

غزل

عشقــه ښه ګورې، پرهـرونو نـه، چـې جوړ دى زړه مې

 چـې مېـلمـانه لـري نو مـه وايه، چـې سوړ دى زړه مې

اوبــه اوبــه خــو بـس جـــانـانـه يــو پــــــه تـا پســې دى

كنــه غــمــونـــو د دنيـــا تــه خــــــــو كــروړ دى زړه مـې

ورتــــــــــه د ډار او د ديــــوانــــو كـيســـې نــه كـــومــــه

هســــې نــه ويــې وهــي وېـره لا خو ووړ دى زړه مـې

خـــلك دا وايــي، چــې اخــر كــې هرڅــه زړه ووهــــي

يــــــو څوك خو ودې وايي ماته عشق نه موړ دى زړه مې

منــم چــې سپيــن وېښتــه په ږېــرې وېــرولــى يــمـــه

خــــو بــدره دا منــلى نـه شمــه چــې زوړ دى زړه مـې

۱۳۸۸،۶،۲۲

ادامه نوشته

کره کتنه: نصرالله حافظ؛ د مينې، ښكلا او عاطفې شاعر

ليكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه(۲۲)

نصرالله حافظ؛

د مينې، ښكلا او عاطفې شاعر

دا ځل د پښتو د يو داسې د قدر وړ شاعر، ليكوال او ژباړونكي په شعر او شاعرۍ د خبرو دريڅه پرانيزو، چې ټوله شاعري يې د مينې، عاطفې او ښكلا په اوبو وللې ده: (( هيڅ انسان له مينې نه خالي نه دى، زه پخپله شاعرۍ كې په ښكلا مين وم او له ښكلا سره مې مينه درلوده. له همدې كبله ما پخپلو شعرونو كې مينې، محبت او سولې او امن ته ډېر زيات انعكاس وركړى دى.))

دا قدرمن او په مينې او ښكلا مين شاعر ښاغلى استاد نصرالله حافظ دى. زموږ د پېر هغه شاعر، چې شعر يې هم د كلاسيكې شاعرۍ رنګ لري، هم ولسي خوند په كې نغښتى او هم د معاصرې شاعرۍ ټولې رنګينۍ په كې نغښتې دي.

حافظ د يو ساده او سپيڅلي زړه خاوند دى او همدا علت دى، چې هر شعر يې عاطفي رنګ او خوند لري او ډېر ژر د ولس زړه ته لاره كوي.

ادامه نوشته

شعر: ظلم

ويناوال: صديق الله بدر

 

ظلم

 

په دې زه نپوهېږم

دا ظلم ولې كوي

دغسې ولې وايي

چې زه يوازې يمه

خير!

ورته به څه ووايم

هغه خبره نه ده

ښايي ما نه پېژني

ښايي هغې زړګيه

چا سره هم

هيڅكله سترګې جنګولې نه وي

او دا ورته ښكاري نه هيڅ

چې زه يوازې نه يم

زما په زړه

زما په ذهن

او په خيال كې يوه دنګه اوسي

چې په هر دم او قدم

هميش وي مله راسره

راسره خاندې او خبرې كوي

خو هغه ظلم كوي

او بس همدا

يوه خبره يې ده

چې زه يوازې يمه

خو زه يوازې نه يم

ما سره مينه مې ده

۱۳۸۸،۶،۱۸

ادامه نوشته

کره کتنه: سيند؛ عالی کرکترایزشن او منظر کشي

ليكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه (۲۱)

سيند؛ عالی کرکترایزشن او منظر کشي

زموږ د روان ادبي بهير يو شمېر كيسې داسې دي، چې د يو څه انځورولو پرځاى ډېر پر څه ويلو په كې ټينګار ليدل كېږي او دا هغه څه دي، چې كيسه سم له واره له معياره وباسي. كه زموږ كيسه ليكوال دا هڅه وكړي، چې د يو څه ويل پر ځاى د يو څه پر انځورولو زور واچوي، دا به نه يوازې دا چې د كيسه ښكلا زياتوي، بلكې لنډه كيسه لكه څنګه، چې له نامه څخه يې پيدا ده، لنډه وي او د اضافي خبرو د كولو له قيده راوځي.

په معاصره كيسه ليكنه كې يوه ستونزه، چې لا هم موجوده ده او د كيسو ښكلا ته يې تاوان وراړولې، هغه دا ده، چې زموږ اكثر كيسه ليكوال د دې پرځاى، چې يوه پېښه يا كركتر انځور كړي، د هغه تعريف او توصيف ته مټې نغاړي او دا هرڅه د راوي خواركي پر اوږو باروي. خو په دې منځ كې داسې يو شمېر كيسه ليكوال هم شته، چې د پېښو او كركترونو د پېژندنې په لړ كې، د هغوى د تعريف او توصيف په ځاى هغوى انځوروي. خان محمد سيند، زموږ د روان ادبي همداسې يو كيسه ليكوال دى.

ادامه نوشته

کره کتنه: درمل؛ د ژور فكر او لوړ خيال شاعر

ليكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه(۲۰)

درمل؛ د ژور فكر او لوړ خيال شاعر

 

د پښتو اوسمهالې شاعرۍ يوه غوره ځانګړنه په دې كې ده، چې زموږ شاعران پخپل كلام كې ژور فكرونه او لوړ خيالونه رانغاړي، هره خبره په ښكلو او رنګينو لفظونو پسولي او په ژوره توګه زموږ احساسات او عواطف راپاروي او دا هغه كمال دى، چې يوازې او يوازې پر لويو او ښو شاعرانو پورې ځانګړى دى. په دې كرښو كې، همداسې يو شاعر درپېژنو، چې د فكر پر ژوروالي او د خيال په لوړوالي ډېر باورمن دى: (( زه فكر كوم، چې يو څه د فكر عمق او د خيال لوړوالى، دا كه سره يوځاى شي، كېدلى شي، چې ښه شعر ترې رامنځته شي.))

دا ښاغلى شاعر احسان الله درمل دى، زموږ د بهير هغه تاند او زلمى شاعر، چې هره ورځ يې په شعر كې د ښكلا نوي څركونه تر سترګو كېږي، ښايي د دې ځانكړنې يو علت دا وي، چې دى شعر يوه پر ځاى ولاړه ښكلا نه ګڼي: (( شعر يوه پرځاى ولاړه ښكلا نه ده، چې څوك دې خامخا د هغې ټولې اجزاوې د تعريف په چوكاټ كې ځاى كړى شي. شعر زما په اند يوه داسې ونه ده، چې هره نوې څانګې او ريښې كوي، هره ورځ نوې قالبونه په كې راننوځي او هره ورځ نوي تركيبونه او خيالونه په كې وتلي.))

ادامه نوشته

کره کتنه: عارفه عمرلور؛ باجرائته ليكواله

ليكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه (۱۹)

عارفه عمرلور؛ باجرائته ليكواله

د پښتو معاصرې كيسه ليكنې د روان بهير د بحث په لړ كې يوه بله ځوانه او ځليدونكې څېره، چې پخپله هره كيسه او ناول كې په واقعي بڼه د ښځو ژوند انځوروي او په دغه انځوروونه كې تر ټولو زيات له ډېر جرائت څخه كار اخلي او د هرې كيسې او ناول پيغام يې تعليمي بڼه لري، درپېژنو: (( زه پخپله يوه ښځه يم او دا د ښځو ژوند ما ته په زړه پورې ده، ولو كه د هغوى د ژوند نيمګړتياوې او كه د هغوى د ژوند ښېګړې وي. اكثرا چون په دغه برخه كې شايد زه يو څه ډېره وپوهېږم، يا د يو نارينه په پرتله ما د ښځو د ژوند په اړه ډېر څه ليدلي وي، نو د همدې لپاره زه اكثرا كوښښ كوم، چې د ښځو د ژوند په اړه يو څه وليكم.))

دا كيسه ليكواله او ناول ليكونكې اغلې عارفه عمر لور ده. زموږ د روان ادبي هغه كيسه ليكونكې، چې پر نورو ځانګړنو سربېره، د ښې كيسې غوره ځانګړنې ښه پيغام او تلوسه ګڼي: (( زما په نظر باندې يوه كيسه، چې ډېر ښه پيغام ولري او يوه كيسه، چې لوستونكى له ځانه سره وساتي، تر ټولو ښه كيسه ده.))

ادامه نوشته

تازه شعر: زما زړه

ویناوال: صدیق الله بدر

زما زړه

پېژنم يــــــــې ښـــــــــه جانانه ما ته معلومېږي، زړه

وايې خلــــــه نور ستا دې وي له تا سره جوړېږي زړه

دا منـــــــــــــم زمـــــــــا دى خو له ما سره رغېږي نه

عشـــــــــقه دا خو ته يې چې په ژبه دې پوهېږي زړه

تا پســـــــــې اوبه اوبه، اوبــــــــه شولو كه ګورې يې

راشه اوښكـې اوښكې مې له سترګو نه توېېږي زړه

ها چې ماشــــــــــــومان وو لا او لاس نيولي ګرځېدو

پوه به شوم، چې هر نظر سترګې سترګې كېږي زړه

بدره ښـــــــــــــــــــــــه يې پېژنم يو عمر مو ژوند كړى

تېر به شـــــــــي له ما نه خو له عشقه نه تېرېږي زړه

۵، ۶، ۱۳۸۸

د شپې لس بجې، كور

ادامه نوشته

كره كتنه: استاد شپون؛ د ننني پښتو نثر پاچا

ليكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه (۱۸)

استاد شپون؛ د ننني پښتو نثر پاچا

په پارسي كې يو متل دى، چې وايي، هر سخن جايي و هر نكته مكاني دارد. دا داسې په ځاى خبره ده، چې په هره برخه كې پوره صدق كوي. موږ بايد هره خبره سنجيده او پخپل ځاى وكړو، داسې نه شي، چې زموږ خبره كومه اساسي ريښه ونه لري او د چا د وخت د ضايع كېدو او بې ځايه پارونې سبب وګرځي. په ادب كې هم، كه زموږه موخه حتي په شديد ډول د كوم منفي يا مثبت خوځښت په وړاندې د چا د احساساتو  راپارول وي دلته هم په كار ده، چې پر خپلو احساساتو كنټرول ولرو، ځكه كنټرول د دې سبب ګرځي، چې موږ خپله خبره په سمه، دقيقه  او اساسي بڼه د يو چا غوږ ته ورسوو.  دا اصل موږ ته دا رازده كوي، چې خپله خبره واضحه، دقيقه او پخپل كنټرول كې وساتو او بيان مو يوازې او يوازې احساساتي نه وي. په همدې موخه دا ځل د پښتو د معاصرو ادبياتو هغه صاحب سبك او مخكښ ليكوال درپېژنو، چې د شاعر او ليكوال احساساتي كېدل د هنر له پوړه رالوېدل ګڼي:(( زما په نظر شاعر يا ليكوال حق نه لري، چې احساستي شي. ځكه دى خو هنرمند دى، داسې يو ظريف او نفيس شى ورسره دى، شيشې دي ورسره او دا سره پيي. كه احساساتي شو، كنټرول له لاسه وركوي او كه كنټرول له لاسه وركړي دا بيا ورنه ماتېږي.))

دا صاحب سبك شاعر او ليكوال ښاغلى استاد سعدالدين شپون دى، چې كيسه يوازې په طول او عرض نه، بلكې د كيسې د ژوند ارزښت په ګوته كوي:(( كيسه يوازې اوږدوالى او سور نه لري، يو درېيم بعد دى. همدغه بعد يې، چې دى د ژوند ارزښت يې دى.))

ادامه نوشته

کره کتنه: صفيه حليم؛ يوه كيسه او څو خبرې

ليكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه ( ۱۷)

صفيه حليم؛ يوه كيسه او څو خبرې

كله، چې د پښتو ادبياتو تېره او اوسنۍ دوره مطالعه كوو، يو شى، چې موږ له خواشينۍ سره مخ كوي، هغه د ښځينه ليكوالو او شاعرانو كمه شمېره ده، په تېره د ښځينه ليكوالو او كيسه ليكونكو شمېره د اندېښنې وړ ده، خو بيا هم په دې برخه كې يو څه، چې ډېر اميد بښونكى ښكاري، هغه دا دى، چې زموږ معاصرې ليكوالې او كيسه ليكونكې هغه څه ليكي، چې په ټولنه كې د ښځو د سخت ژوند انځوروونكي دي. كه څه هم نن سبا په لره او بره كې كم شمېر ښځې كيسه ليكوالې لرو خو په همدغه كمه شمېره كې هم له ډېرو ښو هستونو او تجربو سره مخ كېږو او دا هيله رابښي، چې سبا ته به د كيسه ليكنې ډېرې غښتلې څېرې او پخې تجربې ولرو.

دلته په همدې هيله د پښتو كيسه ليكنې يوه داسې درنه څېره درپېژنو، چې په خپله هره كيسه، هر ناول، هره ليكنه او رپوټ كې د ښځو ژوند رانغاړي، چې خامخا د رواياتو په وړاندې يو ډول سپېڅلى بغاوت په كې نغښتى وي:(( زه دوه قسمه كيسې ليكمه، يو هغه ډول كيسه وي، چې يو څه مې په ذهن كې وي هغه وليكمه، بيا راځمه او شروع كومه يې، بيا اخر ځينې كيسې پاتې شي، خو په اخره كې نه پوهېږمه، چې هغه څنګه خلاصې او بشپړېږي. دويم ډول هغه كيسه ليكمه، چې مكمله كيسه وي او راته معلومه وي، چې دغه ځاى نه شروع كېږي او دغه ځاى كې ختمېږي.))

دا آغلې كيسه ليكواله مېرمن صفيه حليم ده، چې هره شېبه د ښځو د ژوند په اړه فكر كوي، ليكي او ټولنې ته يې ډالۍ كوي. د صفيې هره د ښځو د ژوند هنداره او د روحياتو انځوروونكې ده.

ادامه نوشته

کره کتنه: تورمان او په لنډه مرحله كې د لند کیفیت رانغاړل

ليكونكى: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه (۱۶)

تورمان او په لنډه مرحله كې

د لنډ كيفيت رانغاړل

 

په ټول اتفاق سره په افغانستان كې د پښتو ازاد شعر پيلګر لوى استاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى، چې تر هغه وروسته ګڼو شاعرانو كرار كرار دغه فورم ته توجه كړې او ډېرو كسانو له هماغه پيل څخه دغه شعر ته په دې سترګه كتلي، چې يو پراخ مضمون او مفهوم په كې رانغاړل كېږي. له همدې كبله كله چې موږ د ازاد شعر نوم اورو نو ورسره زموږ په ذهن كې يو نسبتا اوږد او ښه شعر، چې وزن لري او قافيه او رديف نه شته، تداعي كېږي. په تېرو دريو لسيزو كې زموږ شاعرانو دغه شعري فورم ډېر ازمويلى او ښه موضوعات يې په كې رانغاړلي دي، خو په وروستيو څو كلونو كې زموږ شاعرانو تر ډېره دا هڅه كړې، چې ځينې مفاهيم په ډېر لنډ ډول په دغه ډول شعر كې خوندي كړي، حتى تر دې، چې ځينې ازاد شعرونه مو تر څلورو پنځو كرښو نه اوړي. نن سبا هغه شمېر شاعران، چې ډېر لنډ ازاد شعرونه ليكي كه ډېر زيات نه دي نو كم هم نه دي. دوى هڅه كوي، چې پخپلو دغو شعرونو كې د خيال او فكر ترمنځ تناسب وساتي او د ښه وزن او موسيقيت په شتون كې خپل پيغام په ښه توګه انتقال كړي. په اوسنيو ځوانو شاعرانو كې، چې تر نورو ډېر لنډ ازاد شعرونه ليكي او دغه شعرونه يې له پوره ښكلا او درد نه برخمن دي، هغه ځوان او تاند شاعر ښاغلى اجمل تورمان دى. اجمل تورمان زموږ د بهير هغه درديدلى شاعر دى، چې په لنډه مرحله يو لنډ كيفيت انځوروي او شعر د خلكو مال ګڼي: (( زه فكر كوم، څوك چې ادبي تخليق كوي، شعر ليكي يا كيسه ليكي بايد خلكو ته يې وليكي، ځكه دا د خلكو مال دى ، كه چېرې خلك پرې پوه نه شي، فكر كوم په درد نه خوري.))

ادامه نوشته