شعر: سترګې، مينه او كركه

شاعر: صديق الله بدر

يادونه:  د يو چا يوې ګيلې دا شعر رابآندې وليكه


سترګې

مينه

او

كركه

 

تا چې له مينې، مينې وپوښتلم

او ما په ډېره مينه وويل درته

چې زه مين پخپلو سترګو يمه

له خپلو سترګو سره مينه لرم

خو ستا نمجنو سترګو

كركه مې راوسته له خپلو سترګو

وې مې چې كاش كله مې سترګې نه وې

 

د چنګاښ شلمه ۱۳۸۸

كره كتنه: لاهو د تمثيلي شعر مخكښ شاعر

لـيكوال: صديق الله بدر

ادبي ګزارشي ليكنه((۱۴))


لاهو د تمثيلي شعر مخكښ شاعر


 

يوې مور د وژل شوي زوى سينې نه

وينې سور غشى راوويست

ويې بې زويه دې كړم ولې

ورته غشى په ژړا شو

ويې زه هم شوم بې موره

هغه پورې ونه وينې

چې يوه ګوته يې نه شته

همهغه زما موركۍ ده

همهغه زما موركۍ ده

د هر چا او هر څه خپل درد وي، څوك يې په پټه خوله زغمي او څوك يې ژاړي. تر اوسه موږ او تاسو خپل دردونه ژړل او پر يوبل د انسانانو له ژړاوو خبر وو، خو نن يو څوك راته وايي، چې بغير له انسانه نور موجودات او اشيا هم خپل درد لري او ژاړي يې. دلته په دې شعر كې يو غشى، چې د انسان د مرګ سبب شوى، په ژړا سر دى او خپل درد راته وايي. دغه شعر د انسان او اشياوو ترمنځ د ذهني عاطفي اړيكې بيانوونكى دى. دلته شاعر له اشياوو سره عاطفي رابطه ټينګه كړې، د اشياوو په ژبه خبرې كوي او اشياوو ته شخصيت ور بښي. ښايي پخوانو او ځينو اوسنو پښتنو شاعرانو  څه ناڅه دا كار كړى وي، خو دا چې يو شاعر دې تقريبا خپله ټوله شاعري، اشيايي شاعرۍ ته وقف كړې وي، څرك يې نه لګېده. كله چې په ۱۳۷۸ لمريز كې د بلال په وينو كې شعري ټولګه چاپ او خپره شوه، د هغه په لوستلو موږ د اشيايي شاعرۍ شاعر وپېژانده، چې هغه ځوان او نوښتګر شاعر نورمحمد لاهو دى. 

ادامه نوشته