ادبي ګزارشي ليكنه (۱۳)


ليكونكى: صديق الله بدر


شرر او روماني شاعري


 

د پښتو معاصر شعر له خپلو ګڼو ځانګړنو سره، چې لري يې، يوه غوره ځانګړنه يې روماني او رواني خوند و رنګ دى. نن سبا يو شمېر ځوان شاعران دغه اړخ ته ډېره توجه كوي، خو كمال يې په دې كې دى، چې په عين ساده ګي كې د تخييل خواږه راباندې څښي او هره هستونه يې مخامخ پر نفسياتو ژور اغېز ښندي.

موږ په دې ليكنه كې د پښتو شعر همدې ښكلا ته تم كېږو او د داسې يو شاعر په ژوند او شعروشاعرۍ درسره خبرې كوو، چې هستونې يې همدا خواږه لري او په دې باور دى، چې ښه شعر هغه شعر دى، چې پر نفسياتو اغېز ښندي: (( ښه شعر، هغه شعر دى، چې پر نفسياتو دې اغېزه وكړه، كه هغه هر ډول وي خو د انسان نفسيات په هر وخت او مهال كې تغيير كوي، كېداى شي يو وخت يو چا ته يو شعر خوند ورنه كړي خو كه په يو بل وخت بيا همدغه شعر ولولي خوند ترې اخلي. دغه ډول شعرونه، چې د انسان له نفسياتو سره برابر وو، هغه ښه شعرونه دي.))