ليكنه: زابلي، په افغانستان كې د بانكدارۍ بنسټګر
ليكوال: صديق الله بدر
زابلي؛
په افغانستان كې د بانكدارۍ بنسټګر
د يو شمېر نورو افغاني سوداګرو په ملتيا يې د ملي بانك او سهامي شركتونو بنسټ كېښود.
عبدالمجيد زابلي د عبدالحكيم خان تره كى زوى، په ۱۲۷۱ لمريز كال په هرات كې
زوكړى و. پلار يې په مشهد، تاشكند او بخارا كې په تجارت او سوداګرۍ بوخت و.
زابلي خپلې لومړنۍ زده كړې په هرات كې سر ته ورسولې او په اماني دوره كې په مستوفيت او ګمركاتو كې په دنده وګومارل شو، چې په ګمركاتو كې تر يوې لنډې مودې خدمت وروسته يې ماموريت پرېښود او د لوړو زده كړو لپاره تاشكند ته لاړ او بيا له هغه ځاى نه يې مسكو او المان ته هم سفرونه وكړل.
په مسكو كې د استوګنې په وخت كې ده خپل كور د افغانستان سفارت ته وركړ او د افغانستان سفارت په كې ځاى پرځاى شو.
ليكوال: صديق الله بدر