ليكنه: دروېش؛ د جلا سبك، خوند او رنګ شاعر
ليكوال: صديق الله بدر
دروېش؛ د جلا سبك، خوند او رنګ شاعر
دا ځل يو داسې پښتون شاعر درپېژنم، چې افغانستان د هغه اېډيال دى او د خپل كلام په هر بند كې افغانستان او د هغه زخمونه انځوروي:
( زما دغه هرڅه د افغانستان د دې غميزې په پس منظر كې دي، دا كه توره ده هم كه په دار ځړېدل دي او كه وينې دي كه زخمونه دي. تاسو پوهېږئ چې په دې پنځه ويشت دېرش كاله كې څومره زخمونه لګېدلي دي، څومره انسانان شهيدان شوي دي، څومره توپونه ورېدلي دي، څومره اسلحې استعمال شوې دي. د ټولې دنيا اسلحه دلته په دې خاوره استعمال شوې ده. د دې په نړولو كې دا ټولنې برخه اخيستې ده، هيڅ يو داسې ملك به نه وي، چې په ورانولو كې يې بې برخې پاتې شوى وي. نو دا يوه دومره لويه غميزه ده، چې د دې دغه درد، دغه غم كه د ټولې دنيا په شاعرانو تقسيم كړې نو د هغوى كار پرې كېږي. د هغوى په شاعري كې په كار ده، چې د دې اظهار وشي.)
دا په افغانستان او افغانانو مين شاعر ښاغلى دروېش درانى دى. زموږ د پېر هغه شاعر، چې په روانه ژبه او خوږه موسيقي كې، مينه او دردونه رانغاړي او هر بيت يې د يو لوړ انساني پيغام لېږدونكى دى.



ويناوال: صديق الله بدر