ویناوال: صدیق الله بدر


اورښتونه

 

بیګاه کوټه مې لکه زړه شوی و

بیګاه کوټه شوه راته ګرانه ډېره

زه او کوټه سره یوازې وو تل

زه تر کوټې

کوټه تر ما نه ستړې

په یو بل هیڅکله هم نه وو خبر

د کوټې خپله

زما وه خپله کيسه

«««

زه به مې ځان ته وم

کوټه ځان ته وه

هغه زما، هغه خټینه کوټه

دا ستا یادونه به وو زړه به مې و

ته ورېدې راورېدلې به پرې

«««

بیګاه باران و

بیګاه باران عجیبه پېښه وکړه

ها د عمرونو تنهايي اوسیده

یو مخ له منځه لاړه

«««

بیګاه باران و

بیګاه، باران شپه وه په سر اخستې

بیګاه کوټې او ما کړه ويښه تېره

بیګاه شپه ټوله څڅېدله کوټه

۱۳۹۱.۱۱.‍‍۱۶