درباره من:پېژندنه:
نوم: صديق الله بدر
د پلار نوم: بهادرشاه
زوكړه: ۱۳۴۸ لمريز، ننګرهار، سره رود ولسوالي، بر سلطانپور كلى
زده كړې: د مخابراتو تربيوي مركز
مخکينۍ دندې: نظامي افسر، د كليد اوونېزې مسوول مدير، د کليد ګروپ فرهنګي مشاور، د کلید ګروپ د خپرونو د کیفیت د ارزونې مسوول، د کلید ګروپ د محتوا مسوول
اوسنۍ دنده: د محتوا او سوشیل میدیا مسوول
لومړى شعر:
د زړه وينٍٍٍــــــه مې د هغو ګلو رنګ دى
په وږمو يې چې ناارام زړګى قرار شي(۱۳۶۶)
په فرهنګي او ژورناليستكي ټولنو كې غړيتوب: د افغانستان د نړيوال ژورناليزم د مركز، د جنوبي اسيا د ژورنالستانو ټولنه (سفما)،  رشاد كره كتنه، خوشال فرهنګي ټولنه، افغان ادبي بهير او  قلم ټولنه.
چاپ شوي كتابونه:
- د غشو تنده شعري ټولګه/ ۱۳۷۷
- تته كړيكه د لنډو كيسو ټولګه/۱۳۸۵
- نامتو څېرې/ ۱۳۸۲
- ايينه، د دري ژبې د داستانونو غورچاڼ/۱۳۸۲
- د سيمو تاريخي جغرافيه، د علامه رشاد د مركو ټولګه/لومړی چاپ ۱۳۸۲، دویم چاپ ۱۳۸۴، درېیم چاپ ۱۳۹۶
- ستا به خوښه شي كه نه، د ځوانو شاعرانو تذكره/ ۱۳۷۸
- د باران انځور: د شعرونو دويمه ټولګه/۱۳۸۸
- د لونګو دريڅې: د ادبي بحثونو لومړی ټولګه/ ۱۳۸۹
- سیدجمال الدين افغاني او د ختيځ او لوېديځ مخامختيا؛ ژباړه/ لومړی چاپ ۱۳۹۱، دویم چاپ ۱۳۹۶
- بدل شوی سړی: د لنډو کيسو دويمه ټولګه/۱۳۸۸
- د لونګو دريڅې: د ادبي بحثونو دویم ټوک، ۱۳۹۱
- د علامه عبدالشکور رشاد ژوند او اثار، ۱۳۹۸، کابل، دانش مطبعه
۔ د لارې نښې؛ د کابل مجلې ځینې غوره کړې مقالې“له ١٣٢٠ نه تر ١٣٦٥“، خپروونکی د جمهوري ریاست فرهنګي مشاوریت۔١٣٩٨ د زمري ٢٨
ناچاپ كتابونه:
- مات سیوری؛ د شعرونو درېیمه ټولګه
- سایه ی شکسته؛ د دري شعرونو ټولګه
- زرتار؛ د لنډکي شعرونو ټولګه
- وروستی دام او په ماښام کې تېښته: د لنډو كيسو دوې ټولګې
- د ژوند پاڼې(کتاب پېژندنه): په دوو ټوکو کې
- د لیکلو هنر: ژباړه، د نړیوالو لیکوالو د لیکوالۍ رازونه، په دوه ټوکو کې
- د لونګو دريڅې، ادبي بحثونه وروستۍ ټولګه
- د ژوند کيسې: د مخورو او عادي افغانانو د ژوند کيسې، یو ټوک
- غوره خبره: د د نړۍ د بیلابیلو پوهانو غوره خبرې، یو ټوک
- ګلونه ګلوييونه، د مركو ټولګه
او يو لړ نورې څېړنيزې او ادبي ليكنې