يادونه: په ۱۳۸۳ لمريز كال كې، چې د كليد او مرسل اوونيزو ترڅنګه كليد راډيو هم په خپرونو پيل وكړ او په ډېره كمه موده كې، زيات اوريدونكي خپل كړل. ما دا له ځانه سره وپتېيله، چې زه هم د خپل ذوق او مينې له مخې په دغه راډيو كې يوه ادبي خپرونه پيل كړم. د راډيو ادارې دا راسره ومنله او ما د مرغومي په څوارلسمه د لونګو دريڅې په نامه، د پښتو د معاصر نظم و نثر او ښكلاوو د رابرسېره كولو لپاره يوه پنځه ويشت دقيقه يي ادبي خپرونې چمتو او له راډيو نه خپره كړه، چې يو زيات شمېر مينه والو او ادبپوهانو د دغې خپرونې دوام وركولو ته وهڅولم.
د لونګو دريڅې د لومړۍ خپرونې لپاره، ما د خپل درانه دوست او ورور ښاغلي اسدالله غضنفر تر سلا مشورې وروسته، د ښاغلي سعادت د شعرونو مطالعه پيل او له يو شمېر ادبپوهانو او شاعرانو سره مې د هغه د شعر و شاعرۍ پر فكري او ښكلاييز اړخ مركې وكړې او هغه خپرونه نشر شوه.
د درېيم ځل لپاره مې د خپل مبايل د مسيج تڼۍ كېكاږله، چې ناجيې ته د خپل زړه خبره وليكم. دې سره يو ژور سوچ په مخه كړم. زړه نازړه شوم او له ځانه سره مې وويل: (( نه، نه! هغه راته ګرانه ده، د هغې كركه هم راته مينه ښكاري. نور نو نه شم كولى، ما خو دا نه ګڼله، چې هغه دې داسې راسره واخلي.))
دا فكر ځكه راسره پيدا شوى و، چې تېر وختونه او يادونه دغسې وو، چې هيچا هم دا نه ګڼله، چې زه او هغه په كوم شي سره وران شوو. ښه مې په يادېږي يوه ورځ ارين، چې زما او د هغې تر منځ ولاړه وه، ويې ويل: (( هغه به هم يوه ورځ وي، چې زه تاسې دواړه له يو بل نه خپه او په جنګ وګورم.))
ما هيڅ ونه ويل، خو ناجيې په كړس كړس وخندل او ويې ويل: (( ته به همداسې ارماني پاتې شې.))
يون د دغه بهير هغه استازى شاعر دى، چې په شعر كې د فكر او ښكلا پر تناسب ټينګار كوي او ورسره فكر د شعر روح ګڼي: (( فكر، چې په يو شعر كې نه وي، معنى يې دا ده، چې هغه شعر روح نه لري. هغه شعرونه، چې فكري تومنه ونه لري، د هغه بقا ناممكنه ده. البته دا هم بايد په نظر كې ونيول شي، چې د فكر تله دومره درنه نه شي، چې د شعر ښكلا ته زيان ورسوي او شعر په شعار بدل او هنري ارزښت يې راكم كړي.))
غرور، تمام وجود "زرین" را فراگرفته بود. قلبش لحظه به لحظه هوا می گرفت؛ میل نوشیدن و باز نوشیدنش دو چندان می شد و پیهم سگرت روشن می کرد. موتر پجرویش را که از نوع آخرین مودل آن بود، در گوشه اي بریک نمود و از سویچبورد موتر، بوتل کلانی را کشیده و زمزمه کنان با خود گفت: "ناپلیون، ناپلیون! تتو کتی نودوشش مردارش! او هم خات گفت که بری زرین دوا دادیم، تتو ایره دوا میگن! تو کی دواره میشناسی؟"
با این حال، زرین سر بوتل را باز کرد ولی قبل از آنکه لب به بوتل ببرد، دست چپش را در هوا دراز کرد و با خود گفت: "نی! ناحق به او بیچاره تتو گفتم، دوایش کم کم اثر داره، چندان بود نبود؛ خو باز هم یک کمی دیگه."
دا ځل د پښتو د يو داسې د قدر وړ شاعر، ليكوال او ژباړونكي په شعر او شاعرۍ د خبرو دريڅه پرانيزو، چې ټوله شاعري يې د مينې، عاطفې او ښكلا په اوبو وللې ده: (( هيڅ انسان له مينې نه خالي نه دى، زه پخپله شاعرۍ كې په ښكلا مين وم او له ښكلا سره مې مينه درلوده. له همدې كبله ما پخپلو شعرونو كې مينې، محبت او سولې او امن ته ډېر زيات انعكاس وركړى دى.))
دا قدرمن او په مينې او ښكلا مين شاعر ښاغلى استاد نصرالله حافظ دى. زموږ د پېر هغه شاعر، چې شعر يې هم د كلاسيكې شاعرۍ رنګ لري، هم ولسي خوند په كې نغښتى او هم د معاصرې شاعرۍ ټولې رنګينۍ په كې نغښتې دي.
حافظ د يو ساده او سپيڅلي زړه خاوند دى او همدا علت دى، چې هر شعر يې عاطفي رنګ او خوند لري او ډېر ژر د ولس زړه ته لاره كوي.
په پارسي كې يو متل دى، چې وايي، هر سخن جايي و هر نكته مكاني دارد. دا داسې په ځاى خبره ده، چې په هره برخه كې پوره صدق كوي. موږ بايد هره خبره سنجيده او پخپل ځاى وكړو، داسې نه شي، چې زموږ خبره كومه اساسي ريښه ونه لري او د چا د وخت د ضايع كېدو او بې ځايه پارونې سبب وګرځي. په ادب كې هم، كه زموږه موخه حتي په شديد ډول د كوم منفي يا مثبت خوځښت په وړاندې د چا د احساساتو راپارول وي دلته هم په كار ده، چې پر خپلو احساساتو كنټرول ولرو، ځكه كنټرول د دې سبب ګرځي، چې موږ خپله خبره په سمه، دقيقه او اساسي بڼه د يو چا غوږ ته ورسوو. دا اصل موږ ته دا رازده كوي، چې خپله خبره واضحه، دقيقه او پخپل كنټرول كې وساتو او بيان مو يوازې او يوازې احساساتي نه وي. په همدې موخه دا ځل د پښتو د معاصرو ادبياتو هغه صاحب سبك او مخكښ ليكوال درپېژنو، چې د شاعر او ليكوال احساساتي كېدل د هنر له پوړه رالوېدل ګڼي:(( زما په نظر شاعر يا ليكوال حق نه لري، چې احساستي شي. ځكه دى خو هنرمند دى، داسې يو ظريف او نفيس شى ورسره دى، شيشې دي ورسره او دا سره پيي. كه احساساتي شو، كنټرول له لاسه وركوي او كه كنټرول له لاسه وركړي دا بيا ورنه ماتېږي.))
دا صاحب سبك شاعر او ليكوال ښاغلى استاد سعدالدين شپون دى، چې كيسه يوازې په طول او عرض نه، بلكې د كيسې د ژوند ارزښت په ګوته كوي:(( كيسه يوازې اوږدوالى او سور نه لري، يو درېيم بعد دى. همدغه بعد يې، چې دى د ژوند ارزښت يې دى.))
دا ځل د پښتو معاصر شعر يوه داسې ځوانه څېره درپېژنو، چې د تمثيلي هنر يو استازى شاعر او د عشق او مينې د ملكې يو مئين انځورګر او ليوال دى: (( مخكې له دې، چې دا ژوند سم وپېژنم، مخكې له دې چې دا لوړې او ژورې وپېژنم او حتى مخكې له دې، چې ځان وپېژنم، مينه مې وپېژندله. دې بې پيرې داسې د احساساتو، عواطفو او يو ډول عاطفي ژوند په لومو كې ښكېل كړم، چې بيا ترڅو د هنر او عاطفې نورو صيقل شويو اړخونو ته مې فكر كېده، د شعر سېلاو په مخه كړى او وړى وم، چې لا تراوسه مې هم د ژوند د واقعيتونو د عقلي او منطقي ساحل نه دى موندلى.))
دا شاعر او دا د مينې او ښكلا د ملكې انځورګر عبدالغفور لېوال دى.
د هر چا او هر څه خپل درد وي، څوك يې په پټه خوله زغمي او څوك يې ژاړي. تر اوسه موږ او تاسو خپل دردونه ژړل او پر يوبل د انسانانو له ژړاوو خبر وو، خو نن يو څوك راته وايي، چې بغير له انسانه نور موجودات او اشيا هم خپل درد لري او ژاړي يې. دلته په دې شعر كې يو غشى، چې د انسان د مرګ سبب شوى، په ژړا سر دى او خپل درد راته وايي. دغه شعر د انسان او اشياوو ترمنځ د ذهني عاطفي اړيكې بيانوونكى دى. دلته شاعر له اشياوو سره عاطفي رابطه ټينګه كړې، د اشياوو په ژبه خبرې كوي او اشياوو ته شخصيت ور بښي. ښايي پخوانو او ځينو اوسنو پښتنو شاعرانو څه ناڅه دا كار كړى وي، خو دا چې يو شاعر دې تقريبا خپله ټوله شاعري، اشيايي شاعرۍ ته وقف كړې وي، څرك يې نه لګېده. كله چې په ۱۳۷۸ لمريز كې د بلال په وينو كې شعري ټولګه چاپ او خپره شوه، د هغه په لوستلو موږ د اشيايي شاعرۍ شاعر وپېژانده، چې هغه ځوان او نوښتګر شاعر نورمحمد لاهو دى.